• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف د پاکستان ولسمشر زرداري ته د نوې کابینې د غړو نوملړ استولی دی

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د نوې کابینې د ۱۹ غړو نومونه ولسمشر اصف علي زرداري ته استولي دي. د ولسمشر دفتر ته د استول شوي رسمي مکتوب یوه کاپي هم رسنیو ته رسېدلې ده.

په دغه لېست کې د مسلم ليګ نواز ګوند د ځينو مهمو څېرو نومونه ليدل کیږي.

دفاع وزیر خواجه اصف، د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار، د پلان پخوانی وزیر احسن اقبال او د قانون پخوانی وزیر اعظم نذیر شامل دي، چې په دغو څېرو کې ځینو د شهباز شریف په پخوانۍ کابینه کې هم کار کړی.

په دې نوملړ کې د عالم خان، خالد مقبول صدیقي، فاطمه خواجه، محسن رضا نقوي، کمال خان او یو شمېر نورو نومونه هم لیدل کېږي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې دا وروستی نوملړ نه دی او د پاکستان پیپلز ګوند تر اوسه د کابینې د غړیتوب لپاره خپل انتخابونه نه دي اعلان کړي.

تر دې وړاندې پیپلز ګوند ویلي وو، چې نه غواړي په نوې کابینه کې شامل شي.

نوی ولسمشر اصف علي زرداري د پیپلز ګوند استازیتوب کوي.

په پاکستان کې د روان کال د فېبرورۍ په اتمه نېټه ټاکنې وشوې، چې په ترڅ کې يې هېڅ ګوند ونه توانېد په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي.

په پای کې د مسلم لیګ نواز ګوند د پاکستان پیپلز ګوند او ځینو نورو کوچنیو ګوندونو تر ایتلاف وروسته یو ایتلاف رامنځته شو او شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د عمران د ګوند یو شمېر مشران نيول شوي دي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان پوليسو په بېلابېلو سیمو او په ځانګړي ډول په لاهور ښار کې د عمران خان د ګوند لوړ رتبه چارواکي د غونډې له پيلېدو مخکي نیولي دي.

د پاکستان انصاف غورځنګ ګوند په ټاکنو کې د وروستيو پايلو پر ضد د لاريونونو لپاره پر خپلو پلويانو غږ کړی، چې په شویو درغلیو دې چوپ نه پاتې کیږي.

د دې خبر له مخې، د عمران ګوند اړوند وکيلانو او مشرانو په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او پېښور کې د وروستيو ټاکنو د پايلو پر ضد غوښتل لاريونونه تر سره کړي.

پاکستاني جيو نيوز ټلویزیون هم اعلان کړی، چې پوليسو په لاهور ښار کې د تحریک انصاف ګوند دوه لوړپوړي مشران نيولي دي.

د عمران خان ګونډ په ټاکنو کې د درغليو ادعا کوي او په پاکستان کې اوسنۍ واکمنه ډله د ټاکنو کمېسیون سره د همکارۍ په لاس لرلو تورنوي.

د دې ګوند پارلماني غړو په وروستيو ورځو کې د قومي اسمبلۍ په عمومي غونډه کې د عمران د عکسونو په لرلو د هغه د خلاصون غوښتنه وکړه.

عمران خان د ۱۳۹۷ کال څخه تر ۱۴۰۱ کال د وري مياشت پورې د پاکستان لومړۍ وزير و.

نوموړی له همدې کال د اوړي راهيسي د مالي، سياسي او امنيتي فساد په ګڼو فضيو کې د لاس لرلو له امله په زندان کې دی.

شهباز شريف تېره اونۍ د پاکستان د پارلمان د رايو په اکثريت سره د دغه هېواد د ٢٤م لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

هغه د خپلې لومړۍ وينا؛ پر مهال مخالفو ډلو ته بلنه ورکړه، چې د هېواد د کورنيو کړکېچونو او ستونزو په حل کې دې ورسره برخه واخلي.

شریف په ​​پاکستان کې د وروستيو ټاکنو د پايلو پر ضد د لاریون کوونکو استازو ته په خطاب کې وويل، چې په هېواد کې د سرغړونو د مخنيوي لپاره عدالتونه او ادارې فعالې دي او لاریون کوونکي ګوندونه په ازاده توگه خپل مسايل وړاندي کولی شي.

د پاکستان نوي ولسمشر اصف علي زرداري د خپلې دندې لوړه وکړه

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۰

د پاکستان ۱۴م منتخب ولسمشر اصف علي زرداري چې د ولسمشرۍ لپاره یې اکثریت رایې ګټلې وې، د لوړې مراسم ترسره شول او نن یې د پاکستان د ولسمشر په توګه یې په رسمي ډول کار پیل کړ.

