د پاکستان په شمالي برخو کې د بارانونو او واورو له امله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي دي

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا او شمالي ګلګت بلتستان سیمه کې د سختو بارانونو او واورو له امله په تېرو پنځو ورځو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.