د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د ګډ سوداګریز نندارتون د پرانیستلو لپاره عشق اباد ته تللی

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د جمعې په ورځ د دغې ډلې د پلاوي او د خصوصي سکتور د استازو په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د جمعې په ورځ د دغې ډلې د پلاوي او د خصوصي سکتور د استازو په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دی.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د دغه سفر موخه په عشق اباد کې د "ترکمن-افغان" د لومړي ګډ سوداګریز کنفرانس پرانیستل بللي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ (د کب ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان او ترکمنستان د خصوصي سکتور استازي به د دغه نندارتون په څنډه کې سره وګوري.
د دې اعلامیې پر بنسټ به د طالبانو او ترکمنستان چارواکي به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراخولو هم خبرې وکړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سلاکار محمد عاطف داعي ته نږدې سرچینو ویلي، چې طالبانو نوموړی په تاجکستان کې د افغانستان د سفیر ظاهر اغبر د برېښنا د کابل د کور د برېښنا د بیلونو د ورکړې په تور په یو کال بند محکوم کړی. ښاغلي دغي په کابل کې د اغبر کور ګړو نیولی او په کې ژوند کوي.
د سرچینو په وینا نوموړی د پوهنتون استاد، رسنیزه څېره او د طالبانو منتقد دی.
دغې سرچینو چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم واخیست شي ویلی، چې ښاغلی داعي د سوداګرو او پانګوالو د اتحادیې په استازیتوب د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د سلاکار په توګه معرفي شوی و.
دوی زیاته کړه چې د طالبانو د استخباراتو ریاست لومړی هغه د تلې په ۱۸مه د دوی «۰۸۹» ادارې ته غوښتې او ټلیفونونه یې ترې اخیستي وو او ۱۸ ورځې یې کورنې له هغه ناخبره وه.
زموږ سرچینو ویلي، چې له دریو میاشتو څیړنو وروسته، د طالبانو قاضي د هغه د سزا په اړه لیکل شوي حکم کې ویلي، چې ښاغلي داعي په تاجکستان کې د افغانستان د سفیر ظاهر اغبر د کور د برېښنا بیلونه ورکړې چې د بیلونو پیسې یې د اغبر له زوی یورش اغبر څخه اخیستې وې.
ښاغلی اغبر د پخواني حکومت ډیپلوماټ دی چې لا یې خپل کار ته دوام ورکړی او د طالبانو له مخالفینو څخه دی.
زموږ سرچینو د ښاغلي داعي د خپلوانو له قوله ویلي، چې هغه په کابل کې د ښاغلي اغبر کور ګرو کړی او پکې اوسیږي.
ښاغلي داعي ته نږدې سرچینو هم ویلي، چې نوموړی د طالبانو د ډلې د غړیتوب مخینه نه لري او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې یې پر طالبانو نیوکې کړي دي.
طالبانو تر اوسه د ښاغلي داعي د نیول کېدو او محکومیت په اړه څه نه دي ویلي.

د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې نن په متحده عربي اماراتو کې افغان ملي ټیم ته په ماتې ور کولو سره په تاریخ کې اول ځل ټېسټ لوبه وګټله. ایرلنډ د لوبې په څلورمه پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره د ۱۱۱ منډو هدف پوره او افغان لوبډلې ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ور کړه.
دا د کرېکټ تاریخ کې لومړی ځل دی چې ایرلنډ یوه تېسټ لوبه ګټي.
ټاکلې وه چې د افغانستان او ایرلنډ دا ټېسټ لوبه پنځو ورځو کې بشپړه شي، خو د افغان لوبډلې کمزوري چلند په دریو ورځو کې د ایرلنډ په ګټه تمامه کړه.
د لوبې له پیل مخکې افغانان په دې باور و، چې له ایرلنډ به ګټل اسان وي، خو په تېرو ورځو کې د افغان لوبډلې کارکردګي دا هیله په اوبو لاهو کړه.
د دې لوبې لپاره د لوبغاړو د ګومارلو له امله د کرېکټ بورډ پر چارواکو سختې نیوکې کېږي.
له دغې لوبې وروسته افغانستان له اېرلنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوره لوبې هم لري.
تر دې وړاندې سریلانکا په ۱۰ وېکټو افغانستان ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړې وه او د سریلانکا سره په اوو لوبو کې شپږ یې سریلانکا وګټلې او افغانستان په کې ایکې یوه ګټلې وه.

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ راپور "پروپاګند" بللی. ذبیح الله مجاهد وايي، د پخوا په پرتله افغان نارینه او ښځې تر ډېره فزیکي، مالي او معنوي مصونیت لري او هېڅوک نشي کولای د چا حق تر پښو لاندې کړي.
ذبیح الله مجاهد په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، "هر افغان خپل شرعي حقوق لري او په بشپړ امنیت کې ژوند کوي."
ریچارډ بینیټ د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل نوی راپور وړاندې کړ.
د هغه راپور د سپټمبر له اولې تر جنوري ۳۱ پورې شپږ میاشتې موده کې برابر شوی دی.
ښاغلي بینیټ د دغه راپور په وړاندې کولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل "تر څو چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د بشري حقونو په درناوي کې څرګند پرمختګ نه وي شوی، د طالبانو عادي کول او مشروعیت به نه وي."
د بشري حقونو په برخه کې ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض قضیه باید نه یوازې د هاګ په محکمه کې، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي، چې د بشري حقونو د سرغړونو سره مخامخ دي.
هغه وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی او طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته ولاړ شي.

