• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لوېدلی اقتصاد؛ د حبیب خصوصي بانک مشر د پاکستان د خزانې د وزیر په توګه وټاکل شو

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د تر ټولو لوی شخصي بانک مشر محمد اورنګزیب د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد په نوې کابینې کې د خزانې (مالیې) د وزیر په توګه وټاکل شو، چې دې چارې د پاکستان د یو شمېر مالي بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

تېره مياشت له ټاکنو وروسته هېڅ ګوند هم په دې نه و توانیدلی، چې په پارلمان کې اکثریت خپل کړي او له همدې امله د یو ایتلافي حکومت له جوړېدو وروسته شهباز شريف د دغه هيواد د اقتصادي او سياسي بحرانونو د پای ته رسولو په موخه د دویم ځل لپاره د لومړي وزیر په توگه وټاکل شو.

شریف په خپله نوې کابینه کې دحبیب بانک مشر محمد اورنګزیب شامل کړی او هغه ته یې د پاکستان په حساسو اقتصادي شرایطو کې د مالیې وزارت دنده ورکړې ده.

د حبیب بانک له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "اورنګزیب دحبیب بانک څخه استعفا کوي ترڅو د پاکستان لپاره د مالیې د فدرالي وزیر دنده په غاړه واخلي."

حکومت تر اوسه په رسمي ډول د هغه د ټاکل کېدو پخلی نه دی کړی.

د یو شمیر پخوانیو مشرانو له ډلې چې پخوا یې د پاکستان ۳۵۰ میلیارد ډالري اقتصاد مدیریت کړی، غوره شوی دی.‌ په دغه کسانو کې د اسحاق دار، هم شامل و، چې څلور وارې د پاکستان د مالیې وزیر پاتې شوی و.

100%

په ورته وخت کې پاکستان له ای ایم ایف څخه یو ځل بیا د پور د غوښتلو وړاندیز کړی، چې له دغه وړاندیز سره په کور دننه د عمران خان په ګډون ګڼو سیاستوالو نارضایتي ښودلې ده او د پور اخیستل یې د پاکستان په زیان بللي دي.

په داسې حال کې چې پاکستان له غښتلي اقتصادي ځوړ سره مخ دی، د مالیې وزیر په توګه د حبیب بانک د مشر ګومارنه د یو شمېر اقتصادي بنسټونو له نیوکو سره مخ شوې ده.

په پاکستان کې یو شمېر خصوصي بانکونو هم د نیوکې په دود د نوموړي ګومارنه په داسې حساسو شرایطو کې غوره ګومارنه نه ده بللې.

د پاکستان نوې ۱۹ کسیزې کابینې نن دوشنبه لوړه وکړه، چې له مخې یې اسحاق ډار د بهرنیو چارو د وزیر او خواجه اصف د دفاع د وزیرانو په توګه ګومارل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ولسمشر کشره لور اصفه بوټو د دغه هېواد لومړۍ مېرمن ټاکل کېږي

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز ګوند ویلي، چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري کشره لور اصفه بوټو زرداري د لومړۍ مېرمنې په توګه ټاکل کېږي. د دې ګوند او د اصف علي زرداري د مشرې لور بختاور بوټو زرداري په ایکس پاڼو کې اصفه بوټو زرداري د "لومړۍ مېرمن" په توګه یادونه شوې.

پاکستاني رسنیو دا هم ویلي، چې ښاغلي زرداري پرېکړه کړې چې اصفه بوټو زرداري د لومړۍ مېرمنې په توګه معرفي کړي.

د پاکستان د ولسمشر د دغې پرېکړې په عملي کېدو سره به اصفه بوټو زرداري د دغه هېواد لومړۍ مېرمن وي، چې د دغه هېواد د ولسمشر کشره لور ده.

د ولسمشر مېرمنې ته معمولاً "لومړۍ مېرمن" ویل کېږي؛ خو اصف علي زرداري په ۲۰۰۷ کال کې د خپلې مېرمنې بېنظیر بوټو له وژل کېدو وروسته بیا واده ونه کړ او د لومړۍ مېرمنې چوکۍ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې خالي پاتې شوه.

