• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیل حقاني کډوالو د عالي کمېشنرۍ چاراواکې ته: موږ ته د خپل نظام اصول له هر څه مهم دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۵۹ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسیا د څانګې له مشرې های کیونګ جون سره په لیدنه کې د مرستو د غوښتلو پر ځای ویلي، چې د نظام اصول دوی ته له څه زیات ارزښت لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې های کیونګ جون په افغانستان کې د کډوالو د وضعیت له نږدې څارلو په موخه دغه هېواد ته سفر کړی.

په داسې حال کې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر تمه کېده، چې په دغه غوڼډه د کډوالو د روان ناوړه وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ته معلومات ورکړي؛ خو هغه لکه د نورو طالب چارواکو بیا هم د خپل نظام اصول ورته تشریح کړي او هغه یې له هر څه ډېر مهم بللي دي.

په دغه رپوټ کې د کډوالو د روان ستونزمن وضعیت په اړه او دا چې د ژمي په سړو ورځو کې پرته د حکومت له مرستې په خیمو کې شپې او ورځې سبا کوي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسیا برخې مشرې ته نه یوازې چې معلومات نه دي ورکړل شوی؛ بلکې کومه مرسته ترې هم نه ده غوښتل شوې.

د رپوټ له مخې؛ په غوڼډه کې یوازې د بشري مرستو د رسولو په میکانیزم خبرې شوې دي.

د شنونکو په باور؛ د افغانستان بې وزلو او اغېزمنو کډوالو ته د مرستې رسولو بهیر له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د محدودیدو له امله لا له وړاندې ستونزمن دی او دا چې اوس طالبانو د مرستندویه ادارو مشرانو سره په لیدنو کې په خپلو اصول ټینګار کوي، دغه چاره به لا پسې ستونزمنه شي.

د طالبانو له واکمنۍ وړاندې دا ډول لیدنې به تر ډېره د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د یو فرصت په توګه کارېدلې او افغان چارواکو به ځان د مرسته کوونکو ادارو د اصولو سره برابراوه.

د خوړو نړۍوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر او ډسمبر او د ۲۰۲۴ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې به ۱۵.۲ مېلیونه افغانان د خوړو له کمښت سره مخامخ وي.

دغه سازمان په خپل راپور کې چې د مرغومې په ۸مه خپور شوی، ویلي په دې اړمنو کې ۳.۶ مېلیونه هغه خلک هم شامل دي چې د خوړو د کمښت په بېړني پړاو کې دي.

په راپور کې راغلي، چې ۴ مېلیونه وګړي بیا له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې ۳.۲ مېلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي؛ افغانستان لا هم له یو لړ کړکېچونو سره مل هېواد دی او بشري وضعیت یې خورا ترینګلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان متحده جبهه طالبانو ته: پېژنو مو او د هرې کړنې حساب به درسره کوو

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۰

د افغانستان متحدې جبهې د رهبرۍ غړو په یوې خبري غونډې کې طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د دغې ډلې ټول غړي ور معلوم دي او دوی به په افغانستان کې د طالبانو د هرې کړنې پوښتنه وکړي. د جبهې د غړو په خبره؛ طالبان د يوې معاملې له لارې واک ته رسېدلي او د ډېر پاتې کېدو تمه یې نه شته.

د افغانستان متحدې جبهې غړو نن یکشنبه (د کب ۱۳مه) په امريکا کې د سرتېري د ورځ په وياړ جوړې شوې غونډې کې په تېرو شلو کلونو کې د نظاميانو قربانۍ وستايلې.

په دې غونډه کې د وژل شويو سرتېرو کورنيو هم برخه اخيستې وه.

د همدې جبهې د رهبرۍ غړي خوشحال سادات په خپلو خبرو کې د نظاميانو کورنيو ته ډاډ ورکړ، چې دا "تورې ورځې" به پای ته رسیږي.

سادات وويل، چې د سياسيونو د بې اتفاقۍ او نړۍوالې سياسي معاملې له کبله دغه ډله واک ته رسېدلې.

نوموړي طالبانو ته په خطاب کې وويل: « ښه دې پېژنم او ښه مو پېژنئ، چې ځانمرګي به دې کول او موږ چې به درغلو د ښځو په جامو کې به پټېدلئ. غيرت مو را معلوم دی، تاسو بې فرهنګه او بېسواده ملایان ياست، چې د هرې کړنې پوښتنې به درڅخه کوو.»

