• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان ۵ لکه او څه باندې ۳ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږلي دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې له ۵ لکه، ۳ زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه راډیو د رسمي سرچینو په حواله لیکي، چې په تېره اونۍ کې له پاکستانه څه باندې پنځه زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

دغې رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې له پاکستان څخه د استوګنې له رسمي اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا هم روان دی.

پاکستان د تلې په میاشت کې هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه درلودل د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې له هېواده د وتلو امر کړی و.

له ټاکلې مودې وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو کور په کور تالاشي پیل کړه او ګڼ شمېر افغان کډوال یې ونیول او و اېستل.

که څه هم د پاکستان دغه اقدام په نړۍواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی؛ خو د پاکستان حکومت د افغان کډوالو شړلو ته دوام ورکړی.

تر دې مخکې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د اوسېدو له اسنادو پرته د کډوالو د ایستلو د پلان له تصویب راهیسې، ۵۴۱ کډوال چې ډېری یې افغانان دي، له دغه هېواده ایستل شوي دي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم: دیني عالمان دې د ممبر له لارې د قصاص د حکم عملي کېدو څخه دفاع وکړي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د وروستیو اعدامونو په تړاو د نړۍوالو غبرګونو په اړه وویل، چې دیني عالمان دې د ممبر له لارې د قصاص د حکم د عملي کېدو څخه دفاع وکړي. په وروستۍ غبرګون کې اروپايي ټولنې په غزني او جوزجان کې د طالبانو وروستي اعدامونه غندلي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نن یکشنبه (د کب ۱۳مه) د جامعه‌الایمان د احادیثو لویې دورې فراغت‌ غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې دغه ډلې پرلپسې په ولایتونو کې قصاص حکمونه عملي کړل؛ خو کفري نړۍ یې پر ضد غږونه پورته کړل.

ندا محمد محمد وايي؛ نړۍوال پر طالبانو نیوکه کوي، چې د عامو خلکو په مخکې د قصاص حکم عملي کوي؛ خو دوی د فلسطین غزې د ماشومانو او ښځو د وژلو پر وړاندې چپ او نه یې غندي.

ندا محمد ندیم له دیني عالمانو غواړي، چې له ممبره ګټه پورته کړي او د قصاص په اړه د کفري هېوادونو دې غبرګون ته ځواب ورکړی او د خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ وکړی.

طالبانو تېره دوشنبه په جوزجان کې یو کس په یوه لوبغالي کې اعدام کړ؛ تر هغه پنځه ورځې مخکې یې هم دوه کسان د غزني ښار په یوه لوبغالي قصاص کړل.

د طالبانو دغه اعدام باندې پر نورو بشري حقونو ادارو سربېره ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان هم نیوکه وکړه.

په غزني کې د طالبانو تر اعدام وروسته په همغه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.

یوناما په خپل اېکس کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.

تر یوناما یوه ورځ وروسته د بښنې نړۍوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ، چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي.

دې سازمان اعدام د نړۍوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی؛ خو طالبان وايي، چې دا هر څه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې او د نورو خلکو د عبرت لپاره کوي.

هندي رسنیو په کندهار کې د داعش ډلې د غړيتوب په تور د یوه هندي وګړي د نیول کېدو خبر ورکړی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

هندي رسنۍ هندوپوست خبر ورکړی، چې طالبانو یو هندي وګړی د داعش خراسان سره د یوځای کېدو په تور نیولی دی. د همدې رسنۍ د معلوماتو له مخې؛ دغه هندي تبعه اوسمهال په کندهار کې بندي دی او پوښتنې ترې روانې دي.

هندوپوسټ د شنبې په ورځ (د کب ۱۲مه) په خپل خبر کې لیکلي، چې دغه هندي تبعه د مالاپورام ښار اوسېدونکی دی.

طالبانو دغه هندي د تاجکستان له لارې افغانستان ته په ننوتلو تورن کړی دی.

د هغه نوم «ثناء الاسلام» اعلان شوی او ویل شوي، چې هغه کندهار ولایت ته د سفر پر مهال د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

هندوپوسټ ورځپاڼې د طالبانو د استخباراتي ادارې له قوله ویلي، چې دغه هندي کندهار ته د خپل سفر موخه هم نه شي بیانولی.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي؛ خو دغې ډلې په وار - وار ادعا کړې، چې داعش له منځه تللی او ګاونډیو هېوادونو ته له افغانستان څخه ګواښ نه شته.

به ورته وخت کې روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو په وار - وار خبرداری ورکړی، چې داعش په افغانستان کې فعال حضور لري.

