د هواپوهنې اداره: نن د افغانستان په ۹ ولایتونو کې د درنې واورې او زورورو بارانونو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې ویلي، چې د افغانستان په نهو ولایتونو کې د درنې واورې او زورور بارانونو تر څنګ په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.