‏بامیان ولایت د سکي سیالیو اتلولي خپله کړه

په بامیان ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او سپورټ ادارې په همغږۍ د دغه ولایت په ګنبدک سیمه کې تېره ورځ د ۳ ولایتونو ترمنځ د سکي سیالۍ ترسره شوې. ‏په دغو سیالیو کې له بامیان، کابل او میدان‌وردک ولایتونو څخه د ځوانانو او لویانو په دوو برخو کې ۶۰ لوبغاړو ونډه لرله.