امریکایي جنرال: د توندلارو ډلو په مهارولو کې د طالبانو بې پامۍ، منځنۍ اسیا ته ګواښ پېښ کړی

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ قوماندان وایي، د توندلارو ترهګرو ډلو د مهارولو په برخه کې د طالبانو کمزوری دریځ یا بې پامي د منځنۍ اسیا لپاره جدي ګواښ دی.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ قوماندان وایي، د توندلارو ترهګرو ډلو د مهارولو په برخه کې د طالبانو کمزوری دریځ یا بې پامي د منځنۍ اسیا لپاره جدي ګواښ دی.
مایکل کوریلا ویلي، چې که څه هم ټي ټي پي د پاکستان د سرحدي سیمو د ثبات لپاره «جدي ګواښ» دی، خو افغان طالبان نه غواړي چې د دې ډلې پر وړاندې ګام واخلي.
د ایکسپرېس ټربیون په حواله، یاد جنرال د یکشنبې په ورځ د امریکا په سنا کې ویلي: «طالبان له ترهګرو ډلو سره د مبارزې له نظره په تحریک طالبان پاکستان باندې د فشار راوړلو لپاره لږ لیوالتیا هم نه لري او دا په داسې حال کې ده، چې ټي ټي پي د پاکستان د سرحدي سیمو لپاره جدي ګواښ دی.»
جنرال کوریلا همداراز زياته کړه، چې په افغانستان کې د افراطي وسله والو ډلو لپاره د خوندي پټنځايونو شتون د دغو ډلو د فعاليتونو د زياتوالي ګواښ زياتوي او کولی شي سیمه ییزې ترینګلتیاوې له ځانه سره ولري.
د نوموړي په خبره، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۳۰۰ پاکستانیان د افراطي ډلو له خوا وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني طالبانو په دغه کال کې ۸۸۱ بریدونه کړي، چې دا په پنځو کلونو کې تر ټولو لوړې شمېرې ښيي.
مایکل کوریلا د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړې ده، چې ترهګرې ډلې د «کمزوري اقتصادي وضعیت، په افغانستان کې د جدي حکومت له نه شتون او د جلب و جذب پرمختللي شبکې، د خپلو ګټو لپاره کاروي.«»
پاکستاني طالبانو د دغه هېواد پر پوځ او پولیسو د پاکستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه په خیبرپښتونخوا ایالت کې خونړي بریدونه کړي دي.
په ورته وخت کې بیا د دغو بریدونو زیاتوالي د طالبانو او اسلام اباد اړیکې هم ترینګلې کړې دي.
اسلام اباد پر افغان طالبانو د فشار راوړلو په موخه، تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې و اېستل او پر طالبانو یې په ښکاره توګه نیوکې او ګواښونه یې ورته وکړل.
له دې وروسته د پاکستاني طالبانو بریدونه هم کم شول او یو ځل بیا د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اترو موضوع راپورته شوې ده.


د طالبانو ضد وسله واله ډله د ازادۍ جبهه وایي، چې که د روژې په میاشت کې طالبان پر دوی بریدونه و نه کړي، دوی به هم د روژې تر ختمېدو او د اختر په ورځو کې پرې هیڅ کوم برید و نه کړي.
یادې جبهې په خپله اېکس کې لکیلي، چې که طالبان د ولسي کسانو په ځانګړې توګه د مېرمنو په وړاندې غیر انساني او له تاوتریخوالي ډک چلند بدل نه کړي، نو دوی به د روژې په میاشت کې د دغې ډلې پر وړاندې د پوځي ځواب په غوراوي فکر وکړي.
د ازادۍ جبهې نن دوشنبې (د کب ۲۱مه) د روژې په میاشت کې د خپلو پوځي عملیاتو د ځنډولو خبر ورکړ
یاده جبهه د طالبانو هغه مخالفه ډله ده، چې د ۱۴۰۰ کال د کب له میاشتې یې تر اوسه پورې د طالبانو ۲۳۳ هدفونه په نښه کړي دي.
د ازادۍ جبهې په خبره، په یاد شمېر بریدونو کې یې د طالبانو ۵۹۲ غړي وژلي او ۶۹۹ نور ټپيان کړي دي.

په افغانستان کې د کاناډا د دیارلس کلن ماموریت د پای ته رسېدو لسمه کلیزه په اوتاوا کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. د کاناډایي رسنیو د راپور له مخې، په دغو مراسمو کې د کاناډا پوځي چارواکو او د قربانیانو کورنیو هم برخه اخیستې وه.
کاناډا هر کال په افغانستان کې د خپلو وژل شویو امنیتي ځواکونو او کارکوونکو تلین نمانځي.
