• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سرپل کې د سړې هوا او د کور د چت د نړېدو له امله پنځه کسان مړه شوي دي

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۰

په سرپل کې د طالبانو والي د سړې هوا او د یوه کور د چت د نړېدو له امله د پنځو کسان د وژل کېدو خبر ورکړ. حبیب الله مسرور د دوشنبې په ورځ وویل، چې په وژل شویو کې دوې ښځې، دوه ماشومان او یو سړی دی، چې له روغتیايي مرکز څخه د لرې واټن او پر وخت د نه رسېدو له امله مړه شوي دي.

ښاغلي مسرور د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۴ مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په کوهستانات، البدر او سانچارک ولسوالیو کې د واورې زيات اورښت د دغو کسانو د مړینې لامل شوی دی.

دغه طالب چارواكي زياته كړې، چې په البدر ولسوالۍ كې دوې ښځې او دوه ماشومان د سړې هوا او روغتيايي مركز ته پر وخت د نه رسېدو له امله مړه شوي او د كوهستاناتو ولسوالۍ په ده سرخ كلي كې يو سړى د کور د چت نړېدو له امله تر خاورو لاندی شوی او مړ شوی دی.

د سرپل ولایت د طالبانو والي زیاته کړه، چې په سانچارک ولسوالۍ کې د دوو کورونو چتونه نړېدلي او مالکینو ته یې ۵۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی دی.

په وروستیو ورځو کې زياتي واورې او سختې یخنۍ د ډېرو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په بلخ ولايت کې د واورو او يخنۍ له امله څه دپاسه ١١ زره کورني څاروي مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

شننه؛ افغانستان، د ویښتیا فرهنګي غورځنګ او بهر مېشتي افغانان

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

زما له نظره د افغانستان د ستونزې بنسټ فرهنګي دی. موږ له ټیټ ټولنیز شعور څخه ځوریږو او د ټولیز شعور د لوړولو ځای ملي فرهنګ او فرهنګي شخصیتونه و بنسټونه دي.

اوس چې افغانستان له بده مرغه له خپلو فرهنګي کادرونو مخ په تشېدو دی، یا هغوی چې دننه په افغانستان کې پاتې دي، بیا هم له بده مرغه، چې نه څه ویلا او نه هم څه کولای شي، په داسې حالاتو کې ټوله تمه بهرمېشتو افغانانو په تېره بیا بهرمېشتو فرهنګي افغانانو ته ده، که څه هم زموږ دغه تبعید شوي فرهنګیان هم د کډوالۍ په چاپېریال کې له ګڼو او ډول ډول ستونزو، ربړو، محرومیتونو او اندېښتو سره ژوند تېروي، خو بیا هم د «څه ویلو» توان او فضا لري.

د بهرمېشتو افغانانو په اړه لاندې ځانګړنې شمارلای شو:

۱ـ ګڼ افغانان ،هر چېرې چې دي، افغانستان یې نه دی هېرکړی او غواړي یو څه وکړي ،خو دقیقاً نه پوهېږي، څه وکړي او څنګه یې وکړي؟

۲ـ له نېکه مرغه، چې افغانان هر چیرته په خپل افغاني همت ژوند کوي؛ ځېنې پخواني راکډوال شوي یې ښه اقتصاد لري ځېنې یې منځنی او ځینې یې هم کمزوری، خوټول غواړي افغانستان او افغان انسان ته یې ګټه ورسېږي.

یوه ستونزه به هم په یادساتو، چې له بده مرغه یو شمېر افغانانو بې اتفافي هم له ځانه سره بهرته وړې، سلیقه یې اختلافونه، په ایډیولوژیو سره ویشل کیدل، حزبي دښمنۍ او ... یې لاهم په ماغزو او زړونو کې د پټو وسوسو په څېر ښوري را ښوري خو له دې سره سره د وطنپالنې لپاره ټول یو بختور حسادت لري، چې ښايي قدر یې وشي.

هو! بهر میشتي افغانان ډېر څه کولای شي او باید ویې کړي، دوی د افغانستان او افغان انسان ژغورنې لپاره تر هر چا ډېر کار کولای شي او دلایل یې هم دادي :

۱ـ دوی نسبتاً په آزادو او دیموکراتیکو ټولنو کې ژوند کوي او غږ یې تر ډېرو ځایونو پورې رسیدلای شي.

