د طالبانو د ټولګټو وزارت: د سالنګ لویه لاره له څلورو ورځو راهیسې تړلې پاتې ده

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي د سختو واورو له امله د سالنګ لویه لاره د څلورو ورځو راهیسې تړلې پاتې ده. د طالب چارواکو په خبره، د سالنګ په بېلابېلو برخو کې له ۱،۵ نیولې تر درې مترو پورې واوره پرته ده چې تر اوسه پورې یې د پاکېدو چارې روانې دي.