د همدې جبهې د رهبرۍ يو بل غړي عبدالقيوم رحیمي هم د مخکني نظام پر مشرانو نيوکه وکړه، چې دوښمن ته يې د ورور خطاب کوی او طالب وژنې کولې.

نوموړی زياتوي، چې افغانستان "اشغال" دی او طالبان هېڅ ارزښتونو ته درناوی نه کوي.

د رحيمي په خبره، چې دا مهال هم د طالبانو په زندانو کې تر ۲۰ زره زيات نظاميان بنديان دي.

هغه وويل: «د هېواد مشرانو دوښمن ته د ورور خطاب کاوه، دوښمن ته باید د دوښمن په نوم وویل شي، طالب هېڅ ارزښتونو ته درناوی نه لري او يوازي خپلې شخصي ګټې پېژني.»

په غونډه کې د سرتېرو پر قربانۍ او له افغانستان څخه د دوی دفاع وستايل شوه.

د جبهې غړو ډاډ ور کړ، چې د افغانستان د ازادۍ په برخه کې به يې مبارزه جريان ولري او د افغانانو په سر معامله کوونکي به په تاريخ کې په بد نوم ياديږي.

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر جنرالانو، سیاستوالو او غړو د پخواني درې ستوري جنرال سمېع سادات په مشرۍ په ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په مياشت کې په امریکا کې د «افغانستان د متحدې جبهې» په نوم یو دغه سیاسي او پوځي سازمان جوړ کړ.

د جبهې مشر په خپله پرانيست غونډه کې ويلي وو، چې د خپل هېواد د بېرته تر لاسه کولو لپاره به هڅې کوي.

پاکستان ۵ لکه او څه باندې ۳ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږلي دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې له ۵ لکه، ۳ زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه راډیو د رسمي سرچینو په حواله لیکي، چې په تېره اونۍ کې له پاکستانه څه باندې پنځه زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

دغې رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې له پاکستان څخه د استوګنې له رسمي اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا هم روان دی.

پاکستان د تلې په میاشت کې هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه درلودل د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې له هېواده د وتلو امر کړی و.

له ټاکلې مودې وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو کور په کور تالاشي پیل کړه او ګڼ شمېر افغان کډوال یې ونیول او و اېستل.

که څه هم د پاکستان دغه اقدام په نړۍواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی؛ خو د پاکستان حکومت د افغان کډوالو شړلو ته دوام ورکړی.

تر دې مخکې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د اوسېدو له اسنادو پرته د کډوالو د ایستلو د پلان له تصویب راهیسې، ۵۴۱ کډوال چې ډېری یې افغانان دي، له دغه هېواده ایستل شوي دي.
​

ترکیې په اوکراین کې د اوربند د خبرو اترو د ژر پیلېدو په اړه هیله ښودلې ده

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۸ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د یکشنبې په ورځ د انټالیا په سویلي ښار کې د یوې ډېپلوماتیکې غونډې په پای کې ویلي، چې ترکیه هیله لري چې په اوکراین کې د اوربند لپاره خبرې اترې ژر پیل شي.

ښاغلي فیدان د جمعې په ورځ د انټالیا د ډېپلوماسۍ د فورم په څنډه کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وکتل.

هغه خبریالانو ته ویلي، چې له ښاغلي لاوروف سره یې د اوکراین په ګډون پر یو شمېر مسایلو خبرې کړې دي.

ښاغلي فيدان وايي: "د اوکراين د مسالې په اړه زموږ نظر دا دی، چې دواړه خواوې د جګړې له لارې د هغه څه نهايي حد ته رسېدلي چې دوی یې کولی شي. مونږ فکر کوو چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې د اوربند په اړه خبرې اترې پیل شي.”

هغه وايي: "خبرې اترې د روسیې د اشغال د رسیمت پېژندلو په معنا نه دي،‌ بلکې د حاکمیت او اوربند مسالې باید په جلا توګه مطرح شي."

د ناټو غړی ترکیه چې په تور سمندرګي کې له اوکراین او روسیې سره سمندري پوله لري؛ پر اوکراین د روسیې له برید وروسته له دواړو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ساتلو هڅه کوي.

انقره د اوکراین د پوځي ملاتړ سربېره د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي؛ خو پر روسیې د بندیزونو مخالفت یې هم کړی دی.

ښاغلی فیدان وايي: "د ۵۰۰ زرو څخه د زیاتو کسانو مړینه او ټپي کېدل او د یو هېواد د زیربناو او ودانیو بشپړ ویجاړېدل داسې یو حقیقت دی چې زغمل یې اسانه نه دي."

