مجاهد: روسیه دې داسې څرګندونې نه کوي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کېږي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه څرګندونې چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خړې پړې کوي، باید ترېنه ډډه وشي.

ذبیح الله مجاهد سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، هیڅ داسې دلیل نه شته چې روسیې او یا دې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته له افغانستانه ګواښ پېښ شي او په وینا یې، نه په افغانستان کې واکمن چارواکي چا ته د دې اجازه ورکوي چې له دغه ځایه دې پر نورو د بریدونو پلانونه جوړ کړي.
تېره ورځ د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د دغه وزارت د مشرتابه په ناسته کې ویلي و، چې په سیمه کې امنیتي حالت ترینګلی دی او تر ټولو زیات ګواښ له افغانستانه د سیمو هېوادونو ته پېښ دی.
شویګو دغه راز ویلي و، چې په تېر یوه کال کې د داعش ډلې د غړو په شمېر کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی او اصلي موخه یې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د کړکېچ رامنځته کېدل او امنیت خرابوالی دی.
روسیه چې په دې وروستیو کې په نړۍوالو غونډو او ناستو کې د طالبانو ملاتړ کوي او تر ډېره د طالبانو دریځ په نړۍوالو ناستو کې بیانوي؛ خو داسې هم ویل کېږي، چې دغه روانه لوبه د لنډ مهاله ګتو له پاره ده او هغه هېواد د ډیپلواټیک ملاتړ تر څنګ د طالبانو له سخت دریځیو او بنسټ پاله کړنو له امله په اندېښنه کې دی.

نور خبرونه

رادیو