کاناډا په ۲۰۰۲ کال کې د نړېوالې ټلوالې د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې له خپلو شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېرو سره د هېواد په سوېلي ولایتونو کې مېشت شول.
په افغانستان کې د کاناډايي پوځیانو د ماموریت اصلي موخه د طالبانو پر وړاندې په هغو پوځي عملیاتو کې برخه اخیستل و، چې د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د هغوی په خلاف پیل شوي و.
کاناډا په ۲۰۱۴ کال کې په داسې حال کې خپل دیارلس کلن پوځي ماموریت پای ته ورساوه، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دغه هیواد شاوخوا ۱۵۸ سرتیري او اووه ولسي وګړي وژل شوي وو.
د راپورونو له مخې، کاناډا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په ماموریت ۱۸ میلیارډه امریکايي ډالره لګولي دي.
په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ کال پای ته ورسېد، خو د افغان امنیتي ځواکونو روزنې بیا تر ۲۰۲۱ کاله پورې دوام درلود.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د شپې ناوخته اعلان کړی، چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یو شمېر کسانو د روژې میاشت لیدلې او د دوی شرعي محکمو ته یې په دې اړه شاهدي وړاندې کړې، چې شاهدي یې د شرعي پلوه معتبره بلل شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د دغو کسانو تر شاهدۍ وروسته دوی پریکړه کړې چې سبا دوشنبه – د کب ۲۱ مه – به په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ وي.
تر دې وړاندې د طالبانو سترې محکمې ویلي و، چې سبا دوشنبه روژه نه ده.
دغې ډلې ویلي و، چې د سترې محکمې د هلال کمېټه به د دوشنبې په ورځ د روژې په اړه پرېکړه کوي.

د افغانستان راتلونکې په احساساتي خبرو، کنځلو او د زړه په بړاس ویستلو حل کېدلی نه شي؛ ځینې رسنې چې نه شي کولی د ژورنالیزم په اساس خپلې رسنې وچلوي؛ نو زیاتره وخت د رسنیو څپې په تاویلو ماویلو ډکوي.
په دې لیکنه کې دوه موضوع مطرح شوي دي:لومړی د رسنیو استثمار او نیمګړتیاوې او دویمه مساله د سیاسیونو، پخوانیو چارواکو او تحلیل کوونکو لنډ پاري بحثونو باندې تبصره ده.
د رسنیو زیاتره چلوونکي سیاسي اکټویستان دي او د خبري، تحلیلي او تحقیقي ژورنالیزم فرق نه شي کولی. کله چې یو ژورنالست په موضوع حاکم نه وي نو موضوعات د ګپ شپ بحثونو په شکل مطرح او تسلسل د بحثونو نه شي مراعات کولی.
هره موضوع چې یو ژورنالست مطرح کوي نو د هغې مسالې د بکرونډ یا شالید په هکله باید بشپړه معلومات او څېړنه ترسره کړې وي، د دنیا او وطن په پالیسیو باید خبر وي او همدارنګه د ورځینو مسایلو په هکله کافي معلومات ولري.
له بده مرغه زیاتره افغاني رسنې د غربي رسنیو تقلید کوي؛ خو د نړۍ مهمې رسنې د یو ساعت پروګرام چلولو لپاره یو لوی ټیم تر شا لري، چې هغه ورته ریسرچ او تحقیق کوي. د برنامې چلونکی هم په مسایلو پوه کس وي، چې ټول مسایل مخکې له پروګرامه مطالعه کوي او بیا د خپل میلمه څخه د موضوع په اړه مناسبې پوښتنې کوي. دا چاره ژورنالېستیکه پخته ګي، د مسایلو هضم او پر موضوع بر لاسيرامنځته کوي. یو کس چې یو ساعت پروګرام چلوي نو د خپل ټیم سره ورته اته یا لس ساعته ریسرچ او تحقیق کوي، چې کومه موضوع وټاکي او څنګه پروګرام مخې ته بوځي.
له بده مرغه په اوس وخت کې د افغاني رسنیو د پروګرامونو اکثره چلوونکي لکه د هغه استاذانو په شان دي، چې بې له چمتوالي صنف ته ننوځي، نو اول د زده کوونکو څخه پوښتنه کوي چې د کتاب کوم ځای ته رسیدلي یو؟ بیا یو زده کوونکې ته وایي، چې ښه نو دا بل فصل ته قرائت کړه او هغه بیا وروسته یو څو خبرې د موضوع په اړه وکړي.
زموږ د افغاني رسنیو په پروګرامونو کې ژورنالېستیکه ناپخته ګي، پر موضوع نه پوهېدل او د کم معلوماتۍ نښې پکې له ورایه ښکاري.
