• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: د افغانستان اوسنۍ ستونزې د امریکا او ناټو د شل کلن پوځي حضور له امله دي

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا کې د روسیې د پلاوي غړی په افغانستان کې د امریکا، برتانیا او د ناټو د نورو غړو شل کلن پوځي حضور د دغه هېواد د اوسنیو ستونزو یو اصلي لامل بولي.

روسلان ستروګانوف وايي، چې امریکا او ملګرو یې له افغانستانه بېړني وتلو سره دغه هېواد ته بې وزلي او ورنی په میراث پرېښود، خو اوس د دې ټولو ملامتي پر افغان چارواکو اچوي.

نوموړي پرون جنیوا کې غونډې ته وویل، امریکا امریکا له افغانستان سره بشري مرستې هم له طالبانو په سیاسي امتیازونو ترلاسولو پورې تړلې دي.

د هغه په خبره، امریکا د افغانستان څو میلیارد ډالري شتمني هم کنګل کړې ده.

دغه روسي ډيپلوماټ دا هم وویل، چې مسکو له طالبانو سره تماس کې دی او ترې غواړي چې د ټولګډونه اداري سیستم جوړولو برخه کې خپله ژمنه پر ځای کړي.

ښاغلي ستروګانوف زیاته کړه چې روسیه په افغانستان کې د امن او ټیکاو پیاوړتیا هڅو زیاتولو ته لومړیتوب ور کوي، ځکه چې افغانستان کې سوله د سیمې د پرمختګ یوازنۍ لار ده.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې د وروستیو ورښتونو له امله پنځو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۲۱ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اېکس پاڼه لیکلي، چې د وروستیو پرله پسې ورښتونو له امله په ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۲۳۸ کورونه نړېدلي چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

100%

ورته مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په پروان ولایت کې د بارانونو د ورېدو له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او یوشمېر څاوري هم تلف شوي دي.

په پروان کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په شینوارو، جبل السراج ولسوالیو، مرکز او یوشمېر نورو سیمو کې د پرله پسې بارانونو له امله څه باندې ۷۰ کورونه ویجاړ او یوشمېر څاروي مړه شوي دي.

د دغه اژانس د یوه بل راپور له مخې، د فاریاب ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۲ زره څاروي د واورې او یخنۍ له کبله مړه شوي دي.

100%

له بل پلوه د طالبانو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د کب په نهمه او لسمه نېټه د ورښتونو په نوې څپه کې نهه کسان مړه شوي او دوه ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې پېښو ته د رسېدنې چارو د رییسانو د راپورونو له مخې د واورې، بارانونو او سړې هوا له امله په کندهار، هرات، بادغیس، هلمند، سرپل، بدخشان، او جوزجان ولایتونو کې نهه کسان مړه شوي، دوه ټپیان دي او ځینې کورونه په کلي او جزوي توګه تخریب شوي دي.
خو ځینو رسنیو بیا په دغو پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر پنځلس تنه یاد کړی او ویلي یې دي، چې د دغې سړې څپې له امله له ۶۰۰۰ زیات څاروي په بادغیس، فاریاب، هرات، جوزجان او فراه ولایتونو کې له منځه تللي دي.

په واشنګټن کې پولیسو یو ۱۵ کلن ځوان د یو افغان ژباړن د وژلو په تور نیولی دی

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د واشنګټن پولیسو یو ۱۵ کلن زلمی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یو پخواني ژباړن د وژلو په تور نیولی دی. نصرت احمدیار د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا ته تللی و او هلته یې د یوې کمپنۍ سره ټکسي چلاوه.

هغه د تېرې جولای په درېیمه نېټه په ډزو ویشتل شوی و.
دغه پخوانی افغان ژباړن په واشنګټن کې د خپل ټکسي د ننه ویشتل شوی و.
اوس امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې پولیسو د احمدیار د وژلو په تور یو ځوان نیولی دی.
پولیسو د هغه د هویت په اړه زیات جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې هغه په دغه قتل کې لومړی درجه تورن دی.
ښاغلی احمدیار د جولای په درېیمه نېټه کله چې یې له خپل موټره یو مساپر ښکته کړ، څو تنو چې د پولیسو په وینا ښايي د هغه د موټر د غلا هوډ یې لاره پر هغه برید کړی.

د ډي سي پولیسو یو چارواکي لزلي پارسونز وایي، چې دغه کسان په وسلو سمبال وو او له هغې ډلې یو یې پر ښاغلي احمدیار ډزې کړي.
د اخیستل شویو انځورونو ارزونه ښيي، چې برید ګر څلور تنه وو او له ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

پولیس وايي، د دغو انځورونو په مرسته توانېدلي چې د دغه افغان ژباړن د وژلو په تور ۱۵ تنه تورن کسان وپېژني.
پولیس چارواکي وايي، په دغه قتل کې د نورو تورنو کسانو لټه روانه ده.
۳۱ کلن نصرت احمدیار په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره امریکا ته ولاړ او هلته یې د «لفت» د ټکسي چلولو په کمپنۍ کې کار کاوه.
فاکس‌نیوز د چنګاښ په میاشت کې راپور ورکړی و، هر هغه څوک چې د نصرت احمدیار د قاتل د نیولو په اړه د امریکا پولیسو ته مالومات ورکړي ۲۵ زره جایزه ورکول کېږي.

