• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ملي لوبغاړي نور علي ځدراڼ نړیوال کرېکټ پرېښود

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړي نورعلي ځدراڼ نن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. د کرېکټ بورډ د خبرپاڼه له مخې، نوموړي ته د افغانستان او ایرلنډ د لوبلړۍ له پیلېدو مخکې د مخه ښې مراسم جوړ شوي و.

نور علی ځدراڼ په ۲۰۰۹ م کال کې د افغانستان په استازۍ نړیوال کرېکټ ته وتلو سره لومړنۍ لوبه له سکاټلنډ سره وکړه.

په نړیوال کرېکټ کې د نوموړی وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ سره وه چې افغانستان پکې ماته وخوړه.

افغان کرېکټ بورډ وايي، نور علي ځدراڼ تر اوسه د افغانستان په استازیتوب دوه ټېسټ، ۵۱ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۳ نړیوالې شل اوره سیالۍ کړې دي.

نوموړي په نړیوال کرېکټ کې د یوې سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزو پر مټ نږدې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

طالبان د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو راپور «مغرضانه» بولي

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر د ملګرو ملتونو دا راپور مغرضانه بولي چې افغانستان کې د تېر کال بر تله سږ کال امنیتي پېښې ۳۷ سلنه ډېرې شوې دي. د ذبیح الله مجاهد دفتر د ملګرو ملتونو دا راپور پر «اسلامي امارت د فشار اچولو لپاره د ځینې استخباراتي کړیو او شریرو لورو» په غوښتنه بولي.

د طالبانو دا غبرګون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش راپور ته دی چې امنیت شورا ته یې وړاندې کړ.

ښاغلي ګوتېرش په خپل راپور کې ویلي، د تېر کال د نومبر له لومړۍ د تېرې جنورۍ تر لومړۍ نېټې امنیتي پېښې د تېر کال تر همدې مودې ۳۷ سلنه ډېرې شوې دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د دې امنیتي پېښوې ډېری برخه د افغانستان په مرکزي او بیا شمالي ولایتونو کې ده.

د ملګرو ملتونو راپور کې دا هم ویل شوي چې د امنیتي پېښو زیاتوالی تر ډېره د نشه يي توکو ضد عملیاتو کې دی.

خو طالبان وايي، د دې په ځای چې ملګري ملتونه له نشه يي توکو سره د دوی د ځواکونو مبارزه وستايي، دا موضوع په افغانستان کې د ناامنۍ په توګه یادوي.

طالبان دا هم وايي، چې ځواکونه یې په افغانستان کې د قانون ضد عناصرو په تېره، د مفسدانو، غلو، انسان تښتوونکو، قاچاقبرو او جنایتکارو پرضد شپه ورځ پر مبارزه بوخت دي او له امله یې تر تېر کال په دغه هېواد کې خوار ښه مثبت بدلون راغلی او پېښې کمې شوې دي.

طالبان په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې له تېر کال راهیسې یې له ۱۴ زرو ډېر قاچاقیان نیولي او محکمو ته یې سپارلي دي او تر پنځه نیم زره ټنه نشه يي توکي یې له منځه وړي دي.

دوی دا هم وايي چې د نشه يي توکو د تولید ۱۲ سوه فابریکې یې له مڼځه وړې او ۱۵ زره درې سوه هکتاره ځمکه یې له نشه يي توکو پاکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو راپور کې د طالبانو پرضد د دوی د مخالفو وسلوالو ډلو د بریدونو شمېر کم ښودل شوي او ویل شوي چې د تېر کال پرتله همدې کال کې دا پېښې یوه کمه ده.

انتونیو ګوتېرش دا هم ویلي چې د طالبانو مشرتابه له خپلمنځي اختلاف سره مخ دی او د دې ډلې له خوا له ټولبښنې سره بیا هم د پخواني حکومت نظامیان او کارمنان په نښه کېږي.

