عبدالسلام ضعیف: د عصري علومو مخالفان جاهل او د اسلام په جامه کې د مسلمانانو دوښمنان دي

په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف د طالبانو غړو ته لارښوونه کړې، چې د دیني زده کړو ترڅنګ، عصري زده کړو ته هم پام وکړي. نوموړي د عصري علومو مخالفان جاهل او د مسلمانانو شعوري دوښمنان بللي دي.