افغانستان نن د اېرلنډ پر وړاندې د دویمې یو ورځنۍ لوبې لپاره مخامخېږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اېرلنډ پر وړاندې خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي. دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت ۴بجې په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي. تر دې وړاندې افغانستان د اېرلنډ پر وړاندې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۳۵ منډو په توپیر وګټله.