۲ـ اقتصادي حالت یې تر هېواد میشته هېوادوالو ښه دی او هر مثبت بدلون، سیاسي فعالیت او د ملي رهبرۍ د رامنځ ته کولو لپاره هڅه یوه اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

۳ـ له رواني او فکري پلوه دوی پیاوړي دي، ځکه نسبتاً په آرامو شرایطو کې ژوند کوي، دکورنۍ د نفقې غم یې هره شیبه نه سکونډي، او د بهرنیو هېوادونو د سیاستوالو له تجربو څخه یې زده کړه کړې، په دې پوهېږي چې په سړو مغزونو او ګرمو زړونو کار کول غوره دی او ښايي دا یې هم زده کړي وي چې د هغوی کوربانه ( د هغو هېوادونو خلک چې دوی په کې اوسېږي) څنګه له خپلو هېوادونو سره ریښتنې مینه لري.

۴ـ دوی مجرب او بانفوذه خلک دي ،ځکه پخوا یې په افغانستان کې په نسبتاً ښو شرایطو کې زده کړه او کار کړی او اوس اوس د نورو هېوادونو د سیاست کار او مبارزې تجربه هم لري، ځکه یې نو اعتبار هم په افغاني ذهنیتونو کې بد نه دی.

۵ـ دغه شمېر افغانان د هغې پېژندګلوﺉ او اړیکو پر بنسټ چې له نړیوالې ټولنې سره یې لري د یوه ملي لابي ګروپ په توګه د نړیوالو د ذهنیت په چمتو کولو او د یوې ملي رهبرۍ د رامنځ ته کېدو په ګټه د نړیوالو د پام را اړولو ډېر توان درلودلای شي.

د همدغو دلایلو پر بنسټ بهر میشتي افغانان دویښتیا دغورځنګ په بریالیتوب کې، چې د یوې ملي رهبرۍ تر سیوري لاندې د افغانستان د ژغورنې او ودانۍ علمي – عملي پروګرام پرمخ بیايي، بنسټیز رول لوبولی شي.

درېیمه لاره :

اوس به نو د څه کولو او څنګه کولو پر میکانیزمونو رڼا واچوو.

ټول بهر میشتي افغانان چې دافغانستان او افغان انسان لپاره د څه کولو اراده لري ښايي د همکارۍ او همغږۍ یو نړیوال جال جوړ کړي. دوی که په خلیج کې دي که په اروپا یا امریکا او استرالیا کې، که د پخوانۍ شوروي په هېوادونو یا د افغانستان په ګاونډیو، هند او یا بل ځای، د ویښتیا د غورځنګ بهر میشتی زړی ( هسته) جوړولای شي، چې بیا په کور دننه ( افغانستان کې) د ویښتیا د غورځنګ هڅې پیاوړې کړي. په افغانستان کې دننه د ملي رهبرۍ لپاره هڅې او بیا له دې لارې د ژغورنې د علمي او عملي کړنلارې د رامنځ ته کولو او عملي کولو لپاره د بهر میشتو مرسته خورا ضروري ده، د بهر میشتو افغانانو مرسته په لاندینیو مشخصو برخو کې مهمه ده :

۱ـ د ګډونونډې ( حق العضویت)، بسپنې، مالي مرستو او تجهیزاتو په برابرولو کې ونډه.

یادونه : د ویښتیا غورځنګ ښايي په خپله د بهر میشتو افغانانو په مرسته داسې یو شفاف او حساب ورکوونکی سیستم رامنځ ته کړي چې هر مرسته ورکوونکی افغان بشپړ ډاډ ولري چې یوپول یې هم بې ځایه نه ځي. مانا دا چې دا به د هغو NGO ګانو یا فرهنګي ټولنو په څېر کار نه وي چې له بده مرغه د بهر میشتو افغانانو اعتماد ته یې زیان وررسولی او دوی یې له نورو مرستو څخه زړه توري کړي دي.

۲ـ له نړیوالو مثبتو لوریو سره د تماس اود افغانستان د ملي ګټو لپاره د داسې بین المللي اړیکو جوړول چې د یوې ملي رهبرۍ په رامنځ ته کېدوکې لږ تر لږه خنډونه له منځه وړلای شي او نړیوالو ته داسې ذهنیت ورکړای شي، چې د ویښتیا دغورځنګ بریالیتوب یوازې د افغانستان نه ،بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی.