بنفشه یعقوبي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړه ورو مېرمنو جایزه تر لاسه کړه

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د «زړورو مېرمنو» د جایزې لپاره د یوولسو مېرمنو تر څنګ د افغانستان د بشري حقونو د سازمان پخوانۍ غړې بنفشې یعقوبي ته هم دغه جایزه ورکړه.

دغه جایزه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لومړۍ مېرمنې جېل بلنډ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په ګډون یوې غونډې کې ګټونکو ته ورکړل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوې خبر پاڼه کې ولیکل، مېرمن یعقوبي چې «د سترګو دید یې کم‌ دی» له کلونو راهیسې د هغو مېرمنو د حقونو ننګه کوي چې د زورزیاتي سره مخامخې دي، هغې د ۱۳۸۶ کال را په دې خوا د خپل خاوند په مرسته د «رهیاب بنسټ» په نامه یوه ټولنه جوړه کړه، چې د نابینا وګړو سره یې د زده‌کړو او د هغوی د ځواکمنولو په برخو کې کار کاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مېرمن یعقوبي تل د معلولانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او د کم بینا او نابینا ماشومانو له پاره یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې، مېرمن یعقوبي دا مهال په جلا وطنۍ کې ژوند کوي او لا هم د معلولانو، نابینا ماشومانو او افغان نجونو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
د مېرمن یعقوبي تر څنګ د نړۍ ۱۱ نورې مېرمنې هم د دغې جایزې ګټونکې اعلان شوې دي.
له دغې ډلې د ایران د بشري حقونو فعاله فریبا بلوچ هم د دغې جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.
د زړوه ورو ښځو له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو جایزو لړۍ له ۱۳۹۶ کال راهیسې پیل شوې او تر ډېره دغه جایزې هغو مېرمنو ته ورکول کېږي، چې د سولې په ملاتړ، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي انډول او د ښځو او مېرمنو په ځواکمنولو کې یې زړورتیا ښودلې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سږنی کال د دغو جایزو اتلسم پړاو ترسره کوي.

تېر کال د افغان کډوالو ملاتړې ډاکترې ذاکره حکمت ته دغه جایزه ورکړل شوې وه.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ګډ سوداګریز نندارتون د پرانیستلو لپاره عشق اباد ته تللی

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د جمعې په ورځ د دغې ډلې د پلاوي او د خصوصي سکتور د استازو په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د دغه سفر موخه په عشق اباد کې د "ترکمن-افغان" د لومړي ګډ سوداګریز کنفرانس پرانیستل بللي.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د کب ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان او ترکمنستان د خصوصي سکتور استازي به د دغه نندارتون په څنډه کې سره وګوري.

د دې اعلامیې پر بنسټ به د طالبانو او ترکمنستان چارواکي به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراخولو هم خبرې وکړي.

طالبانو خپل منتقد سلاکار د ظاهر اغبر د برېښنا بل د ورکړې په تور په یو کال بند محکوم کړ

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سلاکار محمد عاطف داعي ته نږدې سرچینو ویلي، چې طالبانو نوموړی په ​​تاجکستان کې د افغانستان د سفیر ظاهر اغبر د برېښنا د کابل د کور د برېښنا د بیلونو د ورکړې په تور په یو کال بند محکوم کړی. ښاغلي دغي په کابل کې د اغبر کور ګړو نیولی او په کې ژوند کوي.

د سرچینو په وینا نوموړی د پوهنتون استاد، رسنیزه څېره او د طالبانو منتقد دی.

دغې سرچینو چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم واخیست شي ویلی، چې ښاغلی داعي د سوداګرو او پانګوالو د اتحادیې په استازیتوب د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د سلاکار په توګه معرفي شوی و.

دوی زیاته کړه چې د طالبانو د استخباراتو ریاست لومړی هغه د تلې په ۱۸مه د دوی «۰۸۹» ادارې ته غوښتې او ټلیفونونه یې ترې اخیستي وو او ۱۸ ورځې یې کورنې له هغه ناخبره وه.

زموږ سرچینو ویلي، چې له دریو میاشتو څیړنو وروسته، د طالبانو قاضي د هغه د سزا په اړه لیکل شوي حکم کې ویلي،‌ چې ښاغلي داعي په تاجکستان کې د افغانستان د سفیر ظاهر اغبر د کور د برېښنا بیلونه ورکړې چې د بیلونو پیسې یې د اغبر له زوی یورش اغبر څخه اخیستې وې.

ښاغلی اغبر د پخواني حکومت ډیپلوماټ دی چې لا یې خپل کار ته دوام ورکړی او د طالبانو له مخالفینو څخه دی.

زموږ سرچینو د ښاغلي داعي د خپلوانو له قوله ویلي، چې هغه په کابل کې د ښاغلي اغبر کور ګرو کړی او پکې اوسیږي.

ښاغلي داعي ته نږدې سرچینو هم ویلي، چې نوموړی د طالبانو د ډلې د غړیتوب مخینه نه لري او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې یې پر طالبانو نیوکې کړي دي.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي داعي د نیول کېدو او محکومیت په اړه څه نه دي ویلي.