د امریکا سفارت: د افغانانو لپاره د لوړو زده‌کړو وړیا کورسونه پیلوو

د افغانستان له پاره د امریکا سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې لوړو زده‌کړو ته د افغانانو د لاسرسي د ملاتړ د پروګرام له لارې په سوداګرۍ، معلوماتي ټېکنالوژۍ، ساینس، روغتیا او حقوقو برخو کې روزنیزې دورې پیلوي.