۳ـ د پوهې، تجربې او عملي هڅو پر بنسټ د جوړوشویو طرحو او فکرونو رالېږدول، بهر میشتي افغانان ښايي له دې اړخه هم دویښتیا غورځنګ پیاوړی کړي.

۴ـ د سختیو پرمهال له بهره د ملاتړ لاس راغځول :

دویښتیا د غورځنګ هېواد میشتي فعالین خامخا له ګواښ، محدودیتونو او ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېدای شي.

دا مهال نو بهر میشتي د پراخو اعتراضونو، خبرونو او دنړۍ د دیموکراتو، پر بشري حقونو ولاړو او د آزادۍ سرلارو غورځنګونو، بنسټونو او شخصیتونو مرسته راوننګوي، او په اصطلاح د مظلومو روښانتیاپالو افغانانو چیغه پورته کړای شي. نن سبا د مدني ټولنې نړیوال جال شته او په هر هېواد کې د مدني بنسټونو او شخصیتونو غږنړیوالې څپې رامنځته کولای شي. د افغانستان د مدني غورځنګونو غږ بهر میشتي افغانان ښه ترا او چتولای شي.

د ویښتیا او روښانتیا په دواړو پړاوونو کې بهر میشي افغانان ژوند بښونکې ونډه درلولای شي، موږ فکر کوو: دا د افغانستان د ژغورلو یوازینۍ لاره ده چې پر یوه ملي اوعلمي محور راټول شو ( پر علمي محور ځکه ټېنګار کوم چې ښايي د افغانستان دخپلو شرایطو پر بنسټ له فکر او غور وروسته جوړ شي).

که بهرمیشتي افغانان له سیاست څخه ستړي وي او وايي: له سیاسته یې تېر، بیا نو راځئ یوه فرهنګي حللاره وڅېړو او وګورو څوک به ورته رامخکې شي؟

ټول کورمیشتي او بهر میشتي افغانان، چې له زدکړو د خپلو بچیو پر پاتېدا ژاړي او هغوی، چې خواخوږي کوي، که لاس سره یو کړو، نو ځایناستې (بدیلې) لارې یې موندلای شو.

راځئ لاس په کارشو او نړۍ راوننګوو، یونیسکو، یونیسیف، ټول ملګري ملتونه، د زدکړو نور نړیوال بنسټونه او مرستندویان له ګریوانه راونیسو او دا دوه طرحې عملي کړو. بشري، مدیریتي او اکاډمیک ظرفیتونه خپل لرو، په مالي او تخنیکي برخه کې به نړیوال مرسته وکړي.

اول:

د افغان نجونو او هلکانو لپاره باید یوه نړیواله برېښنايي پراخه شبکه (انلاین ښوونځي او پوهنځي) جوړه کړو، چې له لومړي ټولګي تر دولسم او بیا په ټولو پوهنتوني څانګو کې افغان پېغلو او زلمیو ته وړیا درس ورکړي. نجونو او هلکانو ته مې ځکه وویل، چې په افغانستان کې نور نو د هیچا لپاره زدکړې نه شته، ځکه هغه بدلونونه چې په نصاب کې راروان دي، یوازې نجونې نه، بلکې هلکان هم له زدکړو شړي.

وړیا د زدکوونکیو او محصلینو لپاره، نه د استادانو او کارکوونکیو لپاره. په دې ورځو کې مې د ځینو کسانو ژمنې ولوستې، چې حاضر دي وړیا انلاین درس ورکړي، د دوی دې کور ودان وي، باید مننه ترې وکړو، خو پوهېږو، چې هریو کورنۍ لري، موږ باید داسې یوه لویه ملي پروژه طرحه کړو، چې په هغه کې په زرګونو استادان درس ورکړي او معاش ولري او میلیونونو زدکوونکیو او محصلینو ته داسې منظم درس ورکړي، چې د فراغت اسناد او دیپلومونه یې معتبر او پر نړیوال کچ د پېژندو وړ وي.

