
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۸۱ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول. دغه وزارت وايي، دغه شمېر کډوال له پاکستانه د په زرو راستانه کړل شوي.
د طالبانو کډوالو وزارت نن دوشنبه د (کب ۱۴مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۱ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال تېره ورځ د کب په ۱۳مه هیواد ته راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوالې سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
تېره ورځ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.
د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته د نیمروز بندر له لارې یې د ۱۱ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د دو شنبې ورځ د (کب ۱۴مه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ۱۱ ټانکره بې کېفیته تېل یې د نیمروز له بندرڅخه بېرته ایران ته ورستانه کړي دي.
د کب درېیمه دغې ادارې ویلي و چې افغانستان ته یې د ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېلو مخه نیولې وه.
دغې ادارې درې اوونۍ وړاندې ادعا کړې وه چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې افغانستان ته د ۵۱۱ ټانکره بې کیفیته تیلو مخه نیولې.
د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د مرغومې په میاشت کې د نفتي توکو نهه زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته دننه شوي دي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د بندرونو په مهارولو سره به د بې کېفیته تېلو د ننوتو مخه ونیول شي.
د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران هغه، مسترد کړي دي.
د طالبانو دغه کړنه د ایراني چارواکو له غبرګون سره مخ شوې. شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي توکو د صادروونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي توکو پر ورګرځولو نیوکه کړې وه.
ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کېفیت معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي، افغانستان ته د تېلو ټانکرونو د ورتلو اجازه ورکوي.
طالبانو د دغه ایراني چارواکي ادعا رد کړې ده.
د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان د افغانستان پولې ته نږدې د یو ټن او ۲۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړ. ويل کیږي دغه نشه یي توکي په یوه لارۍ کې نیول شوي دي.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې احمد علي ګودرزي وویل چې دغه نشه يي توکي په یوه ټرانزیټي موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې د ایراني کارکونکو له لوري تر پېژندلو وروسته ونیول شول.
د ايران د پوله ساتو ځواکونو د قوماندان په وينا دغه موټر د میلک په پوله كې نیول شوی او له دې سره د نشه يي توكو د قاچاق په تور يو تن ونيول شو.
احمد علي ګودرزي نن دوشنبه د (کب ۱۴مه) وويل، چې نیول شوي نشه يي توکي چرس وو، چې په ډیره زیرکۍ سره په موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.
په وروستیو څو میاشتو کې په ځلونو د ایران پوله ساتو ځواکونو له افغانستان سره پر پوله د نشه يي توکو د نیولو خبر ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې په د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخواني اجراییوي رییس پينو الارچي په کابل نن دوشنبه له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي او دواړو لوريو د نشهیي توکو پر وړاندې د افغانستان او نړیوالې ټولنې پر ګډې مبارزې خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو رییس الوزرا په ارګ کې یوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي چې «د اسلام د دين ساتنه او پالنه یوازې زموږ پر غاړه ده او د ټولې نړۍ سترګې اوس یوازې موږ ته دي.» ملا محمد حسن په دغې ناسته کې ويلي، «نړې یوازې په افغانستان کې بشري حقونه غواړي او پر فلسطین ظلمونو ته پام نه کوي.»
د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن نن د طالبانو تر واک لاندې ارګ کې یوې غونډې ته ويلي چې د دغې ډلې تر واک لاندې د ټولو ادارو کاروکونکي دې له خلکو سره سم چلند وکړي.
د طالبانو تر واک لاندې له ارګ څخه نن دوشنبه د (کب ۱۴مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د طالبانو رییس الوزرا نن د ارګ په غونډه کې د فلسطین په اړه خبرې وکړې.
تر دې وړاندې هم طالب مشرانو په انفرادي ډول ورته څرګندونې کړې وې خو د نورو اسلامي هیوادونو په څېر یې د فلسطین په ملاتړ په ډله ییز لاریونونه او لویې غونډې نه دي کړې.
تېره میاشت د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلی و چې «که اړتیا شي له افغانستانه به فلسطین ته د استشهادیانو یو لښکر ور واستوي.»
د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت، د افغانستان د ژغورنې لپاره د یو ملي او ولسواک چتري جوړښت اړتیا او خنډ پیژندنې، په نوم دریم علمي سیمینار کې، په هیواد کې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره په عملي حل لارو بحث کړی.
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر، محمد اسماعیل غرنی وايي، چې د افغانستان د سولې او ولسوالۍ ملی نهضت له بیلابیو ګوندونو جوړ دی او دوی هڅه کوو چې خپله لمن لا پراخه کړي.
هغه وايي: "زمونږ هیله دا ده چې لکه نور هیوادونه وشو کولای چې په یو لویه او پراخه جبهه کې سره راټول شو او خپل هیواد له روان ناورین څخه وژغورو.”
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت د سراسري شورا غړی، غفور لیوال وايي، چې پر وطن یو انحصارګره شاتګپاله او مستبده ډله واکمنه ده، بشري حقونه تر پښو لاندې دي، او ښځې له هر ډول انساني حقونو څخه بې برخې دي.
هغه وايي، چې ولس له لوږې، وزګارۍ، سانسور او بې سرنوشتۍ څخه کړیږي. نوموړی زیاتوي: ((وطن منزوي شوي او د نیابتي ډلو سر راپورته کولو او خونړیو جګړو ویره مخ په زیاتیدو ده.))
