د طالبانو ستره محکمه: په هلمند کې مو څلور تنه په عام محضر کې په دورو ووهل

د طالبانو ستره محکمه وايي، په هلمند کې یې څلور تنه د «غلا، لواط او نامشروع اړېکو» په تور په عام محضر کې په سزا رسولي. دغه محکمه زياتوي چې دغه څلور تنه د هلمند ولایت د ښاري لومړۍ محکمې له لوري محکوم شوي وو.