• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیې په اوکراین کې د اوربند د خبرو اترو د ژر پیلېدو په اړه هیله ښودلې ده

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۸ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د یکشنبې په ورځ د انټالیا په سویلي ښار کې د یوې ډېپلوماتیکې غونډې په پای کې ویلي، چې ترکیه هیله لري چې په اوکراین کې د اوربند لپاره خبرې اترې ژر پیل شي.

ښاغلي فیدان د جمعې په ورځ د انټالیا د ډېپلوماسۍ د فورم په څنډه کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وکتل.

هغه خبریالانو ته ویلي، چې له ښاغلي لاوروف سره یې د اوکراین په ګډون پر یو شمېر مسایلو خبرې کړې دي.

ښاغلي فيدان وايي: "د اوکراين د مسالې په اړه زموږ نظر دا دی، چې دواړه خواوې د جګړې له لارې د هغه څه نهايي حد ته رسېدلي چې دوی یې کولی شي. مونږ فکر کوو چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې د اوربند په اړه خبرې اترې پیل شي.”

هغه وايي: "خبرې اترې د روسیې د اشغال د رسیمت پېژندلو په معنا نه دي،‌ بلکې د حاکمیت او اوربند مسالې باید په جلا توګه مطرح شي."

د ناټو غړی ترکیه چې په تور سمندرګي کې له اوکراین او روسیې سره سمندري پوله لري؛ پر اوکراین د روسیې له برید وروسته له دواړو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ساتلو هڅه کوي.

انقره د اوکراین د پوځي ملاتړ سربېره د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي؛ خو پر روسیې د بندیزونو مخالفت یې هم کړی دی.

ښاغلی فیدان وايي: "د ۵۰۰ زرو څخه د زیاتو کسانو مړینه او ټپي کېدل او د یو هېواد د زیربناو او ودانیو بشپړ ویجاړېدل داسې یو حقیقت دی چې زغمل یې اسانه نه دي."

هغه زیاته کړې، چې دغه وژنې او ویجاړۍ باید په یو ډول ودرول شي او د دې لپاره چې دغه وضعیت پای ته ورسیږي باید خبرې اترې له یو ځایه پیل شي او ټول اړخونه باید دا ومني.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د حماس یو پلاوی د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره قاهرې ته رسېدلی دی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۶ GMT+۰

د حماس یو پلاوی د یکشنبې په ورځ قاهرې ته رسېدلی، چې په غزه کې د شپږو اونیو اوربند په اړه د اسراییلي پلاوي سره خبرې اترې وکړي.

واشنګټن ویلي، چې د اوربند هوکړه لا د مخه اماده او د اسراییل له خوا منل شوې او یوازې د حماس لاسلیکولو ته انتظار ده.

په خبرو اترو کې ښکیلو غاړو د شویو پرمختګونو په اړه ډېر لږ معلومات شریک کړي دي.

وروسته له هغه چې د حماس پلاوی قاهرې ته ورسېد، یوه فلسطیني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه تړون "لا نه دی نهايي شوی". د اسراییل لوري لا دا هم په رسمي توګه نه ده منلې چې د دوی پلاوی به په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

یوې اسراییلي سرچینې ویلي، چې اسراییل به تر هغې قاهرې ته خپل پلاوی ونه لیږي تر څو چې حماس د ژوندیو پاتې شویو یرغملو کسانو یو پوره لیست اسراییل ته وړاندې نه کړي.‌

د یوې فلسطیني سرچینې په وینا؛ حماس دغه غوښتنه مخکې له وخته بللې او رد کړې یې ده.‌

سره له دې هم یو امریکایي چارواکي خبریالانو ته ویلي: "اوربند ته د رسېدو لار خورا واضح ده او یو تړون هم وار له مخې چمتو شوی دی، چې د اوربند د څرنکوالي په اړه دی."

د اوربند په اړه یوه هوکړه به د اسراییل او حماس په روانه جګړه کې لومړنۍ د غزېدو وړ اوربند رامنځته کړي.

دغې جګړې له پنځه میاشتې راهیسې دوام کړی او په نومبر میاشت کې یوازې د یوې اونۍ لپاره یو اوربند رامنځته شوی و.

د دغه هوکړې په پای کې په د حماس په بند کې لسګونه یرغمل د اسراییل په زندانونو کې له سلګونو فلسطینیانو سره تبادله شي.

ډونالډ ټرمپ: چین په افغانستان کې د باګرام پوځي اډه نیولې ده

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې امریکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او د بګرام پوځي اډه پرېښې ده. ښاغلي ټرمپ وویل: "له هغه ځایه یوازې یو ساعت دا اډه لرې ده، چېرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي او اوس چین بګرام اشغال کړی دی."

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا په ورجینیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې امریکا لېونۍ ده وویل چې امریکا لېونۍ ده، چې د افغانستان پر جګړه یې میلیاردونه ډالر ولګول.

نوموړي وویل: "که دوی د افغانستان په اړه زما خبرې اورېدلی وی؛ نو موږ به ډېر مخکې بېرته راغلي وی."

هغه وویل، چې د لوړپوړي چارواکي ملا عبدالغني برادر ته یې په تلیفوني اړیکه کې ویلي وو، چې "امریکایي عسکر ونه وژنئ او په ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې هېڅ امریکایي عسکر ونه وژل شو."

نوموړي د افغانستان په اړه د جوبایډن پر سیاستونو او د وتلو په ناکامې پروسې هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ویتنام پېښه په افغانستان کې هم تکرار شوه.

د تېر کال په نومبر میاشت کې ټرمپ ویلي وو، چې که ولسمشر شي، د بګرام هوايي ډګر کنټرول به بېرته تر لاسه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو، چې دوی به امریکا ته هېڅکله د بیا راتګ اجازه ورنه کړي.

