پاکستان کې د پولیو کمپاین له یوه ساتوونکي پولیس سر پرې شوی او دوه نور ټپیان دي

سیمه ییزې سرچینې وايي د بلوچستان په مستونګ کې له یوه پاکستاني پولیس څخه سر پرې شوی او مړی یې په یوه شاړه کې غورځول شوی. ‏په یو بل خبر کې د خېبر پښتونخوا د باړې په بر قمبرخېل سیمه کې موټرسایکل سپرو وسله والو یو پولیس او د پولیو یو کارکوونکی په ډزو ویشتلي او ټپیان کړي دي.