• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتونخوا ملي عوامي ګوند پېښور کې هم ټاکنو کې د درغلۍ په اعتراض کې مظاهره وکړه

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۱۳ GMT+۰

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ټاکنو د درغلیو او د ګوندي مشر پر کور او ملکیتونو د چاپې په اعتراض کې مظاهره وکړه. دغه ګوند پرون د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د ګوندي مشر محمود خان اڅکزي پر کور او ملکیتونو د چاپې په اعتراض کې مظاهره کړې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د کوټې له مظاهرې سره هممهاله په پېښور پرېس کلب کې غونډېدو سره په ټاکنو کې د پوځ لاسوهنه او د ښاغلي اڅکزي پر ملکیتونو چاپه وغندله.

دغه ګوند وايي، د مارچ پر دریمه د پاکستان امنیتي ادارو کوټه کې د ښاغلي اڅکزي د شخصي او ګوندي جایدادونو چاپه اچولې ده، خو ځايي چارواکي وايي، د نوموړي پر هغه کور یې چاپه اچولې او ترې اخیستی یې دی چې قبضه یې پرې کړې یا غصب کړی یې و.

د محمود خان اڅکزي په هکله د امنیتي ادارو دغه ګام په داسې مهال دی چې نوموړی په ټاکنو کې د سني اتحاد او عمران خان له خوا ولسمشرۍ ته نوماند دی.

محمود خان اڅکزی وايي، ټاکنو کې پوځ په لاسوهنې سره نتیجې بدلې کړې، خو په اصل کې بندي عمران خان د دې ټاکنو اکثریت ګټلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

برېتانیې د ایران له خوا روسیې ته د بالستیک توغندیو ورکول ومنل

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د بريتانيا د دفاع وزير ګرانت شاپس اعلان وکړ، چې په لندن کې د تر لاسه شويو معلوماتو پر بنسټ ایران روسيې ته ځمکني ويشتونکي بالستيک توغندي ورکړي دي.

شاپس له ده هاوس اونیزې سره په مرکه کې له ایران څخه روسیې ته د توغندیو د استولو راپورونه تایید کړل او زیاته یې کړه، چې په دې اړه نور جزیيات نه شي ورکولی.

هغه د ایران په سیاستونو نیوکه وکړه او تهران یې د نړۍوالو شخړو په رامنځته کولو او پراخولو تورن کړ.

د برېتانيا د دفاع وزير روسيې ته د بې پيلوټه الوتکو او باليستيکي توغنديو په ورکولو کې د ايران د حکومت اقدام ته په اشارې سره وويل: «موږ شاهدان يو هر کله، چې په نړۍ کې شخړې رامنځته کيږي، ايران زيات مهال هغه ته لمن وهي.»

د شاپس په خبره د ایران منفي اغېزې یوازې په منځني ختیځ پورې محدودې نه دي او له مسکو څخه د تهران د ملاتړ له امله اوس اروپا ته هم رسېدلي دي.

تر دې مخکې رویټرز د فېبروري په دويمه د شپږو باخبرو سرچینو په حواله راپور نشر کړی و، چې ایران روسیې ته څه د پاسه ۴۰۰ بالستیک توغندي ورکړي، چې په هغو کې د لنډ واټن ویشتونکي فاتح او ۱۱۰ذوالفقار توغندي شامل وو.

کارپوهان وايي؛ دغه توغندي کولی شي له ۳۰۰ تر ۷۰۰ کیلومتره واټن کې هدفونه په نښه کړي.

رویټرز زیاته کړه، چې د توغندیو څلور کارګو روسیې ته استول شوي او په راتلونکو اونیو کې به نور هم ولېږدول شي.

تر دې مخکې د رویټرز د راپور په غبرګون کې سپینې ماڼۍ ویلي وو، چې روسیې ته د ایراني توغندیو د استولو په اړه د اټکلونو د تایید لپاره اسنادو ته اړتیا لري.

