• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته د ۳۵ مڼډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۱۶ GMT+۰

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په شارجه کې د اېرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې دغې لوبډلې ته د ۳۵ مڼډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبو دغه لړۍ چې نن پنجشنبه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې وه،‌ ایرلڼډ پچه وګټله او افغان لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله. افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو، او د ۵ لوبغاړو په سوزولو سره، سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه. د اېرلنډ لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوزولو سره ۲۷۵ مڼډې وکړې او د ۳۵ مڼډو په توپیر سره دغه لوبه وبایلله.

رحمن الله ګربز د اېرلنډ پر وړاندې لوبه کې ښه ځلیدلی او په ۱۱۷ توپونو د ۸ څلوریزو او ۶ شپږیزو پر مټ یې ۱۲۱ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

د دغو لوبو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې د بلال سمیع، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزي، ګلبدین نایب، محمد نبي، نوید ځدراڼ، رحمت شاه، شاهدالله، ضیاالرحمن، اکرام علي خېل، رحمان الله ګربز، الله غضنفر، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي، ننګیالي خروټي، نور احمد لکڼوال او د قیس احمد نومونه شامل دي.
راشدخان د ملا د عملیات او مجیب الرحمان د لاس د ټپونو له امله په استراحت کې دي او په دغو لوبلړۍ کې نه لوبېږي.
په دغو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او د اېرلنډ له‌خوا به پاول سټرلېنګ لوبډلمشر وي.
افغانستان تراوسه پورې له اېرلنډ سره ۳۱ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې په دغو لوبو کې ۱۷ بریاوې، ۱۳ماتې او یوه هم بې پایلې اعلان شوې وه.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې د اېرلنډ پر وړاندې خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه د شپږو وېکټو په توپیر وبایلله.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

افغان ملي لوبغاړي نور علي ځدراڼ نړیوال کرېکټ پرېښود

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړي نورعلي ځدراڼ نن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. د کرېکټ بورډ د خبرپاڼه له مخې، نوموړي ته د افغانستان او ایرلنډ د لوبلړۍ له پیلېدو مخکې د مخه ښې مراسم جوړ شوي و.

نور علی ځدراڼ په ۲۰۰۹ م کال کې د افغانستان په استازۍ نړیوال کرېکټ ته وتلو سره لومړنۍ لوبه له سکاټلنډ سره وکړه.

په نړیوال کرېکټ کې د نوموړی وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ سره وه چې افغانستان پکې ماته وخوړه.

افغان کرېکټ بورډ وايي، نور علي ځدراڼ تر اوسه د افغانستان په استازیتوب دوه ټېسټ، ۵۱ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۳ نړیوالې شل اوره سیالۍ کړې دي.

نوموړي په نړیوال کرېکټ کې د یوې سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزو پر مټ نږدې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی جاوید بشارت د خپل کاناډایي سیال له لوري مات شو

۱۳ کب ۱۴۰۲ - ۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۰

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي جاوید بشارت د امریکا د نیواډا ایالت په لاس ویګاس ښار کې د خپل کاناډایي سیال ایمن ذهبي له لوري ماتې وخوړله او په (يو ایف سي) سازمان کې یې خپله لومړۍ ماتې تجربه کړه. دغه سیالۍ د ۶۱ کیلو وزن په کټګورۍ کې ترسره شوه.

د (یو ایف سي) سازمان په خپله ویبپاڼه لیکلي چې کاناډايي لوبغاړی ایمن ذهبي له دریو راونډونو لوبولو وروسته وتوانید چې جاوید بشارت د لوبڅارانو له لوري د ډیرو پواینټونو په ګټلو سره مات کړي.

دغه سیالۍ د امریکا د نیواډا ایالت په لاس ویګاس کې د (یو ایف سي، اپیکس) په کوربه توب ترسره شوه.

له دي ماتې وړاندې ښاغلي بشارت څوارلس لوبې کړې وې او ټولې یې ګټلې وې.

کاناډایي ایمن ذهبي د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د جاوید بشارت په ماتولو سره ۱۱م بری خپل کړ.

جاوید بشارت په خپله فیسبوک پاڼه او انسټاگرام لیکي چې په دغې سیالۍ کې تر ډېر فشار لاندی و او ویې نشوای کولای چې بریالی شي، هغه له ټولو افغانانو او خپلو پلویانو بښنه غوښتې.

