د سعودي عربستان ستره محکمه: سبا دوشنبه "د کب ۲۱مه" د روژې لومړۍ ورځ ده

سعودي عربستان څو شېبې وړاندې اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ستور پېژندونکو سپوږمۍ لېدلې او پر بنسټ یې سبا دوشنبه (د کب ۲۱مه) به د روژې لومړۍ ورځ وي؛ خو طالبان وايي دوشنبه روژه نه ده.

سعودي عربستان څو شېبې وړاندې اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ستور پېژندونکو سپوږمۍ لېدلې او پر بنسټ یې سبا دوشنبه (د کب ۲۱مه) به د روژې لومړۍ ورځ وي؛ خو طالبان وايي دوشنبه روژه نه ده.
د سعودي عربستان سترې محکمې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې د رارسېدلو او سبا دوشنبې ورځ څخه د پیل مبارکي هم ورکړې ده.
خو د طالبانو سترې محکمې بیا اعلان کړی، چې سبا دوشنبه روژه نه ده.
د سترې محکمې د خبر له مخې، چې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې د لومړۍ ورځ د معلومولو لپاره ناسته وکړي.
د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې په ولايتونو کې اړوند د هلال ولايتي کمېټو ته دنده سپارلې، چې د مياشتې د ليدو لپاره تیاری ونيسي.
افغانستان وړاندې د سعودي عربستان سره یو ځای روژه او اختر کاوه؛ دا ځکه، چې په سعودي عربستان کې مياشت تر افغانستان مخکې ښکاره کيږي.
طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره د خپلو پرېکړو له مخې د روژې او اختر لومړۍ ورځ ټاکي.


د ایران د لویو لارود تنظیم د نړۍوال ټرانسپورت دفتر مشر جواد هدایتي ویلي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ د ترانزیټ په برخه کې د همکاریو سند لاسلیک شوی دی. تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) خبر ورکړی، چې ښاغلي هدایتي له طالبانو سره د دغه سند د محتوا په اړه خبرې کړې دي.
د دغه راپور له مخې؛ جواد هدایتي د ایران پر ارادې د دواړو هېوادونو د اقتصادی اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي دهلیزونو د پیاوړتیا او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاس رسي د اسانتیاو د برابرولو لپاره د هرات-مزار شریف د سړکونو د بشپړولو په اهمیت ټینګار وکړ.
د ایران دغه چارواکي هم د چابهار بندر د کارولو په اړه د طالبانو د پرېکړې هرکلی کړی دی.
په ورته وخت کې هغه د چابهار له بندر او ګډو پولو څخه د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې د همکارۍ او اسانتیا په موخه د ایران د ټرانزيټ او ټرانسپورټ سازمان چمتووالی اعلان کړ.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخوندزاده او د ایران یوه پلاوي څو ورځې وړاندې په کابل کې سره وکتل او د یوه نړۍوال سړک د جوړولو په برخه کې یې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی دوه اړخیزه هوکړې ته د رسېدو په موخه کابل ته راغلی و.
ایران او د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت تر اوسه د دې هوکړې جزییات نه دي خپاره کړي.
ایران د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له دې ډلې سره ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري او په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې؛ تېر کال له ایران سره د دغې ډلې د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۷۳۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و.

د غزې روغتیا يي چارواکو اعلان وکړ، چې په غزه کې د اسراییل د روانو بریدونو په پایله کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۵ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۱۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې پر غزې د اسراییلي یرغل په پایله کې ۳۱ زره ۴۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۲ زره ۶۵۴ نور ټپیان شوي دي.
دغه اداره زیاتوي، چې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو ۷۲ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
په دې وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو اړوند یوې ادارې ویلي، چې د غزې په محاصره شوې سیمه کې د اسراییل په روانو بریدونو کې هره ورځ په اوسط ډول ۶۳ ښځې وژل کېږي.
د انروا په وینا؛ هغه مېرمنې چې هره ورځ مړې کیږي په ډله کې یې ۳۷ مېندې شاملې دي.

