ټرمپ نامتو امریکایی کمیډین د اوسکار تر ټولو بد کوربه بللی

د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د نامتو امریکایی کمیډین او د اوسکار د مراسمو پر کوربه جیمي کېمل د هغه د سږکال په «کمزورې خپرونې چلولو» نیوکه وکړه.

د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د نامتو امریکایی کمیډین او د اوسکار د مراسمو پر کوربه جیمي کېمل د هغه د سږکال په «کمزورې خپرونې چلولو» نیوکه وکړه.
ټرمپ او ملاتړي یې تل د اې بي سي ټلویزیون د کېمل د کمیډي پروګرامونو د طنزونو سوژې دي.
ټرمپ په ټروټ ټولنیزه شبکه کې د ۲۰۲۴ کال اوسکار پروګرام «ستړی کوونکی او خورا ناعادلانه» بللی دی.
جیمي کېمل د ټرمپ دغه پیغام د اوسکار پروګرام په ترڅ کې په لوړ غږ ولوست او ویې ویل: «له تاسو مننه کوم، ډېره مننه چې مونږ ګورئ، خو زه حیران یم چې ستاسو د بند موده پای ته رسېدلی؟»
ټرمپ په څو حقوقي قضیو کې ښکیل دی، او مخالفان یې تمه لري چې هغه به د ځینو لپاره په بند محکوم شي.
ټرمپ له هالیوډ سره چندان اړیکې نه لري، نو ځکه هغه په ځلونو د مېرمنو، کډوالو او د ښي اړخو او توکم پرسته خوځښتونو په اړه د هغه د دریځ له امله تر نیوکو لاندې راغلی.
ټرمپ د امریکا په تلویزونونو کې د طنزي خپرونو یوه دوامداره او مشهوره سوژه ده، خو د هغه پر ضد نیوکو د نوموړي د پلویانو ترمنځ د ټرمپ محبوبیت نه دی کم کړی.


یوې امریکايي استخباراتي ډلې اعلان کړی چې په عربي ټاپووزمه کې د القاعده شبکې د خپل مشر خالد بطرفي مړینه تایید کړې. د دغې ډلې د معلوماتو له مخې عاطف العولقي د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شوی. خالد بطرفي د القاعدې له لومړنیو مشرانو څخه و چې طالبانو ته یې د بري مبارکي ورکړه.
د (اېس ای ټي اې) استخباراتي ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د بطرفي د مرګ د لامل په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.
بطرفي د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې وروسته له هغه د القاعدې د مشر په توګه وګمارل شو چې د هغه پخوانی مشر قاسم الریمي د متحده ایالاتو لخوا ووژل شو.
بطرفي د القاعدې له هغو ۱۵۰ بندیانو څخه یو و چې په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې خوشې شو چې دغې ډلې د یمن بندري ښار مکلا ونیوله.
په یمن کې د القاعدې څانګه د امریکا متحده ایالات له لوري د القاعده شبکې یوه له خونړیو څانګو څخه ګڼل کیږي چې د اسامه بن لادن له خوا جوړه شوې وه.
بطرفي د القاعدې له لومړنیو مشرانو څخه و چې په افغانستان کې یې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هغوی ته د بري مبارکي ورکړه.
هغه په یوه پیغام کې ویلي: «دا یوازې د طالبانو بری نه دی، بلکې د (مسلمه) امت بریا هم ده. موږ د خدای شکر ادا کوو چې طالبانو ته یې دا بری ورکړ او موږ دعا کوو چې خدای دې ستاسو په هڅو کې برکت واچوي.»

د ۲۰۲۴ اوسکار مراسم د لاس انجلس په دالبي تیاتر کې د جیمي کېمل په یوه فلمي اجرا سره ترسره شول او په يایله کې یې د کریستوفر نولان جوړ شوي فلم "اونهایمر" اووه جایزې وګټلې.
د غوره فلم، کارکردګۍ، د نارینه لوبغاړي، تدوین، موسیقۍ، متن او فلمبردارۍ هغه برخې دي چې اوپنهایمر فلم ګټلې دي.
له دې سره د یورګوس لانتیموس د بېچارګانو فلم بیا څلور جایزې وګټلې چې د غوره ښځینه لوبغاړې جایزه پکې شامله ده.
په ۲۰۲۴ اوسکار کې اما استون د غوره ښځينه لوبغاړې او کیلین مورفي د غوره نارینه لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
مورفي د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال ووېل: «مونږ د هغه کس په اړه فلم جوړ کړ چې اټوم بم یې جوړ کړ او که ښه دی یا بد مونږ ټول د اوپنهایمر په نړۍ کې ژوند کوو.»
د اوپنهایمر فلم تصویر اخیستونکی اویټ وڼ اویتما هم د همدې فلم له امله د غوره تصویر اخیستونکي جایزه ترلاسه کړه.
د نوموړي په وینا: «دغه فلم مې د مسلکي ژوند مهمه برخه جوړه کړه.»
د "اوپنهایمر" فلم د لومړي اټومي بم کیسه انځور کړې ده.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې په غزه کې د حماس پر ضد په جګړه کې د اسراییل لومړی وزیر"اسراییلو ته د ګټې په پرتله ډېر زیان رسوي." نوموړي زیاته کړه، چې هغه به د اسراییل ملاتړ ته دوام ورکړي او "هیڅکله" به اسراییل یوازې پرېنږدي.
بایډن تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په غزه کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله اسراییل د نړۍوال ملاتړ له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ دی.
بایډن د غزې د مرګ ژوبلې په اړه وویل: "زه فکر کوم چې دا یوه لویه تېروتنه ده."
بایډن وویل، چې د غزې په رفح ښار باندې د اسراییل احتمالي برید چیرې چې له ۱.۳ میلیونو څخه ډېر فلسطینیانو پناه اخیستې ، د هغه لپاره "سره کرښه" ده.
بایډن دا روښانه کړه، چې هغه به د اسراییل د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د مداخلې وړ توغندیو په څیر د وسلو لیږل بند نه کړي.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې د اسراییل دفاع لا هم حیاتي ده.
بایډن مخکې هیله درلوده، چې د روژې له پیله به لنډمهاله اوربند اعلان شي؛ خو هغه هیله من دی چې په غزه کې اوربند یوې موافقې ته ورسېږي، په داسې حال کې چې واشنګټن د امنیت شورا درې پرېکړه لیکونه چې د اکټوبر له اوومې راهیسې د اوربند غوښتنه کوي ویټو کړي دي.
حماس هم د امریکا او د هغه د متحدینو له خوا د شوي تړون مخالفت کړی دی.
حماس له غزې تړانګې څخه د اوربند او د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.
پر حماس سربېره اسراييل هم وايي، چې د حماس تر له منځه وړلو پورې به يې بريدونه دوام ولري.