ښاغلی لیوال وايي، چې د واکمن استبداد وسله وال مخالفین نه ولس ته د منلو وړ دي او نه هم نړۍ ته. هغه زیاتوي، چې د افغانستان خلکو لپاره جکړه نوره د زغم وړ نه ده، ځکه چې خلک له جګړو ستومانه دي. د نوموړي په وینا، یوه جګړه بله جګړه راپوته کوي، او افغانستان د جګړو یو نه ختمیدونکې لړۍ ته ټیل وهي.
ښاغلی لیوال وايي، چې افغانستان او نړۍ نه د حاکم استبداد دوام غواړي او نه یې فاسد مخالف وسله وال.
د نوموړي په وینا، د افغانستان اوسني وضعیت کې یو حیاتي څه ته چې اړتیا ده، هغه یو پیاوړۍ دریمګړۍ سیاسي جوړښت دی. هغه وايي، چې دغه جوړښت باید په سووله ییزه توګه د وضعیت د بدلون پیاوړي سیاسي اراده ولري، یعنې باید د دغي اوسني وضعیت د بدلون توان ولري او دا کار په داسې توګه وکړي چې نه نور انسانان ووژل شي، نه وطن وران شي، او نه افغانستان یو ځل بیا ونړیږي. هغه زیاتوي: "دغه جوړښت باید د وطن ځمکني بشپړتیا، ملي حاکمیت، لویې ګټې، سوله ییز پرمختګ او پرمختللی افغانستان وغواړي، اساسي قانون، ولسواکي، بشري حقونه، ملي ارزښتونه او اقتصادي ارزښتونو ژغورنه وغواړي."
د ښاغلي لیوال په وینا، دغه سیاسي جوړښت باید د حذف، انحصار، سرکوب، سانسور او استبداد مخالف وي، او د ټولنیز ژوند په هره برخه کې له خپلو روښانه او مدني، ملي او فرهنګي ارزښتونو سره سم د ښځو حقونه او هر اړخیزه ونډه ومني.
هغه وايي، چې ډیری لویې وړې سیاسي ډلې همدا غوښتنې لري، خو باید سره یو ځای او عملي کار پیل کړي. د نوموړي په وینا د افغانستان د خلکو او سیاسي ډلو ترمنځ د اعتماد بحران شتون لري، خو اوس اعتماد یو انتخاب نه بلکې مجبوریت دی.
د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې شکریه بارکزی بیا وايي، چې د افغانستان د بحران لپاره کله هم یوه افغاني نسخه نده وړاندې شوې. هغه زیاتوي: "مونږ هغه افغانان یو چې همیشه مو یوه بهرنۍ اجڼډا منلې، او خپل افغاني فکر باندې مو کار ندی کړی."
د نوموړې په وینا، افغان سیاستوال د خپلو وړو سیاسي اختلافونو لپاره، لویې ملي پروسې تخریبوي او د خلکو لپاره سیاسي ادرسونه یوازې د پخواني مجاهدینو او طالبانو پورې تړلي دي.
د ۱۴۰۰ کال په اسد میاشتې د پخواني جمهوریت له سقوط او د طالبانو له حاکمیدو وروسته، پخواني افغان سیاستوال اوس هڅه کوي چې له هیواده بهر سر راټول او د افغانستان د اوسني وضعیت د بدلون په اړه یو لاره چاره پیدا کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسیا د څانګې له مشرې های کیونګ جون سره په لیدنه کې د مرستو د غوښتلو پر ځای ویلي، چې د نظام اصول دوی ته له څه زیات ارزښت لري.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې های کیونګ جون په افغانستان کې د کډوالو د وضعیت له نږدې څارلو په موخه دغه هېواد ته سفر کړی.
په داسې حال کې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر تمه کېده، چې په دغه غوڼډه د کډوالو د روان ناوړه وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ته معلومات ورکړي؛ خو هغه لکه د نورو طالب چارواکو بیا هم د خپل نظام اصول ورته تشریح کړي او هغه یې له هر څه ډېر مهم بللي دي.
په دغه رپوټ کې د کډوالو د روان ستونزمن وضعیت په اړه او دا چې د ژمي په سړو ورځو کې پرته د حکومت له مرستې په خیمو کې شپې او ورځې سبا کوي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسیا برخې مشرې ته نه یوازې چې معلومات نه دي ورکړل شوی؛ بلکې کومه مرسته ترې هم نه ده غوښتل شوې.
د رپوټ له مخې؛ په غوڼډه کې یوازې د بشري مرستو د رسولو په میکانیزم خبرې شوې دي.
د شنونکو په باور؛ د افغانستان بې وزلو او اغېزمنو کډوالو ته د مرستې رسولو بهیر له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د محدودیدو له امله لا له وړاندې ستونزمن دی او دا چې اوس طالبانو د مرستندویه ادارو مشرانو سره په لیدنو کې په خپلو اصول ټینګار کوي، دغه چاره به لا پسې ستونزمنه شي.
د طالبانو له واکمنۍ وړاندې دا ډول لیدنې به تر ډېره د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د یو فرصت په توګه کارېدلې او افغان چارواکو به ځان د مرسته کوونکو ادارو د اصولو سره برابراوه.
د خوړو نړۍوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر او ډسمبر او د ۲۰۲۴ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې به ۱۵.۲ مېلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ وي.
دغه سازمان په خپل راپور کې چې د مرغومې په ۸مه خپور شوی، ویلي په دې اړمنو کې ۳.۶ مېلیونه هغه خلک هم شامل دي چې د خوړو د کمښت په بېړني پړاو کې دي.
په راپور کې راغلي، چې ۴ مېلیونه وګړي بیا له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې ۳.۲ مېلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي؛ افغانستان لا هم له یو لړ کړکېچونو سره مل هېواد دی او بشري وضعیت یې خورا ترینګلی دی.