• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند په بنګلور ښار کې د یوې “شکمنې چاودنې” له امله اته کسان ټپیان شوي دي

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د هند په سویلي کرناټکا ایالت کې چارواکو ویلي، چې د دغه ایالت په مرکز بنګلور ښار کې په یوه قهوه خانه کې د یوې "شکمنې چاودنې" له امله لږ تر لږه اته کسان ټپیان شوي دي.

د چارواكو په وينا، دا پېښه ښايي په لاس جوړ شوي د يوه بم د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

د کرناټکا ایالتي لومړي وزیر سری سدار امیا د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلی، چې یو کس دغه قهوه خانې ته یوه کڅوړه وروړې او هلته یې پریښې وه.

د هغه په ​​وينا، په دغه "شکمنه" کڅوړه کې ایښي چاودیدونکو توکو د دغه کس له وتلو وروسته چاودنه رامنځ ته کړې ده.

د هند د ځايي چارواکو په وینا، دغه چاودنه هغه مهال شوې چې خلک په دغه قهوه خانه کې له خپل ورځني کار وروسته د ارام کولو لپاره راټول شوي وو.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې ځینې پاکستاني اورپکي د کشمیر له لارې هند ته ورځي تر څو چې هلته ورانکاري بریدونه ترسره کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

روسیې د یارس په نوم د اوږد واټن ویشتونکی توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی دی

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۰

روسیې د جمعې په ورځ ویلي، چې د یارس په نوم د اوږد واټن ویشتونکی بالستیکي توغندی یې په بریالۍ توګه ازمویلی دی. دغه توغندی په ۱۱ زره کیلومټره لرې واټن کې خپل هدف په نښه کولای شي.

د دغه هیواد د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یو یارس توغندي چې د څو خپلواکو سرګولولو د لیږد وړتیا لروده، د پلیسیتک د هوايي‌ ازمایښتونو له اډې د کامچاتکا سیمې د توغندیو د ازموینې مرکز په لو توغول شوی دی.‌ د دغو دوو سیمو ترمنځ واټن ۶ زره او ۷۰۰ کیلومټره دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "د ازمایښت هدف د دې عصري توغندي تکتیکي، تخنیکي او د الوتنې ځانګړتیاوې تایید کړي او د دغې توغندې ټولې چارې په بشپړ تکمیلې شوې دي."

د روسیې له خوا جوړ شوی یارس بالستي توغندۍ، د براعظمونو ترمنځ د بیلابیلو موخو د ویشتلو وړتیا لري او کولای شي چې په ۱۱ زره کیلومټره لرې واټن کې هم خپل هدف په نښه کړي.‌

د پوتین مشهور مخالف الکسي ناولني خاورو ته وسپارل شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۰

د روسیې د ولسمشر مشهوره مخالف الکسي ناوالني د مسکو په یوه کلیسا کې د مذهبي مراسمو له ترسره کیدو وروسته د سلګونو خلکو په حضور کې د بوریسوو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ناوالني نږدې همکار ایوان ژدانوف د جمعې په ورځ په ټلیګرام ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د هغه تابوت قبر کې کېښودل شو.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ناوالني جنازه په سختو امنیتي تدابیرو کې ترسره شوه او خلکو کلیسا ته د ننوتلو په وخت د ناوالني په نوم چیغې وهلې.

پوتین په وروستیو کلونو کې هېڅکله د ناوالني نوم په خوله ندی اخیستی.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د هغو کسانو لپاره د احتمالي مجازاتو خبرداری ورکړ چې د جنازې په مناسبت په هر ډول مظاهرو کې برخه واخلي.

پسکوف په خپل ورځني رسنیزې غوڼډه کې ویلي، چې هغه د ناوالني کورنۍ ته د ویلو لپاره هېڅ نه لري.

تر دې مخکې د روسیې امنیتي ځواکونو سلګونه کسان د ناوالني له مړینې وروسته د هغه په ​​یاد جوړو شوو مراسمو کې د ګډون په تور نیولي وو.

د پوتین سرسخت مخالف ناوالني، د سلواغې په ۲۷مه د ۴۷ کلونو په عمر په شکمن ډول د خپل ۱۹ کلن حبس د تیرولو پر مهال مړ شو.

د هغه مړینې کورني او نړۍوال غبرګونونه راوپارولي دي.

د ناوالني مېرمن یولیا ناوالنیا ویلي، چې مېړه یې مسموم شوی او ډېر ژر به د هغه د مړینې د علت په اړه نور جزییات وړاندې کړي.

تېره اونۍ د روسیې د اپوزیسیون د پخواني مشر ویاندې کیرا یارمیش پر اېکس خواله رسنۍ اعلان کړی و چې د ناوالني مړی یې مور ته سپارل شوی دی.

د ناوالني مور، لیودمیلا مخکې ویلي و، چې د روسیې پلټونکو ورته د زوی د مړي د ورکولو لپاره دا شرې ټاکلی چې باید په شخصي توګه او پټه ښخولو سره یې موافقه وکړي.