د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند جان کربي د فېبروري په درېيمه نېټه تهران ته خبرداری ورکړ، چې که روسيې ته د توغنديو د لېږلو په اړه راپورونه رښتيا شي، دغه هېواد به د نړۍوالې ټولنې له «چټک او سخت» غبرګون او د واشنګټن له لا زياتو بنديزونو سره مخ شي.

ایران روسیې ته د بالستیک توغندیو ورکول رد کړي دي.

د ایران حکومت چې د مسکو له مهمو متحدینو څخه ګڼل کیږي، تر دې وړاندې پر دوی تور و، چې روسيې ته یې شاهد ۱۳۱ او شاهد ۱۳۶ وژونکې بې پېلوټه الوتکې استولي؛ څو په اوکراین کې د پوځي عملياتو پر مهال ترې کار واخیستل شي.

سیویک یو ایس: پاکستان د بشري حقونو او مدني ازادیو څخه د سړغړونکو د څار په نوملر کې شامل شو

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۳۴ GMT+۰

سیویک یو ایس مانیټور نړۍوالې څېړنیزې ادارې پاکستان د نړۍ د هغو هېوادنو د څار په نوملړ کې شامل کړ، چې پر مدني ازادیو بندیز، د سیاسي مخالفینو ځپل، له بشري حقونو سرغړونه او پر خبریالو فشارونه پکې زیات شوي دي.

دغې ادارې د پاکستان وروستیو ټاکنو ته په اشارې نن سې شنبه یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې د اپوزسیون ځپل، پر مدني ازادیو بندیز، له بشري حقونو سرغړونه او جبري ورکېدل زیات شوي او دغې ادارې لسګونه داسې اسناد یې تر لاسه کړي، چې ښيي په لوی لاس یو شمېر سیاستوالو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

یاده اداره په خپل راپور کې زیاتوي، چې د ټاکنو پر مهال یو شمېر ټاکنیز ګروپونه ځپل شوي او د ټاکنیزو کمپاینونو مخه یې په لوی لاس نیول شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې له ټاکنو وړاندې او وروسته یو شمېر سیاستوال، مدني فعالان او خبریالان نیول شوي او شکنجه شوي دي.

یاده اداره زیاتوي، چې په پاکستان کې پر سوله ییزو لاریونونو هم په بېلابېلو بڼو فشارونه زیات شوي او ځینو لاریونونو ته اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

راپور زیاتوي، چې په یو شمېر سیاستوالو پوځي مقدمې ثبت شوي او دا چاره د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی، چې له امله یې مدني او سیاسي چارې شدیدې ځپل شوي دي.

په پورته نوملړ کې د پاکستان په ګډون پنځه نور هېوادونه شامل دي
100%
په پورته نوملړ کې د پاکستان په ګډون پنځه نور هېوادونه شامل دي

سیویک یو ایس په خپل راپور کې ویلي، چې د یو شمېر اداراتو له خوا پر رسنیو بندیزونه لګېدلي، چې له امله یې د عمران خان او د هغه د ګوند د غړو د ویناو پر خپرېدو بندیز لګېدلی دی.

دغې ادارې زیاته کړه، چې په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅانو خپلسرې نیونې او د دغو قومونو پر وړاندې د بشري حقونو ضد عملیات ترسره کېدل د دې ګواهي ورکوي، چې په پاکستان کې مدني ازادۍ کمزورې شوي، د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي او دغه هېواد د نړۍوالو قوانین سره په ټکر کې واقع شوی دی.

سیویک یو ایس مانیټور د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د مدني ازاديو، بشري حقونو او بیان ازادۍ په اړه یوه څېړونکې اداره ده، چې سلګونه مدني او څېړنیز بنسټونه یې غړیتوب لري.

تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغې نړۍوالې ادارې د پرېکړې او راپور په باب څه نه دي ویلي.

طالبان: د وسلو تولیدونکي هېوادونه باید د بې ګناه خلکو د ډله ییزو وژنو لامل نه شي

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

که څه هم د طالبانو ډله په نړۍواله کچه په ډله ییزو وژنو تورنه ده؛ خو د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د وسلو تولیدونکي او پلورونکي هېوادونه باید د بې ګناه خلکو د ډله ییزو وژنو لامل نه شي.

دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړۍوالې ورځې ته په درنه سترګه ګوري؛ خو د وسلو له هغو تولیدونکو هېوادونو چې له دې برخې ګټې تر لاسه کوي غواړي باید د انسانیت د تباهۍ لامل نه شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په خپله اعلامیه کې د عامو خلکو د وژلو د مخنیوي په اړه لیکلي، چې دغه ډله له تېرو شلونو کلونو راهېسې په افغانستان کې د زرګونو بې ګناه او عامو افغانانو په وژلو تورنه ده.
دغه وزارت همداراز وایي: "د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړۍواله ورځ د سولې ساتلو او د نړۍوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري، دودیزو او غیر دودیزو وسلو کارول کولی شي انسانیت، چاپېریال او دوامداره پرمختګ ته جدي ستونزې پېښې کړي."
په خبرپاڼه کې افغانستان له هغو هېوادونو څخه بلل شوی، چې له څو لسیزو راهېسې د بهرنیانو له خوا د وسلو د ازمایښت د سیالۍ په ډګر بدل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو له طرحه کوونکو، ملاتړو او تمویلوونکو څخه ګڼل کیږي، چې د ځانمرګو بریدونو له امله په افغانستان کې سلګونه ډله ییزې وژنې شوې دي.

خبرپاڼې همداراز زیاته کړې، چې له غیر مسووله وسله والو کسانو څخه د ناقانونه وسلو د ټولولو بهېر د طالبانو له خوا روان دی.

د چین د عصري کرنیزو تجهیزاتو لومړنۍ جوپه پاکستان ته ورسېده

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۰

د زرغون پاکستان نوښت په نوم د چین د کرنیزو تجهیزاتو لومړنۍ جوپه د خنجراب له لارې نن پاکستان ته ورسېده. د زرغون پاکستان نوښت سره به د دغه هېواد د کرنې د اوبه خور سیستم کې بدلون راشي او د دغه هېواد کرنه به پر ځیرکه کرنه بدله شي.

د پاکستان دولتي رادیو د خبر له مخې؛ د چین په دې غصري کرنیزو تجهیزاتو کې، شل تراکتور، د څاڅکي او پیپ یا نل له لارې د کرنې د پڼه کولو یا اوبه کولو او د سپوږمکۍ او ډرون له لارې د کرنې د کنټرول وسایل شامل دي.

دغه په ټیکنالوجۍ سمبال وسایل به د پاکستان د کرنیز سیستم پر پیاوړتیا او پرمختګ سربېره د دغه هېواد د صنعت په ښه والي کې هم مرسته وکړي.

پاکستان چې د اقلیمي بدلون له امله د اوبو د کمښت له زیاتېدونکې ستونزو سره مخ دی، د کرنې په عصري کولو سره غواړي چې په دې برخه کې خپل مشکلات کم کړي.

فېسبوک او انسټاګرام له نېږدې یو ساعت ځنډ وروسته په ټولې نړۍ کې بېرته په کار پیل وکړ

۱۵ کب ۱۴۰۲ - ۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د میټا بېزنس دوه خواله رسنۍ "فېسبوک او انسټاګرام" له نېږدې یو ساعت ځنډ وروسته په ټولې نړۍ کې بېرته په فعالیت پیل وکړ.

د میټا بېزنس مشهورې خواله رسنۍ "فیسبوک او انسټاګرام" په اروپا، امریکا او اسیا کې د ګرینویچ په وخت د مازیګر له درې نیمو بجو وروسته کار پرېښی و.

د مېټا بېزنس مشر مارک زوکربرګ پر خپلې خوالې رسنۍ د دغې ستونزې د حل اعلان وکړ.

دا له څو کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې فیسبوک او انسټاګرام له ورته ستونزې سره مخ کېږي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۹ کال جولای کې فیسبوک، انسټاګرام او وتسپ په یو وخت مختلفو هېوادونو کې له کار لوېدلي وو.

میټا بزنس د ټولنیزو شبکو یو ګروپ دی، چې په ټوله نړۍ کې له څلورو میلیاردو ډېر کارن لري.