• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حماس: په غزه کې اوه یرغمل شوي کسان وژل شوي دي

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د حماس د وسله والې ډلې د القسام لوا ویاند ابو عبیده د جمعې په ورځ وویل، چې په غزه کې د اسراییلي پوځ د بمباریو په پایله کې اوه یرغمل شوي کسان وژل شوي دي. دا لا څرګنده نه ده چې دغه اوه کسانه څه وخت وژل شوي دي.

ابو عبیده پر ټیلیګرام ټولنیزه شبکه لیکلي، چې په غزه کې د اسراییل پوځي عملیاتو په ترڅ کې د یرغمل شوو کسانو د وژل شوو شمېر اوس له ۷۰ تنو څخه اوښتی دی.

د اسراییل د معلوماتو په اساس، حماس پر اسراییل د اکتوبر پر اوومه برید کې ۱۲۰۰ ملکي کسان ووژلي او لږ تر لږه ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړي دي.

د حماس د دغه برید په ځواک کې، اسراییل د غزې په تړانګه برید وکړ، چې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، په تیرو پنځه میاشتو تر ۳۰ زرو څخه ډېر فلسطینیان د اسراییل په بریدونو او پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د نومبر میاشتې په وروستیو کې د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې، حماس له سلو څخه ډېر اسراییلي او بهرني یرغمل د شاوخوا ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کړل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د هند په بنګلور ښار کې د یوې “شکمنې چاودنې” له امله اته کسان ټپیان شوي دي

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د هند په سویلي کرناټکا ایالت کې چارواکو ویلي، چې د دغه ایالت په مرکز بنګلور ښار کې په یوه قهوه خانه کې د یوې "شکمنې چاودنې" له امله لږ تر لږه اته کسان ټپیان شوي دي.

د چارواكو په وينا، دا پېښه ښايي په لاس جوړ شوي د يوه بم د چاودنې له امله رامنځته شوې وي.

د کرناټکا ایالتي لومړي وزیر سری سدار امیا د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلی، چې یو کس دغه قهوه خانې ته یوه کڅوړه وروړې او هلته یې پریښې وه.

د هغه په ​​وينا، په دغه "شکمنه" کڅوړه کې ایښي چاودیدونکو توکو د دغه کس له وتلو وروسته چاودنه رامنځ ته کړې ده.

د هند د ځايي چارواکو په وینا، دغه چاودنه هغه مهال شوې چې خلک په دغه قهوه خانه کې له خپل ورځني کار وروسته د ارام کولو لپاره راټول شوي وو.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګواکې ځینې پاکستاني اورپکي د کشمیر له لارې هند ته ورځي تر څو چې هلته ورانکاري بریدونه ترسره کړي.

روسیې د یارس په نوم د اوږد واټن ویشتونکی توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی دی

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۰

روسیې د جمعې په ورځ ویلي، چې د یارس په نوم د اوږد واټن ویشتونکی بالستیکي توغندی یې په بریالۍ توګه ازمویلی دی. دغه توغندی په ۱۱ زره کیلومټره لرې واټن کې خپل هدف په نښه کولای شي.

د دغه هیواد د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې یو یارس توغندي چې د څو خپلواکو سرګولولو د لیږد وړتیا لروده، د پلیسیتک د هوايي‌ ازمایښتونو له اډې د کامچاتکا سیمې د توغندیو د ازموینې مرکز په لو توغول شوی دی.‌ د دغو دوو سیمو ترمنځ واټن ۶ زره او ۷۰۰ کیلومټره دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "د ازمایښت هدف د دې عصري توغندي تکتیکي، تخنیکي او د الوتنې ځانګړتیاوې تایید کړي او د دغې توغندې ټولې چارې په بشپړ تکمیلې شوې دي."

د روسیې له خوا جوړ شوی یارس بالستي توغندۍ، د براعظمونو ترمنځ د بیلابیلو موخو د ویشتلو وړتیا لري او کولای شي چې په ۱۱ زره کیلومټره لرې واټن کې هم خپل هدف په نښه کړي.‌

د پوتین مشهور مخالف الکسي ناولني خاورو ته وسپارل شو

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۰

د روسیې د ولسمشر مشهوره مخالف الکسي ناوالني د مسکو په یوه کلیسا کې د مذهبي مراسمو له ترسره کیدو وروسته د سلګونو خلکو په حضور کې د بوریسوو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د ناوالني نږدې همکار ایوان ژدانوف د جمعې په ورځ په ټلیګرام ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د هغه تابوت قبر کې کېښودل شو.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ناوالني جنازه په سختو امنیتي تدابیرو کې ترسره شوه او خلکو کلیسا ته د ننوتلو په وخت د ناوالني په نوم چیغې وهلې.

پوتین په وروستیو کلونو کې هېڅکله د ناوالني نوم په خوله ندی اخیستی.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د هغو کسانو لپاره د احتمالي مجازاتو خبرداری ورکړ چې د جنازې په مناسبت په هر ډول مظاهرو کې برخه واخلي.

پسکوف په خپل ورځني رسنیزې غوڼډه کې ویلي، چې هغه د ناوالني کورنۍ ته د ویلو لپاره هېڅ نه لري.

