کاناډا له پاکستانه ۳۳۳ نور افغانان دغه هېواد ته ولېږدول

د کاناډا د کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې تېره ورځ یې له پاکستانه په یوې چارټر الوتکه کې ۳۳۳ افغانان کلګري ته ولېږدول. دغه اداره وایي، د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې راهیسې یې تر دې دمه ۴۹۰۷۰ افغانان کاناډا ته لېږدولي دي.