په همدې حال کې، ټاکل شوې، چې د روسیې ولسمشریزې ټاکنې به راتلونکې میاشت کې ترسره شي او تمه ده چې پوتین به یو ځل بیا د دغو ټاکنو په پایله کې په واک کې پاتې شي.

د دغو ټاکنو په درشل کې، د ناوالني مړینې په روسیه او لویدیځ کې د احساساتو او غصې لویې څپې راپارولي دي.

ډېری لویدیځ مشران د هغه د مړینې پړه پر پوتین وراچوي.

امریکا په سور سمندرګي کې د یمن د حوثیانو بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سینټکام وايي،‌ چې په دوو بریدونو کې یې د یمن د حوثیانو د بیړیو ضد شپږ بې پیلوټه الوتکې تر پرواز وړاندې ویجاړې کړې دی.

سینټکام پر اېکس خواله رسنې اعلامیه کې ویلي، چې دغو بې پیلوټه الوتکو په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه پرواز کاوه او په سور سمندرګي کې یې امریکايي‌ ځواکونو او سوداګریزو بیړیو ته ګواښ جوړاوه.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "پر دغو بې پیلوټه الوتکو برید به د سمندري تګ راتګ ازادي وساتي او نړیوالې اوبه به د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو او سوداګریزو بیړیو لپاره خوندي کړي."

د یمن حوثي ډلې د غزې له تړانګې سره د خپل پیوستون د ښودلو لپاره، په سور سمندرګي کې هغه بیړۍ په نښه کوي چې د اسراییل او د هغوی له ملاتړو سره تړاو لري.

پر اسراییل د حماس د اووم اکټوبر له برید راهیسې، اسراییل په غزه پراخ بریدونه او ځمکني عملیات پیل کړي او تر اوسه یې ۳۰ زره کسان وژلي دي.

د اسراییل پر سوېل د حماس په برید کې له ۱۲۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور د حماس له لوري یرغمل شوي وو.

سور سمندرګی په نړۍ کې د تېلو او سونګ توکو د لېږد لپاره تر ټولو زیاته کاریدونکې سمندري لار ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین په دې وروستیو کې د حوثي یاغیانو د بریدونو سره د مقابلې لپاره د سوکالۍ ساتونکي عملیاتو په نوم د څو ملي ماموریتونو د جوړولو اعلان کړی دی.

د ایران دولتي رسنۍ: د سپاه پاسداران ډګروال په سوریه کې په یوه برید کې وژل شوی دی

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د سمندري ځواک یو غړی، چې په سوریه کې یې د پوځي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، د جمعې په ورځ د اسراییلو په یوه مشکوک برید کې وژل شوی دی.

د نورو ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، ډګروال رضا زري د لبنان د حزب الله ډلې له دوو وسلوالو سره وژل شوی دی.

د سوریې د حکومت ملاتړي ایتلاف یوې جګپوړې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې زري د سوریې په ساحلي سیمه طرطوس کې پر هغه ودانۍ برید کې وژل شوی چې ایراني ځواکونه یې کاروي.‌

کله چې د دغه برید په اړه د اسراییل پوځ نه پوښتنه وشوه، هغوی وویل چې، اسراییلي پوځ د بهرنیو راپورونو په اړه تبصره نه کوي.

رویټرز په فبرورۍ میاشت کې راپور ورکړی و چې د ایران سپاه پاسداران په سوریه کې د اسراییل د بریدونو له امله د خپلو لوړ پوړو افسرانو ځای پرځای کول کم کړي او هلته د خپل واک ساتلو لپاره په متحدو شیعه ملیشو باندې ډیره تکیه کوي.

اسراییل تر ډېره د پلازمېنې دمشق شاوخوا سیمو باندې بریدونه کړي، خو په طرطوس کې یې بریدونه ډېر کم و.

سرفراز بګټي چې له پاکستان یې د کډوالو د اېستلو پلان جوړ کړی و، د بلوچستان سر وزیر شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د پاکستان پیپلز ګوند سرفراز بګټي د بلوچستان د سر وزیر په توګه معرفي کړی و. ښاغلي بګټي مخکې د پاکستان په موقته کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده کوله. هغه له پاکستان د بې اسناده مهاجرینو د ایستلو پلان جوړوونکی و او شاوخوا نیم ملیون افغانان یې خپل هېواد ته ستانه کړل.

نوموړي تر دې مخکې د پاکستان په موقته کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا کړې وه، چې د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي.

ښاغلي بګټي د خپل وزارت په محدودو میاشتو کې د سلګونو زرو افغان کډوالو په شړلو کې جدي رول ولوباوه.

د روان کال د اګست په ۱۷مه د شهباز شریف د حکومت له استعفا وروسته هغه د انورحق کاکړ په حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.