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ؛ د ورښت له کبله ۲ لوبې ونه شوې، لوبډلو ته یوه یوه نمره ور کول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۲ - ۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ غوره لیګ د نهم پړاو سيالیو کې نن د اسلام اباد یوناټيټېډ او کوټې کلېډيېټرز او پېښور زلمي او لاهور قلندر ترمنځ لوبې د زيات ورښت له کبله ونه شوې. دواړه سيالۍ لغوه اعلان شوې او هرې لوبډلې ته يوه يوه نمره ور کول شوه.

ټاکلې وه چې دا لوبې د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه په راولپنډۍ لوبغالي کې وشي، خو له پرون راهیسې دا اندېښنه وه چې دا لوبې به د ورښت له امله ونه شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخي، په اسلام باد کې د زيات باران له امله په لوبغالي کې زیاتې اوبه وې او د لوبو امکان نه و.

سبا یکشنبه به د پاکستان د غوره لیګ په سياليو کې کراچي کېنګز لوبډله د ملتان سلطانز لوبډلې سره خپل بخت ازمويي.

پاکستان کې له څو ورځو پیل شوی ورښت له جمعې ورځې راهیسې لا پسې زیات شوی دی.

د دې ورښت له امله یوازې پښتونخوا کې تر ۲۱ کسان مړه شوي دی.

ایرلنډ افغانستان ته په ماتې ور کولو کرېکټ کې تاریخ جوړ کړ

۱۱ کب ۱۴۰۲ - ۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې نن په متحده عربي اماراتو کې افغان ملي ټیم ته په ماتې ور کولو سره په تاریخ کې اول ځل ټېسټ لوبه وګټله. ایرلنډ د لوبې په څلورمه پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره د ۱۱۱ منډو هدف پوره او افغان لوبډلې ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ور کړه.

دا د کرېکټ تاریخ کې لومړی ځل دی چې ایرلنډ یوه تېسټ لوبه ګټي.

ټاکلې وه چې د افغانستان او ایرلنډ دا ټېسټ لوبه پنځو ورځو کې بشپړه شي، خو د افغان لوبډلې کمزوري چلند په دریو ورځو کې د ایرلنډ په ګټه تمامه کړه.

د لوبې له پیل مخکې افغانان په دې باور و، چې له ایرلنډ به ګټل اسان وي، خو په تېرو ورځو کې د افغان لوبډلې کارکردګي دا هیله په اوبو لاهو کړه.

د دې لوبې لپاره د لوبغاړو د ګومارلو له امله د کرېکټ بورډ پر چارواکو سختې نیوکې کېږي.

له دغې لوبې وروسته افغانستان له اېرلنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوره لوبې هم لري.
تر دې وړاندې سریلانکا په ۱۰ وېکټو افغانستان ته په ټېسټ لوبه کې ماته ورکړې وه او د سریلانکا سره په اوو لوبو کې شپږ یې سریلانکا وګټلې او افغانستان په کې ایکې یوه ګټلې وه.

‏په میدان وردک کې د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د سکي ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریاست په اېکس پاڼه راغلي، چې د ميدان وردک ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د سکي ژمنۍ سيالۍ ترسره شوې.

100%

دغه ریاست کاږلي، چې د ميدان وردک ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د سکي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري دغه سيالۍ ترسره شوې.
‏دغه سيالۍ، ‏چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې سکي لوبې ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی ښودل شوی.
تمه کېږي، چې څو ورځې وروسته به په باميانو ولايت کې هم د سکي ملي سيالۍ پيل شي.
په تېر کې د افغانستان د سکي فدراسیون په همغږۍ به افغان لوبغاړي ګاونډیو هېوادونو ته د سیالیو لپاره ورتلل؛ ترڅو په نړۍواله کچه سیالیو ته چمتو شي.
د سکي لوبې قانون د نورو لوبو خلاف د نومرو راکمول دي. د سکي نړۍوال سازمان هر لوبغاړي ته په سر کې ۹۹۹ نمرې ورکوي چې هر لوبغاړی به د دې هڅه کوي چې په خپلو فعالیتونو سره دغه نمرې لږ تر لږه تر ۳۰۰ پورې راټیټې کړي؛ تر څو المپیکي لوبو ته لار ومومي.