د طالبانو واک کې د افغانستان د هوا پوهنې ادارې په ۳۰ ولایتونو کې د جمعې او شنبې په ورځو د سختو واورو او بارانونو د احتمال خبرداری ورکړی. دغې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۲۰ تر ۸۰ سانتي مترو اټکل کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دايکنډي، غور، سرپل او بلخ هغه ولايتونه دي، چې د سختو واورو او بارانونو امکان په کې شته.
پر دې سربېره په باميان، ميدان وردګ، غزني، پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندوز، کابل او پروان کې د واورو او سختو ورښتونو امکان شته.
په پنجشیر، کاپیسا، بغلان او سمنګان کې هم وړاندوینه شوې ده.
د هوا پوهنې ادارې دا هم ویلي، چې په لوېدیځو، سوېل، سوېل لوېدیځو، مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د نسبتاً قوي بادونو امکان شته.
په تېرو څو ورځو کې د سختو واورو او بارانونو له امله د افغانستان ځينې هوايي ډګرونه او د کابل او ولایتونو ترمنځ لارې تړل شوې او تګ راتګ يې بند کړى دى.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چارو وزارت اعلان کړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سختو واورو له امله لږ تر لږه ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندونې ښيي، چې تېره اونۍ کې د کابل په کډون ځینې ولایتونو کې ۴ طالبان ترور شوي. تر اوسه کومې ډلې د دې وژنو پړه منلې نه ده. دغو پېښو ته طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو سرچینې وايي چې دې بریدونو کې داعش ښکېل دی او طالبان یې اندېښمن کړي دي.
د افغانستان انټرنشنل ـ بښتو د دغو موندونو پر بنست د هدفي وژنو لومړی پېښه یوه اوونۍ وړاندې پلازمینې کابل ته څېرمه د لوکر مرکز پول عالم کې وشوه.
په دغه هدفي وژنه کې په لوکر ولایت کې د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست کارمند سجاد کوچی ددې ولایت په مرکز کې د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو.
دویمه پيښه کې د کونړ غازي اباد ولسوالۍ د جیګل کلي اوسیدونکی او د طالبانو د مخابراتو وزارت کې د افغان پوسټ د نظارت او پلان ریاست رییس مولوي محی الدین کمین ووژل شو.
ښاغلی کمین لومړی د کابل ښار له اتمې حوزې نادرکه او وروسته یې جسد د کابل په سروبي ولسوالۍ کې پیدا شو.
د هدفي وژنو دریمه او څلورمه پېښه کې دوه ورځې وړاندې قاري سعید او یو بل طالب د کابل هوايي میدان ته څېرمه په ډزو وژل شوي دي.
د تېرې جنورۍ پر ۷ هم نامعلومو وسله والو د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر غلام جیلاني حنفي کور ته لاسي بمونه غورځولي و، چې پکې د نوموړي څلور لوڼه وژل شوې وې.
د طالبانو بیا ځلي واک ته رسېدو سره داعش ـ خراسان ډلې پر طالب مشرانو د ډیری بریدونه پړه منلې ده، خو د دې بریدونو په هکله یې څه نه دي ویلي.
خو د طالبانو ځايي سرچینو افغانستان ـ پښتو ته ویلي چې دې بریدونو کې داعش ښکېل دی.
د دوی په وینا داعش خراسان خپل جنګي تکتیک ته تغیر ور کړی دی او په ښارونو کې د طالبانو غړي ترور کوي.
خو تر اوسه داعش ـ خراسان او یا هم کومې بلې وسلوالوالې ډلې په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
وروستیو هدفي وژنو ته تر اوسه طالبانو په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلې، خو د دغې ډلې ترمنځ یې نوي بحثونه پیدا کړي دي
یو طالب اېکس کې لیکلي دي، چې تېره هفته ځینې فردي پيښې خواشنونکې وې او باید د دې لپاره جدي اقدام وشي.
دغه طالب نیوکه کړې ده، چې د انډیوالیزم اخري نتجه دا شوه.
که څه هم د جمهوریت ړنګېدو سره طالبان ادعا کوي، چې په ټول افغانستان باندې کنټرول لري خو بیا هم د کابل په کډون ځینې ولایتونو کې د هدفي وژنې پيښې په چټکۍ سره روانې دي.
په دغو وژنو کې پخوا ولسي خلک په نښه کېدل، چې ځینې وخت پکې طالبانو ته هم ګوته نیول کېدله، خو اوس د دې ډلې غړي هم ترې په امن نه دي.
