ټيټيپي: د م.م د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د دایمي استازي څرګندونې بې بنسټه دي

د پاکستان د طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دايمي استازي "منیر اکرم" څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه شان څرګندونې هیڅ ډول بنسټ نه لري او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې په دغسې بې بنسټه څرګندونو باور و نه کړي.