د دې طرحې جزئیات بل ځای غواړي او دلته یې شرحه ناشونې ده. د مدیریت لپاره یې د تېرو لسیزو فساد ته په کتو، که پر خپلو افغانانو باور کړلای نه شو، نو ښايي د یونیسکو، یونیسیف او نورو نړیوالو سازمانونو یوه کومېټه یې روڼتیا وڅاري یا یې حتی مدیریت کړي.

دویم:

موږ له رسنیز سقوط څخه هم کړیږو. افغانان اوس هېڅ ملي - افغاني رسنۍ نه لري، چې د (افغان او افغانستان) غږ پورته کړلای شي. پخوانۍ رسنۍ یا د ترهګرو تر اغېز لاندې راغلې، یا د پردیو په اشارو قومي شخړو ته لمن وهي او یا دومره کمزورې دي، چې شتون یې نه حس کیږي. ( څو سالمې رسنۍ به هم وي، خو اغېزمنتیا یې په هېڅ شمار ده) بهر میشتي افغانان که وکړلای شي یوه ملي - افغاني رسنیزه ټولګه (تلویزیون، راډیو، چاپي او انلاین) جوړه کړي، چې په نړیوال کچ د افغانستان د خلکو غږ پخپله دوی او نړیوالو ته ورسوي، زه باور لرم، چې له اغېزه به یې ملت په شعوري ویښتیا ځان له اوسمهالي ناورین څخه هم وباسي.

د دې لپاره هم عملي جزئیات شته، که افغانانو یې عملي کېدو ته لاسونه بډوهل ورسره شریک به شي.

راځئ!

که ترهګر راپرځولای نه شئ، پر خپل هېڅ افغان خواخوږي باور کولای نه شئ، نو لږ تر لږه د خپلو بچو لپاره د زدکړو او د خپلو غږونو د رسولو لپاره خو پر دغو طرحو عمل وکړئ!

د افغانستان د ملي موسیقۍ، انځورګرۍ، ادبیاتو، سینما، تیاتر او نورو هنرونو د ژوندي ساتلو لپاره په ګډه داسې میکانیزمونه رامنځته کول، چې هم د افغان فرهنګ ارزښتونه کوربنو (بهرنیو هېوادونو) ته ورمعرفي شي او هم د دغو ملي فرهنګي ارزښتونو پالنه او ساتنه وشي، هرکله که افغانستان د یوه ولسواک او ملي حاکمیت خاوند شو او راکډوال شوي افغانان بېرته ورستنېدل، نو کړلای شي، دغه پالل شوي، روزل شوي او پیاوړي شوي هنري او فرهنګي صنفونه او اثار بېرته هېواد ته ستانه کړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو د نظر درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو بندیزونو او اقتصادي ستونزو سربېره د سولې پیغام راډیو خپل ۲۰ کلن فعالیت ونمانځه

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۰

د پخواني جمهوري دولت له سقوط وروسته د طالبانو له خوا پر رسنیو د لګیدلو بندیزونو او په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله لسګونه رسنۍ په دې ونه توانېدې چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي؛ خو د سولې پیغام راډیو بیا د خپلو خپرونو ۲۰م کال نمانځلی دی.

د سولې پیغام راډیو مشر زاهد شاه انګار په دې اړه خوست ولایت کې جوړې شوې غوڼډې ته ویلي، چې په خپرونو کې د نوښت، د ټولنې د نبض سره د خپرونو عیارولو او د عوایدو د نادودیزو لارو په ګټه اخیستو سره یې خپلې خپرونې جاري ساتلې دي.

هغه نورو رسنیو ته هم سپارښتنه کړې، چې له دغو لارو چارو ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا لا هم ګڼ خبریالان تر فشار لاندې دي، معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی، پر ښځینه خبریالانو جدي بندیزونه لګېدلي دي او لسګونه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.

د خبریالانو مرکز په خپل وروستي راپور کې د طالبانو له خوا پر رسنیو او رسنوالو وروستي بندیزونه د اندېښنې وړ بلل شوي او یاد بندیزونه یې د بیان پر ازادۍ بندیز بللی دی.

په وروستیو کې په کندهار کې د طالبانو والي په رسنیو کې د تصویر پر خپراوي نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې د تصویر اخیستل کبیره ګناه ده او باید ځان ترې وساتل شي.