په دې وروستيو کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شایګو د سې شنبې په ورځ (د کب ۸مه) له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله.

سرچينې: په هلمند کې طالبانو د پخواني نظام د ملي امنيت ښاري مدير له ۷ ملګرو سره نیولی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۰

له هلمند څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې تېره ورځ طالب استخباراتو په لښکرګاه کې د مخکني نظام د ملي امنيت ښاري مدير او د یادې ادارې ۷ نور پخواني کار کوونکي نيولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان طالبانو په لښکرګاه کې د چاپو پر مهال په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) وویل، چې طالبانو په لښکرګاه ښار کې بست پوهنتون ته نږدې د جمهوري نظام د ملي امنیت ښاري مدير اغا لالی نیولی او دې ډلې د نوموړي پر کور چاپه هم وهلې ده.

اغا لالي د جمهوري نظام د نسکورېدو وروسته په همدې سیمه کې د خوراکي توکو یو دوکان جوړ کړی و.

نوموړي په لښکرګاه کې بست پوهنتون ته نږدې اوسېده او طالب استخباراتو هغه د ښار له منځه د خلکو په ګڼې ګوڼې سیمه کې له خپل دوکان څخه وړی دی.

د اغا لالي کورنۍ هم د نوموړي نیول تایید کړي دي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو د نوموړي ترڅنګ د ښار له بېلابېلو سیمو څخه د مخکني نظام د ملي امنيت ۷ نور کارکوونکي هم وړي دي.

سرچينې د ۷ نورو کسانو د هویت اړوند معلومات نه دي وړاندې کړي.

په هلمند کې د طالبانو استخبارات په دې اړه د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوی، د طالبانو ادارې د دې کسانو د نيولو لامل هم نه دی ویلی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو سره که څه هم دې ډلې د عمومي بښنې اعلان کړی؛ خو د تېر نظام ډېری نظامي چارواکي په دې فرمان باور نه لري.

دې ډلې په تېرو نږدې درېيو کلونو کې د تېر نظام ډېر سرتېري نيولي، بندي کړي، شکنجه کړي او ان وژلي یې دي.

ډونالډ ټرمپ: چین په افغانستان کې د باګرام پوځي اډه نیولې ده

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او د بګرام پوځي اډه پرېښې ده. ښاغلي ټرمپ وویل: "له هغه ځایه یوازې یو ساعت دا اډه لرې ده، چېرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي او اوس چین بګرام اشغال کړی دی."

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا په ورجینیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې امریکا لېونۍ ده وویل چې امریکا لېونۍ ده، چې د افغانستان پر جګړه یې میلیاردونه ډالر ولګول.

نوموړي وویل: "که دوی د افغانستان په اړه زما خبرې اورېدلی وی؛ نو موږ به ډېر مخکې بېرته راغلي وی."

هغه وویل، چې د لوړپوړي چارواکي ملا عبدالغني برادر ته یې په تلیفوني اړیکه کې ویلي وو، چې "امریکایي عسکر ونه وژنئ او په ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې هېڅ امریکایي عسکر ونه وژل شو."

نوموړي د افغانستان په اړه د جوبایډن پر سیاستونو او د وتلو په ناکامې پروسې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ویتنام پېښه په افغانستان کې هم تکرار شوه.

د تېر کال په نومبر میاشت کې ټرمپ ویلي وو، چې که ولسمشر شي، د بګرام هوايي ډګر کنټرول به بېرته تر لاسه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو، چې دوی به امریکا ته هېڅکله د بیا راتګ اجازه ورنه کړي.

په بلخ او پنجشېر کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله تر ۱۱۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ، چې په بلخ ولايت کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله ١١٤١٨ کورني څاروي مړه شوي دي. د دې رسنۍ د راپور له مخې؛ دغه څاروي په تېرو څو ورځو کې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې مړه شوي دي.

دغې رسنۍ د يکشنبې په ورځ (د کب ١٣مه) خبر ورکړی، چې د لارو د پاکولو په موخه يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې بندو خلکو ته د څارويو خوراکي توکو رسول پيل کړي دي.

بل خوا د پنجشېر ولايت د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شاتل، راغه او حصه اول ولسواليو کې د سختو واورو او سړې هوا له امله سل څاروي مړه شوي او لس کورونه ويجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي ټلویزیون په سرپل ولایت کې په واورو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره د عملیاتو د دوام اعلان وکړ.

تر دې مخکې د افغانستان د فواید عامې وزارت اعلان کړی و، چې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو ورځو کې سختې واورې او سختې یخنۍ د ډېرو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان یو شمېر هوايي ډګرونه او لارې تړل شوي دي.