د طالبانو دا غبرګون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش راپور ته دی چې امنیت شورا ته یې وړاندې کړ.
ښاغلي ګوتېرش په خپل راپور کې ویلي، د تېر کال د نومبر له لومړۍ د تېرې جنورۍ تر لومړۍ نېټې امنیتي پېښې د تېر کال تر همدې مودې ۳۷ سلنه ډېرې شوې دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د دې امنیتي پېښوې ډېری برخه د افغانستان په مرکزي او بیا شمالي ولایتونو کې ده.
د ملګرو ملتونو راپور کې دا هم ویل شوي چې د امنیتي پېښو زیاتوالی تر ډېره د نشه يي توکو ضد عملیاتو کې دی.
خو طالبان وايي، د دې په ځای چې ملګري ملتونه له نشه يي توکو سره د دوی د ځواکونو مبارزه وستايي، دا موضوع په افغانستان کې د ناامنۍ په توګه یادوي.
طالبان دا هم وايي، چې ځواکونه یې په افغانستان کې د قانون ضد عناصرو په تېره، د مفسدانو، غلو، انسان تښتوونکو، قاچاقبرو او جنایتکارو پرضد شپه ورځ پر مبارزه بوخت دي او له امله یې تر تېر کال په دغه هېواد کې خوار ښه مثبت بدلون راغلی او پېښې کمې شوې دي.
طالبان په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې له تېر کال راهیسې یې له ۱۴ زرو ډېر قاچاقیان نیولي او محکمو ته یې سپارلي دي او تر پنځه نیم زره ټنه نشه يي توکي یې له منځه وړي دي.
دوی دا هم وايي چې د نشه يي توکو د تولید ۱۲ سوه فابریکې یې له مڼځه وړې او ۱۵ زره درې سوه هکتاره ځمکه یې له نشه يي توکو پاکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو راپور کې د طالبانو پرضد د دوی د مخالفو وسلوالو ډلو د بریدونو شمېر کم ښودل شوي او ویل شوي چې د تېر کال پرتله همدې کال کې دا پېښې یوه کمه ده.
انتونیو ګوتېرش دا هم ویلي چې د طالبانو مشرتابه له خپلمنځي اختلاف سره مخ دی او د دې ډلې له خوا له ټولبښنې سره بیا هم د پخواني حکومت نظامیان او کارمنان په نښه کېږي.
خو د طالبانو د ویاند په اعلامیه کې دې او نورو مسلو ته اشاره نه ده شوې.