• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف د پاکستان د ۲۴م لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۰

شهباز شریف د دوشنبې په ورځ (د کپ ۱۴مه) د پاکستان د ۲۴م لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. ښاغلی شریف د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له پارلمان څخه د ۲۰۱ موافقو رایو په تر لاسه کولو سره د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې؛ د نوموړي د سوګند په مراسمو کې پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ، د پوځ مشر عاصم منیر، نواز شریف، اصف علي زرداري، بلاول بوټو زرداري او یو شمېر سیاستوالو ګډون کړی و.

د سند، پنجاب او بلوچستان د سر وزیرانو په شتون کې د ولسمشر په دفتر کې مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د پاکستان ټاکل شوی لومړي وزیر د ولسمشر عارف علوي له خوا لوړه وکړه.

ویل شوي، چې په دې مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او ډېپلوماتانو هم حضور درلود.

د راپورونو له مخې؛ د چین ولسمشر شي جین پینګ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په هغو بهرنیو مشرانو کې شامل دي، چې شهباز شریف ته یې د لومړي وزیرۍ د څوکۍ مبارکي ورکړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته: په شمالي وزیرستان کې وژل شوي شپږ جنګیالي افغانان وو

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د پاکستان ځايي چارواکي وايي، چې هغه شپږ جنګیالي چې په شمالي وزیرستان کې د فېبرورۍ په ۲۸ مه ووژل شول افغان اتباع او د تحریک طالبان پاکستان غړي وو. ځايي رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي، چې په پاکستان کې په «ترهګریزو» کړنو کې د افغان اتباعو لاس لرل یو ځل بیا تایید شوي دي.

د پاکستان ډان نیوز د سیمه ییزو سرچینو له خولې ویلي، چې په جګړه کې یو ۱۶ کلن ځانمرګی هم وژل شوی دی.

ډان نیوز د وژل شویو جنګیالیو هویت خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د خوست، لوګر او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکي وو.

تېره اونۍ د پاکستان امنيتي ځواکونو په شمالي وزيرستان کې شپږ وسله وال وژلي او په زياته اندازه وسلې او تجهيزات يې ترلاسه کړي دي.

تر دې مخکې پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو تور لګولی و، چې له تحریک طالبان پاکستان سره همکاري کوي او ادعا کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې اوسیږي او د امریکايي وسلو څخه په استفادې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

خو طالبانو بیا دغه ادعا رد کړې او پاکستان ته یې سپارښتنه کړې، چې د نورو د ملامتولو پر ځای دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.
​

د طالبانو د کډوالو وزارت: نږدې ۱۰۰ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۸۱ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول. دغه وزارت وايي، دغه شمېر کډوال له پاکستانه د په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو وزارت نن دوشنبه د (کب ۱۴مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۱ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال تېره ورځ د کب په ۱۳مه هیواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوالې سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

تېره ورځ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي.

پاکستاني امنیتي ادارو د محمود خان اڅکزي پر کور عملیات کړی او یو ساتونکی یې زنداني کړی

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سکرتر عبدالرحیم زیارتوال وايي، چې نن یکشنبه ماخوستن مهال د بلوچستان یو شمېر امنیتي ادارو د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند محمود خان اڅکزي پر کور عملیات کړي او یو ساتونکی یې نیولی دی.

ښاغلي زیارتوال په کوېټه کې د محمود خان اڅکزي پر کور عملیات او تالاشي غندلې او لامل یې په ملي جرګه کې د عمران خان په تړاو د محمود خان اڅکزي وروستۍ څرګندونې یاد کړی دی.

محمود خان اڅکزي دوه ورځې وړاندې د پاکستان په ملي جرګه کې ویلي وو، چې عمران خان د خلکو رایه اخیستې وه او د حکومت له خوا په ټاکنو د نوموړي په حق کې درغلۍ شوې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه لوړ رتبه سیاستوال زیاته کړې ده، چې پاکستانی حاکم حکومت له مختلفو لارو هڅه کوي، چې د سیاسیونو غږ ټپ کړي.

هغه وویل: "داسې ویل کیږي، چې امنیتي ادارو ته دا هدایت هم شوی دی، چې د محمود خان اڅکزي د کورنۍ غړو ته د مخدره توکو یوه قضیه جوړه کړي".

