په راپور کې راغلي چې طالبان هڅه کوي د یوټیوبرانو څخه په ګټه اخیستنې د دې ډلې تر واک لاندې د افغانستان مثبت تصویر خپور کړي.
یوټیوبران چې ملیونونه لیدونکي لري کولی شي د افغانستان په خلکو کې پراخه نفوذ ولري.
په دې راپور کې راغلي، طالبان حتی هغه یوټیوبرانو ته چې د دې ډلې په ګټه تبلیغات کوي ، وزارتخانو ته د ننوتلو اجازه ورکوي.
همدا راز، ځینو یوټیوبرانو واشنګتن پوسټ سره په مرکه کې تایید کړې چې دوی د طالبانو له خوا له ټاکل شویو اصولو تر سرغړونې وروسته نیول شوي او ترې پوښتنې شوي دي.
واشنګټن پوسټ لیکلي، چې طالبانو د خواله رسنیو بانفوذه کسانو سره د دواړو لورو لپاره "د ګټې" اړیکې جوړې کړې دي. په افغانستان کې د یوټیوب چینلونو ځینې چلوونکي وايي، چې بریالي چینلونو د بهرنیو تبلیغاتو له لارې د هرې ویډیو په بدل کې په زرګونه ډالر ترلاسه کړي. دغه پیسې په هغه هېواد کې چې میاشتنۍ څو سوه ډالري تنخوا، ډیرې پیسې دي، ښې ګټه بلل کیږي.
د افغانستان بانکي سیستم د نړۍوالو بندیزونو لاندې دی او یوټیوبران خپلو پیسو ته مستقیمه لاسرسي نه لري، خو ځینو افغان یوټیوبرانو په متحده ایالاتو یا اروپا کې د یوټیوب نه د خپلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره ملګري په دنده ګمارلي دي.
په افغانستان کې د انټرنیټ سرعت محدود دی. له همدې امله، یوټیوبران شاو خوا هغه شپږ میلیونه افغانان چې له هېواده بهر ژوند کوي، په نښه کړي دي.
واشنگټن پوسټ لیکي، چې ډیری تولید شوي مواد په فارسي ژبه خپریږي چې په افغانستان کې تر ټولو عام ژبه ده.
دغه راپور زیاتوي، چې په بهر کې میشت افغانان ډیره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خپل هېواد د وضعیت د بدلون په اړه ویډیوګانو ته لېواله دي.
د بېلګې په توګه، په ځینو مواردو کې یوټیوبران د طالبانو چارواکي تعقیبوي او ښيي چې طالبان خراب شوي یا تاریخ تیره خواړه سوځوي.
د ګوګل ویاند جک مالون، چې د یوټیوب مشر دی وايي، چې دوی یو شمېر افغاني چینلونه چې «د تاوتریخجنو تراژیدیو ستاینه کوي یا یې هڅوي» بند کړي دي.
جک مالون په افغانستان کې د یوټیوب چینلونو د فعالیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "یوټیوب د افغان طالبانو په وړاندې د امریکا د بندیزونو په ګډون د ټولو بندیزونو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو مراعاتولو ته ژمن دی." هغه زیاته کړه: « که موږ داسې یو حساب ومومو چې ګومان کیږي له افغان طالبانو سره تړاو لري، موږ به یې بند کړو. پردې برسیره، زموږ پالیسي هغه څه منع کوي چې تاوتریخوالی هڅوي."
مخکې له دې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړي، په افغاني ټولنیزو رسنیو کې په ورځو ورځو د بمي چاودنو او جګړو ویډیوګانې خپریدې. خو افغانانو د بیان ازادۍ فرصت لروده.
خو اوس وضعیت په پراخه کچه بدل شوی دی. یو شمېر ویډیو جوړونکو ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې حکومت په ویډیوګانو کې موسیقي بندده کړې او ښځینه ویاندویانو یې اړ کړي چې ماسک او حجاب ولري.
په کابل کې یوې ۲۰ کلنې یوټیوبرې ویلي، چې وروسته له هغې چې طالبانو د ښځو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه وتړل، هغې د ویډیوګانو خپرولو ته یې مخه کړه.
هغه په خپل چینل کې، داسې ویډیو ګانې خپروي چې په افغانستان کې د شیعه ټولنې په منځ کې محبوبیت لری او په پراخه کچه یې په ویډیو ګانو کې د طالبانو له خوا د جامو اغوستلو قوانین تر پښو لاندې کړي دي. هغه هیله منه ده چې طالبان ونه شي کړی چې هغه پیدا کړي.
خو، د یوټیوب یو شمیر لیدونکو په ډېرې غوسې د هغې ویډیو ګانو ته غبرګون کې نومړې ګواښلې چې د طالبان چارواکو ته به یې ور وپیژني.
هغې چې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «زه مې له خپل کار سره مینه لرم او نه غواړم چې بند یې کړم.»
واشنګټن پوسټ وايي، چې داسې نښې نښانې شته چې طالبان پلان لري پر هغو بنفوذه کسانو باندې چې د دوی له اصولو سره سم عمل نه کوي، خپل کنټرول زیات کړي.
د بانفوذه کسانو خبرداری
یو شمېر بانفوذه کسانو تایید کړې چې په وروستیو اونیو کې ډېرو یوټیوبرانو اخطارونه ترلاسه کړي او یا هم د طالبانو له خوا د نږدې همکارۍ غوښتنه ترې شوې.
د واشنګټن پوسټ په وینا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې چې ټولو هغه چینلونه ته چې "له قانون څخه سرغړونه کوي" خبرداری ورکړل شوی او تورن شوي دي.
مجاهد څرګنده کړې، چې یوټیوبران کولی شي په ازاده توګه کار وکړي، مګر "که دوی یوازې منفي اړخ باندې تمرکز وکړي، په دې مانا ده چې هېواد ته خدمت نه کوي."
ویل کیږي چې اجمل حقیقي هغه یوټیوبر دی چې پرېکړه یې کړې وه چې په کابل کې پاتې شي او د خپلو فلمونو خپرولو ته دوام ورکړي. خو له ځینو ګواښونو سره مخامخ شو او بالاخره د قران کریم ته د تمسخر په تور ونیول شو.
اجمل حقیقي چې په دې وروستیو کې پاکستان ته تللی، وايي: «ما غوښتل چې خپل هېواد ته خدمت وکړم. خو څه چې ما ترلاسه کړ ۶ میاشتنی زندان و. حتی په زندان کې د هغه د یوټیوب شهرت سره بخیلي وشوه. ساتونکي او بندیان ورته راغلل او ویې ویل: «ته باید شتمن اوسې.»
د ښځینه یوټیوبرې وژل کیدل
طالبانو د روان کال وږي میاشت کې تایید کړه چې یوه یوټیوبره نجلې حورا سادات وژل شوې ده. په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ هغه مهال ویلي وو، چې مېرمن سادات د کابل ښار په ۱۸مه ناحیه کې وژل شوې ده.
خالد ځدراڼ د دغه يوټيوبرې د وژل کېدو د کره وخت له يادولو پرته ویلي و، چې د حورا سادات د وژنې په تور يوه ښځه او دوه نور کسان نيول شوي دي.