د بشري حقونو فعالان: طالبان باید له ښځو سره د سیستماتیک تبعیض په خاطر محاکمه شي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو فعالانو سازمان له نړۍوالو محکمو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیستماتیک تبعیض په اړه خپلې څېړنې پیل کړي. دغه سازمان د هزاره او تاجک ښځو او نجونو خپلسري توقیف ته په اشارې سره د طالبانو د ډلې د مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون په ګډون د بشري حقونو اووه مهمو نړۍوالو کنوانسیونونو کې شامل شوی او د هغو د رعایتولو غوښتنه کوي.

د بشري حقونو فعالانو زیاته کړه، چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې په سیستماتیک ډول د دغه کنوانسیون او د بشري حقونو د نورو کنوانسیونونو له ټولو مادو څخه سرغړونه کړې ده.

د دې سازمان په وینا؛ طالبان هڅه کوي چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په بنسټیز کولو سره ښځې په ټولو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې له منځه یوسي.

د بشري حقونو د سازمان د اعلامیې له مخې؛ په نړۍوالو محاکمو کې د طالبانو د ډلې د مشرانو محاکمه کولی شي د عدالت د تامین او د معافیت د فرهنګ د پای ته رسولو لامل شي.

دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي د کنوانسیون له غړو هېوادونو غوښتي، چې له سیاسي ملحوظاتو پرته د عدالت په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د رژیم پر ضد دوسیه پرانیزي.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې د روم اساسنامې ته په اشارې سره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتل شوي، چې دغه موضوع د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړي.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ د وروستي راپور هرکلی شوی او له هغه څخه غوښتل شوي، چې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض موضوع په هر اړخیزه توګه وڅېړي او خپل وروستی نظر د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړي.

د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دې وروستیو کې په خپل نوي راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې تبعیض باید نه یوازې د هاګ په محکمه کې بلکې په نورو محکمو کې هم د بشري حقونو د سرغړونو مسایل تعقیب شي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې، شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند، شهباز شریف نن (یکشنبه) د پاکستان پارلمان لخوا د ۲۰۱ مثبو رایو په اخیستلو سره د پاکستان لومړي وزیر څوکۍ وګټله. د هغه په وړاندې د تحریک انصاف ګوند نوماند، عمر ایوب خان د دغه پارلمان ۹۲ رایې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر ۷۲ کلن شهباز شریف چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور دی د پاکستان د پارلمان له لوري د رايو په اکثریت د دغه هیواد لومړی وزیر وټاکل شو.

په پاکستان کې د تېرې فبرورۍ میاشتې په اتمه ټولټاکنې ترسره شوې چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د تاوتریخوالي له پېښو سره مل وې.

له هغه وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند، د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند او عوامي نشنل ګوند د ټاکنو پر بهیر او لومړنیو پایلو اعتراض کړی و.

دغو ګوندونو او ځینو نوموتو شخصیتونو د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو له امله پر دغه بهیر نیوکې کړې وې.

یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټو مېلر هم ویلي و چې د پاکستان په ټاکنو کې د هر ډول «درغلیو او لاسوهنو» شوې ادعاوې دې د دغه هېواد د قوانینو او تګلارو سره سمې په بشپړ راڼه ډول وپلټل شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د میټو میلر د خبرو په غبرګون کې ویلي و چې: «موږ د خپلې واکمنۍ په اډانه کې د خپلو کورنیو چارو په برخه کې پر کېدونکو پرېکړو باوري یو.»

د خېبرپښتونخوا په ټانګ ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو د یوه دولتي ښوونځي ښوونکی وژلی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۴۸ GMT+۰

سرچینې وايي، د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په جهنډوله سیمه کې نن سهار د صوبتي کلا دولتي عالي لېسې د ښوونکي شبیر نومي مړی موندل شوی. ځايي پولیسو ويلي، نوموړی تېره ورځ شنبه د ناڅرګندو وسله والو له لوري تښتول شوی و.

په خیبرپښتونخوا کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته نن یک شنبه د (کب ۱۳مه) وويل چې د صوبتي کلا عالي لېسې دغه ښوونکی مخکې تر دې هم د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو له لوري ګواښل شوی و.

لال وزیر وايي، دغه ښوونکی تېره ورځ ښوونځي ته پر لاره ناڅرګندو وسله والو له ځان سره بیولي و او نن سهار یې په ګولیو لګېدلی مړی موندل شوی.

د دغه وژل شوي شبیر نومي ښوونکي د کورنۍ یوه غړي، خبریال لال وزیر ته ویلي و چې له دې وړاندې هم په سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو دغه ښوونکي ته د دندې پرېښودو ګواښ کړی و خو وايي د بېوزلۍ له امله یې دنده نه شوی پرېښودلی.

د دغه ښوونکي د وژلو په اړه تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والې څه نه دي ويلي.

د ټي ټي پي وسله والې ډلې يوې څانګې په خیبرپښتونخوا کې د ښوونځیو ښوونکو ته خبرداري ورکړي چې خپلې دندې پریږدي، تر دې وړاندې هم د دغه ایالت په بنو، لکي مروت، شمالي او سوېلي وزیرستان، کورمه ایجنسۍ، مومند، باجوړ او خیبر ولسوالۍ کې د ښوونځیو ښوونکي وژل شوي وو.

د خیبرپښتونخوا اوسیدونکي د پاکستان حکومت د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د امنیت په راوستو کې پاتې بولي او وايي چې حکومت د یې امنیت وساتي خو حکومت تل د امنیت ټینګولو ډاډ ورکړی.