خو د طالبانو د ویاند په اعلامیه کې دې او نورو مسلو ته اشاره نه ده شوې.

ملګري ملتونه: کندهار کې مو د څه باندې درې لکو ډالرو په ارزښت یو ښوونځی جوړ کړی

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۳ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر وايي، په کندهار کې یې د ۳۱۷ زرو ډالرو په ارزښت یو ښوونځی جوړ کړی. دغه دفتر وايي، یاد ښوونځی ۱۶ درسي ټولګي لري چې د «واو» په نوم د بشري حقونو یوې موسسې یې د جوړېدو چارې مخته وړې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو این ایچ سي ار) دفتر نن پنج شنبه د (کب ۱۷مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ښوونځی یې هغو ځوانو زده‌کوونکو ته جوړ کړی چې له دې وړاندې یې په یوه کرايي کور کې له څوکیو او مېزونو پرته زده‌کړې کولې.

100%


دغه دفتر وايي، یاد ښوونځی په لمرېزه برېښنا سمبال دی، او له لومړنیو اسانیاو برخمن دی، چې په دې سره به د زده‌کړو بهیر په دغې سیمه کې وغوړيږي او د دې چارې مثبتې پایلې به څرګندې شي.
د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د کندهار ښار د مرکز په نهمه ناحیه کې د ۳۱۷زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
د دغه ریاست چارواکو زیاته کړې چې په ۱۶ درسي ټولګیو کې ۱۱۰۰ زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې.
‏د کندهار ځايي طالب چارواکي‏ وايي یاد ښوونځی د نهو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې د ۱۶ درسي خونو په لرلو سره به په کې دوه وخته ۱۱۰۰ نجونې او هلکان زده کړې کوي.
د دغه ښوونځي د جوړولو او پرانیستې خبر داسې مهال ورکول کیږي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز ۹۰۰ ورځې پوره شوې او دغه ډله وايي چې تر شپږم ټولګي پورته یې د نجونو پر زده‌کړو ځکه بندیز لګولی چې د دوی لپاره د زده‌کړو نوې تګلاره جوړوي خو دغه تګلاره د ۹۰۰ ورځو په تېرېدو لا هم نه ده بشپړه شوې.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۳۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له طالبانو وغوښتل، چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو او توکمیزو لږکیو په ګډون دې د ټولو وګړو د اساسي حقونو ساتنه وکړي. ګنګ شوانګ له نړۍوالې ټولنې هم وغوښتل، چې له طالبانو سره د "صابرانه اړیکو" له لارې په بهرنۍ نړۍ کې د دې ډلې باور زیات کړي.

شوانګ چې د چهارشنبې په ورځ یې د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کولې، وویل چې له طالبانو سره د خبرو دوام ته اړتیا ده؛ خو هغه ټینګار وکړ، چې د خبرو اترو او تعامل لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو لپاره باید د دغې ډلې پر وړاندې له وړاندوینو څخه ډډه وشي.

ښاغلي شوانګ په خپلو خبرو کې هڅه وکړه، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان نسبتاً مثبت انځور وړاندې کړي.

هغه وويل، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان داخلي وضعيت په ټوليزه توګه ارام شوى او له هېوادونو يې وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې رښتينی چلند وکړي.

هغه وویل:"د باور جوړونې د یو مهم ګام په توګه، امنیت شورا باید د بندیزونو په برخه کې پر وخت اصلاحات راولي او د طالبانو د چارواکو لپاره د سفري بندیز معافیت بحال کړي."

د چین استازي د ملګرو ملتونو بندیزونه غیر قانوني وبلل او د دغو بندیزونو د لغوه کولو او په امریکايي بانکونو کې د افغانانو د شتمنیو د خلاصون غوښتنه یې وکړه.

د چین استازي د خپلو خبرو په یوه برخه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور په حواله ویلي، چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې لا هم فعالې دي او د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.