تر دې مخکې د روسیې امنیتي ځواکونو سلګونه کسان د ناوالني له مړینې وروسته د هغه په ​​یاد جوړو شوو مراسمو کې د ګډون په تور نیولي وو.

د پوتین سرسخت مخالف ناوالني، د سلواغې په ۲۷مه د ۴۷ کلونو په عمر په شکمن ډول د خپل ۱۹ کلن حبس د تیرولو پر مهال مړ شو.

د هغه مړینې کورني او نړۍوال غبرګونونه راوپارولي دي.

د ناوالني مېرمن یولیا ناوالنیا ویلي، چې مېړه یې مسموم شوی او ډېر ژر به د هغه د مړینې د علت په اړه نور جزییات وړاندې کړي.

تېره اونۍ د روسیې د اپوزیسیون د پخواني مشر ویاندې کیرا یارمیش پر اېکس خواله رسنۍ اعلان کړی و چې د ناوالني مړی یې مور ته سپارل شوی دی.

د ناوالني مور، لیودمیلا مخکې ویلي و، چې د روسیې پلټونکو ورته د زوی د مړي د ورکولو لپاره دا شرې ټاکلی چې باید په شخصي توګه او پټه ښخولو سره یې موافقه وکړي.

په همدې حال کې، ټاکل شوې، چې د روسیې ولسمشریزې ټاکنې به راتلونکې میاشت کې ترسره شي او تمه ده چې پوتین به یو ځل بیا د دغو ټاکنو په پایله کې په واک کې پاتې شي.

د دغو ټاکنو په درشل کې، د ناوالني مړینې په روسیه او لویدیځ کې د احساساتو او غصې لویې څپې راپارولي دي.

ډېری لویدیځ مشران د هغه د مړینې پړه پر پوتین وراچوي.

امریکا په سور سمندرګي کې د یمن د حوثیانو بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سینټکام وايي،‌ چې په دوو بریدونو کې یې د یمن د حوثیانو د بیړیو ضد شپږ بې پیلوټه الوتکې تر پرواز وړاندې ویجاړې کړې دی.

سینټکام پر اېکس خواله رسنې اعلامیه کې ویلي، چې دغو بې پیلوټه الوتکو په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمې څخه پرواز کاوه او په سور سمندرګي کې یې امریکايي‌ ځواکونو او سوداګریزو بیړیو ته ګواښ جوړاوه.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "پر دغو بې پیلوټه الوتکو برید به د سمندري تګ راتګ ازادي وساتي او نړیوالې اوبه به د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو او سوداګریزو بیړیو لپاره خوندي کړي."

د یمن حوثي ډلې د غزې له تړانګې سره د خپل پیوستون د ښودلو لپاره، په سور سمندرګي کې هغه بیړۍ په نښه کوي چې د اسراییل او د هغوی له ملاتړو سره تړاو لري.

پر اسراییل د حماس د اووم اکټوبر له برید راهیسې، اسراییل په غزه پراخ بریدونه او ځمکني عملیات پیل کړي او تر اوسه یې ۳۰ زره کسان وژلي دي.

د اسراییل پر سوېل د حماس په برید کې له ۱۲۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور د حماس له لوري یرغمل شوي وو.

سور سمندرګی په نړۍ کې د تېلو او سونګ توکو د لېږد لپاره تر ټولو زیاته کاریدونکې سمندري لار ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین په دې وروستیو کې د حوثي یاغیانو د بریدونو سره د مقابلې لپاره د سوکالۍ ساتونکي عملیاتو په نوم د څو ملي ماموریتونو د جوړولو اعلان کړی دی.

د ایران دولتي رسنۍ: د سپاه پاسداران ډګروال په سوریه کې په یوه برید کې وژل شوی دی

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د سمندري ځواک یو غړی، چې په سوریه کې یې د پوځي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله، د جمعې په ورځ د اسراییلو په یوه مشکوک برید کې وژل شوی دی.

د نورو ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، ډګروال رضا زري د لبنان د حزب الله ډلې له دوو وسلوالو سره وژل شوی دی.

د سوریې د حکومت ملاتړي ایتلاف یوې جګپوړې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې زري د سوریې په ساحلي سیمه طرطوس کې پر هغه ودانۍ برید کې وژل شوی چې ایراني ځواکونه یې کاروي.‌

کله چې د دغه برید په اړه د اسراییل پوځ نه پوښتنه وشوه، هغوی وویل چې، اسراییلي پوځ د بهرنیو راپورونو په اړه تبصره نه کوي.

رویټرز په فبرورۍ میاشت کې راپور ورکړی و چې د ایران سپاه پاسداران په سوریه کې د اسراییل د بریدونو له امله د خپلو لوړ پوړو افسرانو ځای پرځای کول کم کړي او هلته د خپل واک ساتلو لپاره په متحدو شیعه ملیشو باندې ډیره تکیه کوي.

اسراییل تر ډېره د پلازمېنې دمشق شاوخوا سیمو باندې بریدونه کړي، خو په طرطوس کې یې بریدونه ډېر کم و.