قطر په پوځي نندارتون کې د طالبانو د پلاوي لپاره د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ کارولی

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۰

په دوحه کې د دفاع وزارت په نړۍوال کنفرانس کې چې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د دفاع وزیرانو پکې برخه اخیستې وه، د طالبانو د پلاوي لپاره د طالبانو د سپین بېرغ پر ځای پکې د افغانستان ملي بېرغ کارول شوی دی.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د قطر پلازمېنې دوحې ته د "دوحه نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون او کنفرانس" کې د ګډون لپاره تللي دي.

په دغه نندارتون کې د وزیرانو او د پوځ د لوی درستیزانو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ۶۷ پلاویو برخه اخیستې وه.

قطر د دې ډلې د دفاع وزیر ملا یعقوب په مشرۍ د طالبانو د پلاوي لپاره په نندارتون کې د طالبانو د بېرغ له لګولو ډډه کړې او پر ځای یې د افغانستان ملي درې رنګه بېرغ کارولی دی.

قطر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له دغې ډلې سره ډېپلوماټیکې اړیکې لري او د دغې ډلې سیاسي دفتر له څو کلونو راهیسې په دوحه کې فعالیت کوي.

ملا یعقوب تر دې وړاندې په ۱۴۰۱ کال کې د سرطان په میاشت کې قطر ته تللې و.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته ډېری بهرني ډېپلوماتیک ماموریتونه له کابل څخه دوحې ته لیږدول شوي.

د طالبانو استخباراتو په کابل کې طالب پلوه د ټولنیزو رسنیو فعال "مبین" نیولی دی

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۰

سرچينې تاييد کړه، چې د طالبانو استخباراتي مامورينو د دې ډلې یو پلوي، چې ځان ته "جنرال مبين" وايي په کابل کې له خپل موټره ښکته کړی او نيولى دى. ښاغلي مبین تېره اونۍ ویلي وو، چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر یې بهر ته د سفر مخه نیولې ده.

نوموړي په دغه انتقادي یادښت کې لیکلي وو، چې طالبانو له کوم جرم پرته د سوداګرۍ د سفر اجازه نه ده ور کړې.

په اېکس ټولنیزه شبکه کې د ښاغلي مبین د کارونکي پاڼې د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) یوه ویډیو خپره کړه، چې ظاهراً د دې طالب پلوه څېرې پر موټرو د طالبانو د استخباراتو مامورینو له برید څو شېبې وروسته د هغه نیول ښيي.
​

د فریډم هاوس نوی راپور؛ افغانستان د ازادۍ او ډېموکراسۍ په برخه کې بد ترین هېواد ګڼل شوی

۱۴ کب ۱۴۰۲ - ۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۰

فریډم هاوس په دې وروستیو کې د نړۍ په هېوادونو کې د ۲۰۲۴ کال د ازادۍ او ډېموکراسۍ د وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړی دی او افغانستان یې د ازادۍ په برخه کې د بدترینو هېوادونو په قطار کې شمېرلی دی.

دغه سازمان چې د امریکا د حکومت په مالي مرسته کار کوي وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نورو ۱۴ هېوادونو او سیمو په پرتله ښه دی.

فریډم هاوس لیکلي: "د افغانستان د منتخب حکومت له نسکورېدو راهیسې (د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې) د طالبانو ډلې د هېواد سیاسي فضا بنده کړې ده، د نوي رژیم له خوا له خپل حکومت سره مخالفت نه ښيي او د ښځو او اقلیتونو حقونه محدود شوي دي."

د دې پر بنسټ؛ فریډم هاوس د ۲۰۲۴ کال لپاره په خپله نوې ارزونه کې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تر ټولو بد هېواد بللی دی.

100%

خو د امریکايي بنسټ په نوي راپور کې په زړه پورې خبره دا ده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ازادۍ او ډیموکراسۍ په حالت کې له ژورو بدلونونو سره - سره دغه هېواد لا هم د نړۍ د د ازادۍ کور لید ۱۴ نورو هېوادونو په پرتله په ښه وضعیت کې دی.

د فریډم هاوس په راپور کې د هغو هېوادونو او سیمو له جملې څخه چې د طالبانو د ډلې تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پرتله بد وضعیت لري، د سوریې، تاجکستان، سوډان او کریمیا سیمې نومونه لیدل کیږي، چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له یوه ټولپوښتنې وروسته له افغانستان سره یوځای کړل.