وسله وال کسان د نایجریا په شمال لویدیځ کې یوه ښوونځي ته ننوتلي او ۱۵ ماشومان یې وتښتول. پولیسو ویلي دي، چې دا پېښه د شنبې په سهار شاوخوا ۴۸ ساعته وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې ۲۸۷ تنه نور محصلین یرغمل شوي.
د رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د ښوونځي مالک لیمان ابوبکر باکوسو وویل، چې وسله وال د ګیدان باکوسو په سوکوتو کلي کې ښوونځي ته ننوتل او په پرله پسې ډول یې ډزې پیل کړې، چې د پولیسو له رسېدو دمخه یې ۱۵ ماشومان وتښتول.
د دغه رپوټ له مخې؛ د سوکوتو د پولیسو ویاند احمد روفاعي تایید کړې ده، چې وسله والو په سیمه ییز وخت د سهار په یوه بجه د ګیدان باکوسو په کلي کې په یوه اسلامي ښوونځي حمله وکړه او ۱۵ تنه زده کوونکي یې وتښتول.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
روفاعي وويل، چې په سيمه کې د لارو بندېدل او د ژغورنې عمليات له ننګونو سره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه: "دا یو لېرې پروت کلی دی، چې موټر نه شي تلای، پولیس باید په موټرسایکل کلي ته ولاړ شي."
پولیسو وویل، په نایجیریا کې د ښوونځي تښتونه معمول دي، په ځانګړې توګه له هغه وخته چې اسلامپالو اورپکو په ۲۰۱۴ کال کې په بورنو ایالت کې د ښوونځي له ۲۰۰ زیاتې نجونې وتښتولې، چې نړۍ ټکان وخوړه.
د پولیسو په وینا؛ وسله والو ډلو له هغه وخت راهیسې د ښوونځي زده کونکي د باجګیرۍ لپاره تښتولي او تر اوسه یې لږ تر لږه ۱۴۰۰ تنه تښتولي دي.
دوه ورځې وړاندې د نایجریا په شمال لویدیځ کې د کادونا په ایالت کې د ښوونځي ۲۸۷ زده کوونکي په موټرسایکل سپاره وسله والو وتښتول. په تښتول شویو کسانو کې لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان هم شامل دي، چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو پورې دي.

په اندونیزیا کې چارواکو وویل، چې په سوماترا ټاپو کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او اووه لادرکه دي. د راپورونو له مخې، د سې شنبې په ورځ د ( کپ ۱۹مه) د باران له امله ۲۰ زره کورونه وېجاړ شوي او ۴۶ زره کسان بې کوره شوي دي.
اندونيزيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر دوني يوسريزال وويل: "تر اوسه پورې د ژغورنې ډلې د کوتو تاروسن په کلي کې اوه مړي موندلي او په ګاونډي کلي کې یې دوه مړي موندلي، لس نور لا هم تر خاورو لاندې دي."
هغه وويل، چې تر ٤٦٠٠٠ زيات کسان چې کورونه يې سېلابونو لاندې کړي وو، موقتي دولتي سرپناوو ته کډه شوي دي.
یوزریزال زیاته کړه، چې د برښنا بندیدو، بندو لارو او د خټو له امله د قربانیانو او ورکو کسانو د را ایستلو هڅې له خنډ سره مخ شوې دي.
هغه وویل، چې د جمعې په ورځ ناوخته له غره راپرېوتلې ونې او لویې ډبرې د لویدیځ سوماترا ټاپو په پاسیر سیلتان ولسوالۍ کې د غره کلیو ته را غورځېدلې دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په اندونیزیا کې د ځمکې ښویدنې او سیلابونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې میلیونونه خلک په غرنیو سیمو یا نږدې میدانونو کې ژوند کوي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور لادرکه دي.

پېښور کې د پولیسو مشر ویلي، د پېښور په بورډ بازار کې په یوه موټرسايکل کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو ټپي دي. ويل کیږي د مرګ ژوبلې شمېرې لومړنۍ دي ښايي بدلون وکړي.
په پېښور کې پولیسو نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته منلې چې د پېښور په بورډ بازار کې د ریکشاوو په تمځای کې په موټر سایکل کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.
پولیس وايي، دغه برید د پېښور پر وخت د سهار په اووه بجې شوی، چې په دغه سیمه کې ګڼې ګوڼه لږه وي.
پولیس وايي، کیدای شي دا یو ځانمرګی برید وي خو وايي اوس لا څیړنې روانې دي چې معلومه کړي دا پېښه څنګه شوې او هدف یې څه و.
پېښور کې پولیس وايي، په سیمه کې یې چانیز عملیات هم پیل کړي او هڅه کوي چې په دې اړه نور معلومات راټول کړي.
د دغه برید مسوولیت لا چا نه دی منلی.
ويل کیږي، چې نن له غرمې وروسته په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند له لوري په ترسره شویو ټاکنو کې د شویو درغلیو په غبرګون کې یوه لویه غونډه جوړه کړي چې د عمران خان د ګوند ایالتي مشر او د خیبرپښتونخوا لپاره نوی ټاکل شوی اعلی وزیر علي امین ګنډاپور به هم پکې ګډون وکړي.
دا په تېرو وروستیو میاشتو کې په پېښور کې د خپل ډول لومړنۍ چاودنه ده چې کیږي.
تېر کال پر پاکستاني پولیسو د ځانمرګو او سړک غاړې بمي چاودنو څو پېښې شوې چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.