امنیت شورا کې د پاکستان استازی:طالبان باید د ګاونډیو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ګواښمنه نه کړي

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۵۲ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې له طالبانو وغوښتل، چې د ګاونډیو هېوادونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ پېښ نه کړي. هغه وویل، چې په لنډ او اوږد مهال کې د دغو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ د افغانستان په ګټه نه دی.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو اوږدمهاله ملاتړی پاکستان په یوه نړۍواله غونډه کې دغه ډله د نورو هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په ګواښلو تورنوي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو، چې طالبان د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله چې د ډېورنډ کرښه ده په رسمیت نه پېژني.

هغه یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو ادعاوې تکرار کړې.

په وروستیو کې پاکستان له طالبانو د پاکستاني طالبانو د ملاتړ په پار خپله نارضایتي ښيي او پخواني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي وو، چې دا چاره ورته د منلو وړ نه ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم د تېر په څېر د امنیت شورا په غونډه کې د طالبانو د ملاتړ په اړه دریځ نه لاره.

نوموړي په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن وباله.

د پاکستان سفیر وویل؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره لازمې بودیجې نه لري، نو ځکه باید هېوادونه د افغانستان د اقتصاد په احیا کې مرسته وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د غربي هېوادونو په واک کې ورکړي.

د حکمتیار لمسی: نیکه مې یو وطن پلورونکی و او جنرال ضیاءالحق ورته د خدای مرتبه درلودله

۱۶ کب ۱۴۰۲ - ۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د ګلبدین حکمتیار لمسی او د غیرت بهیر زوی عبدالله بهیر خپل نیکه ته په اشارې وايي، چې هغه یو "وطن پلورونکی و او یوازې د خلکو په وینو مړېدلی شي".

عبدالله بهیر چې له هېواده بهر اوسي پر خپلې اېکس پاڼې د خپل نیکه په تړاو ځینې ترخې څرګندونې کوي، چې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له موافقو او مخالفو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

تازه نوموړي پر خپلې ایکس پاڼې د ښاغلي حکمتیار وروستۍ ویډیو ته چې د فلسطینیانو په اړه یې پکې خبرې کړي لیکلي، چې حکمتیار خوشحاله دی، چې ځان د غزې د خلکو خواخوږی معرفي کوي.

هغه زیاتوي: " مګر په زړه کې یې یوه ذره رحم هم ورته نه شته".

نوموړي حکمتیار یو نارسست یا ځان خوښی بللی او هغه ته یې ویلي: "ته هغه وطن پلورونکی یې چې يوازې د افغانانو په وینو باندې مړېږې".

عبدالله بهیر زیاتوي، چې حکمتیار یوازې په هغو «جهادونو» کې شرکت کوي، چې شاته یې د "سي ای اې ډالر" وي.

هغه د پاکستان پخواني پوځي جنرال او کودتاچي ضیاءالحق ته په اشارې ویلي:" ضیاءالحق ۲۰ زره فلسطینیان شهیدان کړل، هغه ته حکمتیار د خدای مرتبه ورکوله، په ټول حزب کې یې دا فکر خپور کړی و، چې ضیاءالحق زموږ واقعي اتل دی".

تر اوسه د حکمتیار د کورنۍ بل غړي او یا په خپله ښاغلي حکمتیار د خپلې کورنۍ د غړي د یادو څرګندونو په تړاو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی؛ خو عبدالله بهیر په بار - بار نوموړی د کابل ورانوونکی بللی دی.

ښاغلي ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب مشر او د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال یې مخامخ د افغانستان له جمهوریت سره د پاکستان په ملاتړ جګړه کړې ده.

نوموړی د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ له سقوط وروسته په کابل کې د احمد شاه مسعود او یو شمېر نورو قوماندانانو سره په جنګ بوخت و، چې له امله یې د کابل زرګونه شخصي او دولتي ودانۍ ویجاړې او زرګونه انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.