د ښاغلي زرداري د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پيلېدو وروسته پاکستاني رسنيو د هغه پرېکړه "تاريخي" وبلله او ليکلي يې دي، چې ٣١ کلنه اصفه بوټو زرداري د لومړۍ مېرمنې په توګه معرفي کېږي.

مېرمن بوټو زرداري د بېنظیر بوټو او اصف علي زرداري تر ټولو ځوانه لور ده، چې پلار ته تر ټولو نږدې کس بلل کېږي.

په ۲۰۲۰ کې هغې د پاکستان د پیپلز ګوند د یوې غونډې مشري کولو سره سیاسي فعالیتونو ته داخله شوه او د اصف علي زرداري د لوړې په مراسمو کې د خپل پلار سره یوځای شو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري تر اوسه په رسمي توګه خپله لور د لومړۍ مېرمنې په توګه نه ده اعلان کړې.

شهباز شریف د پاکستان ولسمشر زرداري ته د نوې کابینې د غړو نوملړ استولی دی

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نوې کابینې د ۱۹ غړو نومونه ولسمشر اصف علي زرداري ته استولي دي. د ولسمشر دفتر ته د استول شوي رسمي مکتوب یوه کاپي هم رسنیو ته رسېدلې ده.

په دغه لېست کې د مسلم ليګ نواز ګوند د ځينو مهمو څېرو نومونه ليدل کیږي.

دفاع وزیر خواجه اصف، د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار، د پلان پخوانی وزیر احسن اقبال او د قانون پخوانی وزیر اعظم نذیر شامل دي، چې په دغو څېرو کې ځینو د شهباز شریف په پخوانۍ کابینه کې هم کار کړی.

په دې نوملړ کې د عالم خان، خالد مقبول صدیقي، فاطمه خواجه، محسن رضا نقوي، کمال خان او یو شمېر نورو نومونه هم لیدل کېږي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې دا وروستی نوملړ نه دی او د پاکستان پیپلز ګوند تر اوسه د کابینې د غړیتوب لپاره خپل انتخابونه نه دي اعلان کړي.

تر دې وړاندې پیپلز ګوند ویلي وو، چې نه غواړي په نوې کابینه کې شامل شي.

نوی ولسمشر اصف علي زرداري د پیپلز ګوند استازیتوب کوي.

په پاکستان کې د روان کال د فېبرورۍ په اتمه نېټه ټاکنې وشوې، چې په ترڅ کې يې هېڅ ګوند ونه توانېد په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي.

په پای کې د مسلم لیګ نواز ګوند د پاکستان پیپلز ګوند او ځینو نورو کوچنیو ګوندونو تر ایتلاف وروسته یو ایتلاف رامنځته شو او شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د عمران د ګوند یو شمېر مشران نيول شوي دي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان پوليسو په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول په لاهور ښار کې د عمران خان د ګوند لوړ رتبه چارواکي د غونډې له پيلېدو مخکي نیولي دي.

د پاکستان انصاف غورځنګ ګوند په ټاکنو کې د وروستيو پايلو پر ضد د لاريونونو لپاره پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې په شویو درغلیو دې چوپ نه پاتې کیږي.

د دې خبر له مخې، د عمران ګوند اړوند وکيلانو او مشرانو په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او پېښور کې د وروستيو ټاکنو د پايلو پر ضد غوښتل لاريونونه تر سره کړي.

پاکستاني جيو نيوز ټلویزیون هم اعلان کړی، چې پوليسو په لاهور ښار کې د تحریک انصاف ګوند دوه لوړپوړي مشران نيولي دي.

د عمران خان ګونډ په ټاکنو کې د درغليو ادعا کوي او په پاکستان کې اوسنۍ واکمنه ډله د ټاکنو کمېسیون سره د همکارۍ په لاس لرلو تورنوي.