د لوړې په مراسمو کې لومړي وزیر شهباز شريف، پخواني ولسمشر عارف علوي، د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف، د قامي اسمبلۍ مشر اياز صادق، بلاول بوټو او یو شمېر نورو سیاستوالو ګډون کړی و.

دا په د پاکستان په تاریخ کې لومړنی سیاسي شخص وي، چې د دویم ځل لپاره ولسمشر ټاکل کیږي، نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې هم د پاکستان ولسمشر ټاکل شوی و.

تېره ورځ اصف علي زرداري ۴۱۱ ټاکنیزې رایې خپلې کړې او د هغه سیال محمود خان اڅکزي چې د سني اتحاد شورا له خوا نومول شوی و ۱۸۰ ټاکنیزې رایې ترلاسه کړې وې.

په پاکستان کې د فېبروري د ټاکنو له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ټاکنیزې ناندرې روانې دي او بېلابېل اړخونه په تېرو ټاکنو کې د درغلیو د کېدو خبره کوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو برید کې دوه افغانان ووژل شول

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د پاکستان پولیسو وویل، چې په کراچۍ ښار کې د وسله والو په برید کې دوه افغان وګړي وژل شوي دي. پولیسو ویلي دي، چې د دې برید قربانیان دوه وروڼه وو، چې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شول.

د پاکستان رسنۍ ډان خبر ورکړی، چې دغه دوه وروڼه د جمعې په ماښام (د کب ۱۸مه) په یوه هدفي برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي شفیق صدیقي رسنیو ته ویلي، چې د دغه برید قربانیان په سهراب ګوټ کې اوسېدل.

د دغه پاکستاني چارواکي په وینا دوو افغان وروڼو غوښتل د واده د مراسمو لپاره موټر کرایه کړي؛ چې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا پرې برید وشو.

پولیسو رسنیو ته ویلي، چې ښايي دا برید د دې کسانو د لوټلو لپاره شوی وي.

د راپورونو له مخې د پېښې د قربانیانو جسدونه د معایناتو لپاره روغتون ته وړل شوي دي.

ډان ورځپاڼې د "عيني شاهدانو" له خولې ليکلي، چې ظاهرا بریدګر هم افغانان وو. پاکستاني پولیسو ویلي، چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال په جبري توګه راستانه شول

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۱۴۲ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول. دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال د تورخم له لارې له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۲ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې.

د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال وړمه ورځ د کب په ۱۹مه هیواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ شنبه ‏د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې خبر ورکړی و، چې ۴۷۱ تنه افغان کډوال د کب پر ۱۷مه په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړل شوي.

که څه هم د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي. خو د شهباز شریف په مشرۍ نوي راغلي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې د کډوالو په زور ایستلو لړۍ به روانه ساتي او که بدلون به پکې راولي.

پاکستاني پولیس: د خیبرپښتونخوا سرښار پېښور کې په یوه موټرسایکل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۳۸ GMT+۰

پېښور کې د پولیسو مشر ویلي، د پېښور په بورډ بازار کې په یوه موټر‌سايکل کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو ټپي دي. ويل کیږي د مرګ ژوبلې شمېرې لومړنۍ دي ښايي بدلون وکړي.

په پېښور کې پولیسو نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته منلې چې د پېښور په بورډ بازار کې د ریکشاوو په تمځای کې په موټر سایکل کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.

پولیس وايي، دغه برید د پېښور پر وخت د سهار په اووه بجې شوی، چې په دغه سیمه کې ګڼې ګوڼه لږه وي.

پولیس وايي، کیدای شي دا یو ځانمرګی برید وي خو وايي اوس لا څیړنې روانې دي چې معلومه کړي دا پېښه څنګه شوې او هدف یې څه و.

پېښور کې پولیس وايي، په سیمه کې یې چانیز عملیات هم پیل کړي او هڅه کوي چې په دې اړه نور معلومات راټول کړي.

د دغه برید مسوولیت لا چا نه دی منلی.

ويل کیږي، چې نن له غرمې وروسته په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف عمران خان ګوند له لوري په ترسره شویو ټاکنو کې د شویو درغلیو په غبرګون کې یوه لویه غونډه جوړه کړي چې د عمران خان د ګوند ایالتي مشر او د خیبرپښتونخوا لپاره نوی ټاکل شوی اعلی وزیر علي امین ګنډاپور به هم پکې ګډون وکړي.

دا په تېرو وروستیو میاشتو کې په پېښور کې د خپل ډول لومړنۍ چاودنه ده چې کیږي.

تېر کال پر پاکستاني پولیسو د ځانمرګو او سړک غاړې بمي چاودنو څو پېښې شوې چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.