• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: چین په افغانستان کې د باګرام پوځي اډه نیولې ده

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او د بګرام پوځي اډه پرېښې ده. ښاغلي ټرمپ وویل: "له هغه ځایه یوازې یو ساعت دا اډه لرې ده، چېرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي او اوس چین بګرام اشغال کړی دی."

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا په ورجینیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې امریکا لېونۍ ده وویل چې امریکا لېونۍ ده، چې د افغانستان پر جګړه یې میلیاردونه ډالر ولګول.

نوموړي وویل: "که دوی د افغانستان په اړه زما خبرې اورېدلی وی؛ نو موږ به ډېر مخکې بېرته راغلي وی."

هغه وویل، چې د لوړپوړي چارواکي ملا عبدالغني برادر ته یې په تلیفوني اړیکه کې ویلي وو، چې "امریکایي عسکر ونه وژنئ او په ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې هېڅ امریکایي عسکر ونه وژل شو."

نوموړي د افغانستان په اړه د جوبایډن پر سیاستونو او د وتلو په ناکامې پروسې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ویتنام پېښه په افغانستان کې هم تکرار شوه.

د تېر کال په نومبر میاشت کې ټرمپ ویلي وو، چې که ولسمشر شي، د بګرام هوايي ډګر کنټرول به بېرته تر لاسه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو، چې دوی به امریکا ته هېڅکله د بیا راتګ اجازه ورنه کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په بلخ او پنجشېر کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله تر ۱۱۵۰۰ ډېر څاروي مړه شوي دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۰۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړ، چې په بلخ ولايت کې د واورې د اورښت او سړې هوا له امله ١١٤١٨ کورني څاروي مړه شوي دي. د دې رسنۍ د راپور له مخې؛ دغه څاروي په تېرو څو ورځو کې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې مړه شوي دي.

دغې رسنۍ د يکشنبې په ورځ (د کب ١٣مه) خبر ورکړی، چې د لارو د پاکولو په موخه يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې بندو خلکو ته د څارويو خوراکي توکو رسول پيل کړي دي.

بل خوا د پنجشېر ولايت د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شاتل، راغه او حصه اول ولسواليو کې د سختو واورو او سړې هوا له امله سل څاروي مړه شوي او لس کورونه ويجاړ شوي دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي ټلویزیون په سرپل ولایت کې په واورو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره د عملیاتو د دوام اعلان وکړ.

تر دې مخکې د افغانستان د فواید عامې وزارت اعلان کړی و، چې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو ورځو کې سختې واورې او سختې یخنۍ د ډېرو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان یو شمېر هوايي ډګرونه او لارې تړل شوي دي.

د بشري حقونو فعالان: طالبان باید له ښځو سره د سیستماتیک تبعیض په خاطر محاکمه شي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو فعالانو سازمان له نړۍوالو محکمو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیک تبعیض په اړه خپلې څېړنې پیل کړي. دغه سازمان د هزاره او تاجک ښځو او نجونو خپلسري توقیف ته په اشارې سره د طالبانو د ډلې د مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون په ګډون د بشري حقونو اووه مهمو نړۍوالو کنوانسیونونو کې شامل شوی او د هغو د رعایتولو غوښتنه کوي.

د بشري حقونو فعالانو زیاته کړه، چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې په سیستماتیک ډول د دغه کنوانسیون او د بشري حقونو د نورو کنوانسیونونو له ټولو مادو څخه سرغړونه کړې ده.

د دې سازمان په وینا؛ طالبان هڅه کوي چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په بنسټیز کولو سره ښځې په ټولو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې له منځه یوسي.

د بشري حقونو د سازمان د اعلامیې له مخې؛ په نړۍوالو محاکمو کې د طالبانو د ډلې د مشرانو محاکمه کولی شي د عدالت د تامین او د معافیت د فرهنګ د پای ته رسولو لامل شي.

دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون له غړو هېوادونو غوښتي، چې له سیاسي ملحوظاتو پرته د عدالت په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د رژیم پر ضد دوسیه پرانیزي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې د روم اساسنامې ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتل شوي، چې دغه موضوع د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړي.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ د وروستي راپور هرکلی شوی او له هغه څخه غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او خپل وروستی نظر د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې وروستیو کې په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې تبعیض باید نه یوازې د هاګ په محکمه کې بلکې په نورو محکمو کې هم د بشري حقونو د سرغړونو مسایل تعقیب شي.

طالبانو په سرپل کې يو کس د «بداخلاقۍ» په تور په عام محضر کې په درو وهلی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې د خبر له مخې، دغې ډلې په سرپل ولایت کې یو کس په عام محضر کې د «بې حیايۍ» په تور په درو وهلی دی. دغې محکمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کس په ۶ میاشتو بند او ۳۹ درو وهلو محکوم شو.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سرپل ولایت د اوسېدونکو، د سرپل د محکمې د رییس او په دغه ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې یې یو کس ته سزا ورکړې.

طالبانو د دغه کس د هويت او د جرم د څرنګوالي اړوند نور جزیيات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس د طالبانو د محکمې له پرېکړې مخکې د خپل بند موده د طالبانو په زندان کې تېره کړې ده.

طالبانو له يوې مياشتي په کمه موده کې په هرات، لغمان، بلخ اوبامیان ولایتونو کې تر ۲۰ ډېر کسان په درو وهلي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې جسمي سزاګاني لکه؛ وهل، لاس پرې کول او اعدام بيا شروع کړي دي.

د بشري حقونو يو شمېر فعالان او د پخواني نظام چارواکي طالبان د مجازاتو په برخه کې په توپيري چلند تورنوي او وايي، چې طالبان پر خپلو غړو شرعي حدود نه عملي کوي.

د طالبانو دفاع وزير او لوی درستيز قطر ته ولاړل

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او لوی درستیز فصیح الدین فطرت نن قطر ته ولاړل. د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ټاکل شوې دغه پلاوی له قطري چارواکو سره وګوري او د دغه هېواد په "دفاعي دیمدیکس" نندارتون کې ګډون وکړي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې طالب چارواکي به د قطر له دفاعي چارواکو سره په دفاعي برخه کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا هم خبرې وکړي.

په قطر کې دغه فاعي ناسته او نندارتون به د مارچ مياشتي له ۴ می پيل تر ۶ به دوام وکړي.

د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون او کنفرانس به د دې هېواد د وسله والو ځواکونو په کوربتوب جوړ شوی دی.

په کنفرانس کې به د منځني ختيځ د سمندري ځواکونو قومندانانو برخه ولري او د ناستې ګډونوال به د حماد په بندر کې د بهرنيو سمندري ځواکونو د جنګي کښتيو څخه هم لیدنه کوي.

نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي د مرغانو ښکارزن یې نیولي دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د نیمروز لپاره د طالبانو والي ویاند نن رسنیو ته پیغام کې زیاتوي, دې کسانو د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې ښکار کړی و. له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر انځورونه ښکته پورته کېږي، چې پکې څو تنو د کوتڼو په نوم کم‌یابه مرغان ښکار کړي دي.

د مرغانو دغه ښکار ته پر ولس سربېره ځینې طالبانو هم غبرګون ښودلی او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې کړې وه.
د نیمرو لپاره د طالبانو والي ویاند رحیم الله ساجد نن یکشنبې د ( کپ ۱۳مه) په خپله ټولنیزه رسنۍ اېکس کې لیکلي، هېچا ته به د کم یابه الوتونکو د ښکار اجازه ور نه کړي او له مرتکیبینو سره به یې قانوني چلند وشي.

100%

د طالبانو دغه چارواکي د نیول شوو، کسانو د هویت او تعداد په اړه څه معلومات نه دي ورکړي.
که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یو ځانکړي فرمان کې د کم یابه مرغانو پر ښکار بندیز لګولی دی، خو بیا هم وخت ناوخت د دې مرغانو د نیولو او د قاچاق په اړه راپورونه خپریږی.