د دې ګوند پارلماني غړو په وروستيو ورځو کې د قومي اسمبلۍ په عمومي غونډه کې د عمران د عکسونو په لرلو د هغه د خلاصون غوښتنه وکړه.

عمران خان د ۱۳۹۷ کال څخه تر ۱۴۰۱ کال د وري مياشت پورې د پاکستان لومړۍ وزير و.

نوموړی له همدې کال د اوړي راهيسي د مالي، سياسي او امنيتي فساد په ګڼو فضيو کې د لاس لرلو له امله په زندان کې دی.

شهباز شريف تېره اونۍ د پاکستان د پارلمان د رايو په اکثريت سره د دغه هېواد د ٢٤م لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

هغه د خپلې لومړۍ وينا؛ پر مهال مخالفو ډلو ته بلنه ورکړه، چې د هېواد د کورنيو کړکېچونو او ستونزو په حل کې دې ورسره برخه واخلي.

شریف په ​​پاکستان کې د وروستيو ټاکنو د پايلو پر ضد د لاریون کوونکو استازو ته په خطاب کې وويل، چې په هېواد کې د سرغړونو د مخنيوي لپاره عدالتونه او ادارې فعالې دي او لاریون کوونکي ګوندونه په ازاده توگه خپل مسايل وړاندي کولی شي.

د پاکستان نوي ولسمشر اصف علي زرداري د خپلې دندې لوړه وکړه

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د پاکستان ۱۴م منتخب ولسمشر اصف علي زرداري چې د ولسمشرۍ لپاره یې اکثریت رایې ګټلې وې، د لوړې مراسم ترسره شول او نن یې د پاکستان د ولسمشر په توګه یې په رسمي ډول کار پیل کړ.

د لوړې په مراسمو کې لومړي وزیر شهباز شريف، پخواني ولسمشر عارف علوي، د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف، د قامي اسمبلۍ مشر اياز صادق، بلاول بوټو او یو شمېر نورو سیاستوالو ګډون کړی و.

دا په د پاکستان په تاریخ کې لومړنی سیاسي شخص وي، چې د دویم ځل لپاره ولسمشر ټاکل کیږي، نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې هم د پاکستان ولسمشر ټاکل شوی و.

تېره ورځ اصف علي زرداري ۴۱۱ ټاکنیزې رایې خپلې کړې او د هغه سیال محمود خان اڅکزي چې د سني اتحاد شورا له خوا نومول شوی و ۱۸۰ ټاکنیزې رایې ترلاسه کړې وې.

په پاکستان کې د فېبروري د ټاکنو له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ټاکنیزې ناندرې روانې دي او بېلابېل اړخونه په تېرو ټاکنو کې د درغلیو د کېدو خبره کوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو برید کې دوه افغانان ووژل شول

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د پاکستان پولیسو وویل، چې په کراچۍ ښار کې د وسله والو په برید کې دوه افغان وګړي وژل شوي دي. پولیسو ویلي دي، چې د دې برید قربانیان دوه وروڼه وو، چې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شول.

د پاکستان رسنۍ ډان خبر ورکړی، چې دغه دوه وروڼه د جمعې په ماښام (د کب ۱۸مه) په یوه هدفي برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي شفیق صدیقي رسنیو ته ویلي، چې د دغه برید قربانیان په سهراب ګوټ کې اوسېدل.

د دغه پاکستاني چارواکي په وینا دوو افغان وروڼو غوښتل د واده د مراسمو لپاره موټر کرایه کړي؛ چې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا پرې برید وشو.

پولیسو رسنیو ته ویلي، چې ښايي دا برید د دې کسانو د لوټلو لپاره شوی وي.

د راپورونو له مخې د پېښې د قربانیانو جسدونه د معایناتو لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

ډان ورځپاڼې د "عيني شاهدانو" له خولې ليکلي، چې ظاهرا بریدګر هم افغانان وو. پاکستاني پولیسو ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.