د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د کرسک سیمې والي د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په کولباکي کلي کې د اوکراین د توغندي برید په پایله کې یوه ښځه وژل شوې او مېړه یې سخت ټپي شوی دی.
والي رومن سټاروویټ پر ټیلیګرام ویلي: "یوه د استوګنې ودانۍ کې اور لګیدلی او یوې سیمه ییزې ښځینه اوسیدونکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او مېړه یې بیخي ډېر سوځیدلی دی"
په دغه کلي کې يو بل کور هم ويجاړ شوى دی.
تر اوسه اوکراین د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.
له اوکراین سره په پوله د روسیې په سیمو کې له دوو کلونو راهیسې چې روسیې د اوکراین پر ضد جګړه پیل کړې، پرله پسې چاودنې او بریدونه شوي دي.
روسي چارواکو د دې بریدونو پړه پر اوکرایني ځواکونه او یا هم اوکراین پلوه تخریب کوونکو ور اچولې ده.

فلسطینیان په یو غمجن ماحول، د اسراییل پولیسو د سختو امنیتي تدابیرو او په غزه کې د جګړې او لوږې له ویرې سربېره؛ د روژې میاشتې لپاره په داسې حال کې تیاری نیسي چې د اوربند د پر ځای کولو لپاره خبرې اترې په ټپه درېدلې دي.
په زرګونو اسراییلي پولیس د بیت المقدس د زاړه ښار په تنګو کوڅو کې ځای پر ځای شوي دي، چېرې چې تمه کیږي هره ورځ په لسګونو زره عبادت کونکي د الاقصی جومات ته چې د مسلمانانو پخوانۍ قبله ده، د عبادت له پاره ورشي.
دا سیمه د یهودانو لپاره هم سپیڅلی ځای ګڼل کیږي او له همدې امله د اسراییل او حماس ترمنځ د ستونزو په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبوي.
په ۲۰۲۱ کال کې د دواړو ډلو ترمنځ د جګړې پیل له همدې ځای شوی و.

د حماس او اسراییل ترمنځ اوسنۍ جګړه چې شپږمه میاشت یې روانه ده، دا د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شوه کله چې د حماس په زرګونو جنګیالیو پر اسراییل برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.
پر غزه د اسراییلو دوامدارو خونړیو بریدونو په ټوله نړۍ کې غبرګونونه راپارولي؛ ځکه چې د قحطۍ مخ په زیاتېدونکي خطر د مړینې شمېره نوره هم لوړولی شي.
د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه له ۳۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
تېره میاشت الاقصی جومات ته د فلسطینیانو له راتلو وروسته د رامنځته شویو لانجو له امله، د اسراییل ښي اړخي د امنیت وزیر ایتامر بین ګویر وویل، چې هغه په الاقصی جومات کې په عبادت کونکو د بندیز لګول غواړي.
په همدې حال کې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې الاقصی جومات ته به د تېر کال په څېر یو محدود شمېر خلکو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

عزام الخطیب د بیت المقدس د وقف عمومي رییس دی، چې د الاقصی جومات نظارت کوي، وايي: "دا زموږ جومات دی او موږ باید ورته پاملرنه وکړو. موږ باید په دې جومات کې د مسلمانانو شتون خوندي کړو، هغوی باید وکولای شي چې په لوی شمېر کې په سوله ییزه او امن توګه دلته عبادت ته راشي."
ټاک شوې، چې د روژې میاشت د دې اونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي؛ خو د تېرو کلونو خلاف د زاړه ښار شاوخوا سیمې نه دي سینګار شوي، د لویدیځې غاړې په ښارونو کې هم ورته غمجن ماحول شتون لري، چیرې چې شاوخوا ۴۰۰ فلسطینیان د امنیتي ځواکونو یا یهودي مېشت ځایونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې د مارچ په ۱۰ مه د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پر خواله رسنۍ اېکس اعلان کړی، چې د اردن شاهي هوايي ځواک سره یې په ګډه یې شمالي غزې ته بشري مرستې غورځولې دي.
دغه مرستې د سي – ۱۳۰ امریکايي پوځي الوتکې له خوا ۱۱ زره ۵۰۰ کسانو خواړه لکه؛ وریجې، وړه، مکروني او کنسروا نور خوراکي توکي شامل دي.