هغه زیاته کړې، چې دغه وژنې او ویجاړۍ باید په یو ډول ودرول شي او د دې لپاره چې دغه وضعیت پای ته ورسیږي باید خبرې اترې له یو ځایه پیل شي او ټول اړخونه باید دا ومني.

د حماس یو پلاوی د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره قاهرې ته رسېدلی دی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۶ GMT+۰

د حماس یو پلاوی د یکشنبې په ورځ قاهرې ته رسېدلی، چې په غزه کې د شپږو اونیو اوربند په اړه د اسراییلي پلاوي سره خبرې اترې وکړي.

واشنګټن ویلي، چې د اوربند هوکړه لا د مخه اماده او د اسراییل له خوا منل شوې او یوازې د حماس لاسلیکولو ته انتظار ده.

په خبرو اترو کې ښکیلو غاړو د شویو پرمختګونو په اړه ډېر لږ معلومات شریک کړي دي.

وروسته له هغه چې د حماس پلاوی قاهرې ته ورسېد، یوه فلسطیني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه تړون "لا نه دی نهايي شوی". د اسراییل لوري لا دا هم په رسمي توګه نه ده منلې چې د دوی پلاوی به په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

یوې اسراییلي سرچینې ویلي، چې اسراییل به تر هغې قاهرې ته خپل پلاوی ونه لیږي تر څو چې حماس د ژوندیو پاتې شویو یرغملو کسانو یو پوره لیست اسراییل ته وړاندې نه کړي.‌

د یوې فلسطیني سرچینې په وینا؛ حماس دغه غوښتنه مخکې له وخته بللې او رد کړې یې ده.‌

سره له دې هم یو امریکایي چارواکي خبریالانو ته ویلي: "اوربند ته د رسېدو لار خورا واضح ده او یو تړون هم وار له مخې چمتو شوی دی، چې د اوربند د څرنکوالي په اړه دی."

د اوربند په اړه یوه هوکړه به د اسراییل او حماس په روانه جګړه کې لومړنۍ د غزېدو وړ اوربند رامنځته کړي.

دغې جګړې له پنځه میاشتې راهیسې دوام کړی او په نومبر میاشت کې یوازې د یوې اونۍ لپاره یو اوربند رامنځته شوی و.

د دغه هوکړې په پای کې په د حماس په بند کې لسګونه یرغمل د اسراییل په زندانونو کې له سلګونو فلسطینیانو سره تبادله شي.

ندا محمد ندیم: دیني عالمان دې د ممبر له لارې د قصاص د حکم عملي کېدو څخه دفاع وکړي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د وروستیو اعدامونو په تړاو د نړۍوالو غبرګونو په اړه وویل، چې دیني عالمان دې د ممبر له لارې د قصاص د حکم د عملي کېدو څخه دفاع وکړي. په وروستۍ غبرګون کې اروپايي ټولنې په غزني او جوزجان کې د طالبانو وروستي اعدامونه غندلي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم نن یکشنبه (د کب ۱۳مه) د جامعه‌الایمان د احادیثو لویې دورې فراغت‌ غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې دغه ډلې پرلپسې په ولایتونو کې قصاص حکمونه عملي کړل؛ خو کفري نړۍ یې پر ضد غږونه پورته کړل.

ندا محمد محمد وايي؛ نړۍوال پر طالبانو نیوکه کوي، چې د عامو خلکو په مخکې د قصاص حکم عملي کوي؛ خو دوی د فلسطین غزې د ماشومانو او ښځو د وژلو پر وړاندې چپ او نه یې غندي.

ندا محمد ندیم له دیني عالمانو غواړي، چې له ممبره ګټه پورته کړي او د قصاص په اړه د کفري هېوادونو دې غبرګون ته ځواب ورکړی او د خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ وکړی.

طالبانو تېره دوشنبه په جوزجان کې یو کس په یوه لوبغالي کې اعدام کړ؛ تر هغه پنځه ورځې مخکې یې هم دوه کسان د غزني ښار په یوه لوبغالي قصاص کړل.

د طالبانو دغه اعدام باندې پر نورو بشري حقونو ادارو سربېره ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان هم نیوکه وکړه.

په غزني کې د طالبانو تر اعدام وروسته په همغه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.

یوناما په خپل اېکس کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.

تر یوناما یوه ورځ وروسته د بښنې نړۍوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ، چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي.

دې سازمان اعدام د نړۍوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی؛ خو طالبان وايي، چې دا هر څه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې او د نورو خلکو د عبرت لپاره کوي.