خو بل خوا د بلوچستان د اطلاعاتو لنډ مهالي وزیر جان اڅکزي ویلي، چې انتظامیه پولیسو د محمود خان اڅکزي کور ته څېرمه عملیات کړي، چې د محمود خان اڅکزي په کور پورې اړه نه لري.

نوموړي ویلي، چې د عملیاتو پر مهال د محمود خان اڅکزي د کورنۍ یوه ساتونکي د عملیاتو پر مهال خنډ رامنځته کړی و، چې د انتظامیه پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند رهبر محمود خان اڅکزی تېره ورځ د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري په مقابل کې د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند شو.

ښاغلی اڅکزی د پاکستان د تحریک انصاف او د سني اتحاد او اصف علي زرداري هم د مسلم لیګ نواز ګوند ملاتړ لري.

محمود خان اڅکزی په پاکستان کې یو پښتون ملتپال سیاستوال دی او له بلوچستان صوبې قامي اسمبلۍ ته کامیاب شوی دی.

د پاکستان ټولټاکنې د تېرې میاشتې پر اتمه وشوې، چې د شفافیت په اړه یې د اکثریت ګوندونو، سیاسي او مدني فعالانو اندېښنې راپورته شوې دي.

پاکستان ۵ لکه او څه باندې ۳ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږلي دي

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې له ۵ لکه، ۳ زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه راډیو د رسمي سرچینو په حواله لیکي، چې په تېره اونۍ کې له پاکستانه څه باندې پنځه زره افغان کډوال اېستل شوي دي.

دغې رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې له پاکستان څخه د استوګنې له رسمي اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا هم روان دی.

پاکستان د تلې په میاشت کې هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې د اوسېدو اسناد نه درلودل د اکتوبر تر لسمې نېټې پورې له هېواده د وتلو امر کړی و.

له ټاکلې مودې وروسته پاکستاني امنیتي ځواکونو کور په کور تالاشي پیل کړه او ګڼ شمېر افغان کډوال یې ونیول او و اېستل.

که څه هم د پاکستان دغه اقدام په نړۍواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی؛ خو د پاکستان حکومت د افغان کډوالو شړلو ته دوام ورکړی.

تر دې مخکې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د اوسېدو له اسنادو پرته د کډوالو د ایستلو د پلان له تصویب راهیسې، ۵۴۱ کډوال چې ډېری یې افغانان دي، له دغه هېواده ایستل شوي دي.
​

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې، شهباز شریف د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د مسلم لیګ (ن) ګوند نوماند، شهباز شریف نن (یکشنبه) د پاکستان پارلمان لخوا د ۲۰۱ مثبو رایو په اخیستلو سره د پاکستان لومړي وزیر څوکۍ وګټله. د هغه په وړاندې د تحریک انصاف ګوند نوماند، عمر ایوب خان د دغه پارلمان ۹۲ رایې ترلاسه کړې دي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر ۷۲ کلن شهباز شریف چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور دی د پاکستان د پارلمان له لوري د رايو په اکثریت د دغه هیواد لومړی وزیر وټاکل شو.

په پاکستان کې د تېرې فبرورۍ میاشتې په اتمه ټولټاکنې ترسره شوې چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د تاوتریخوالي له پېښو سره مل وې.

له هغه وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند، د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند او عوامي نشنل ګوند د ټاکنو پر بهیر او لومړنیو پایلو اعتراض کړی و.

دغو ګوندونو او ځینو نوموتو شخصیتونو د پاکستان په ټاکنو کې د درغلیو له امله پر دغه بهیر نیوکې کړې وې.

یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میټو مېلر هم ویلي و چې د پاکستان په ټاکنو کې د هر ډول «درغلیو او لاسوهنو» شوې ادعاوې دې د دغه هېواد د قوانینو او تګلارو سره سمې په بشپړ راڼه ډول وپلټل شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د میټو میلر د خبرو په غبرګون کې ویلي و چې: «موږ د خپلې واکمنۍ په اډانه کې د خپلو کورنیو چارو په برخه کې پر کېدونکو پرېکړو باوري یو.»