کله - کله د پروګرام چلونکي پخپله مبصر شي؛ ځکه پوښتنه یې د میلمه له ځواب څخه اوږده وي او په اخره کې میلمه ته ووایي، چې وخت هم کم دی؛نو په څو ثانیو کې ځواب راکړه خو د کوربه پوښتنه بیا هم له یوې دقیقې څخه زیاته وي.
د رسنیو اوسني وضعیت ته چې ګورم؛ نو هغه وخت راپه یاد شي، چې کله به اخترونو کې کلي ته تللو، نو زمونږ ملا صیب به هماغه یوه خطبه او څو شعرونه همېشه په هر لمانځه کې تکرارول او ټولو مقتدیانو یې هم هغه ښه حفظ یا ضبط کړي وو.
په اخره کې به یې ویل، چې غواړه فضل د رحمان، سرسایه مخکې د لمانځه څخه ورکړئ او سم مسلمانان شئ. کله - کله دا پوښتنې دومره تکراروي وي،چې اخره کې د خپرونو چلونکو ته همدومره باید سړی ووایي،چې بس اوس غواړه فضل د رحمان او ستاسي وخت پوره شو.
په دې توګه د رسنیو بحثونه په دې شپو او ورځو کې د کلي د ملایانو د وعظونو په شان وي. په عینې خطبه کې اول د استنجا موضوع مطرح کوي بیا د استنجا څخه زکات ته او د زکات څخه سرسایې ته منډه کړي. هر ایات او حدیث چې یې حفظ کړي وي، هغه تکراروي او تسلسل د خطبې یا تبلیغ یې معلوم نه وي.
دلته یوازې د ژورنالستانو او پروګرام چلوونکو ملامتیا هم نه ده؛ بلکې د تلویزیونو د مالکینو او هییت مدیره ګناه ده، چې د یو ساعت پروګرام لپاره به یې فنډ د کوم ځای څخه اخستی وي او په هغه فنډ کوښښ کوي، چې ۲۴ ساعته پروګرام وچلوي. یو کس د لسو کسو کار کوي. دې ته د یویشتمې پېړۍ استثمار وایي، ځکه د رسنیو مالکین فقط لنډمهاله ګټه په نظر کې نیسي چې څه پیسې پېدا کړي.
اړینه نه ده، چې هره رسنې دې خامخا څلرویشت ساعته پروګرامونه ولري؛ خو د کمیت څخه کیفیت مهم دی. د رسنیو خبرې هغه وخت نورې هم زړه تنګې شي، چې د فیسبوک لیکنې بیا لولي او یا هغسې کسان پروګرامونو ته راولي، چې په تکراري موضوعاتو بیا - بیا بحثونه کوي.
د رسنیو پروګرامونه چې تعقیبوم، اکثره موضوع ګانې یوه رسنې له بلې څخه او یا هم د ټولنیزو رسنیو څخه کټ او پيست کوي او کله د میلمنو څخه پروګرام چلونکي دا توقع هم لري، چې هر مېلمه باید جامع الکمالات وي. یو وخت مو د امریکا غږ راډیو سره کار کوه. هغه وخت یو ساعت پروګرام د سهار له خوا او یو نیم ساعت پروګرام د ماښام له خوا و.په واشنګټن کې او هم د محلي خبریالانو له خوا ورته پوره تیاري نیول کېده. وروسته چې د امریکا غږ خبرونه څلورویشت ساعته شول نو بیا کیفیت هم خراب شو.
په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکا غږ راډیو مرکزي ادارې له خوا راته دنده راکړل شوه، چې د پښتو او دري پروګرامونو د مسوولینو د خبرتیا څخه په غیر د دوی پروګرامونه واورم او خپل نظر پرې ولیکم. کله چې ما پروګرامونه واورېدل نو هلته په افغانستان کې د امریکا عملیات پيل شوي وو؛ خو دوی د نیویارک په سټاک مارکیټ باندې پروګرام درلود.
په سټاک مارکیت باندې ډېری افغانان او په خاصه توګه عام ولس خو له سره نه پوهیږي. همداسې یو څو نور پروګرامونه چې د ورځې موضوعات نه وو؛ دوی غوره کړي و. ما ورته ولیکل چې دا پروګرامونه داسې دي، چې څوک د سلماني دوکان ته د وېښتو جوړولو لپاره لاړ شي؛ نو تر څو چې یې نوبت رارسیږي، هلته زړې مجلې پرتې وي او د وخت تېرولو لپاره د یو مجلې ورقې وهي او یو څه لولي خو هغه مواد ټول زاړه او یا دلچسپه نه وي. د امریکا غږ پروګرامونه همداسې دي.
راځم دویمې مسلې ته؛د جمهوریت له سقوط څخه وروسته د رسنیو لومړۍ کال په همدې تېر شو، چې جمهوریت ولې سقوط وکړ؟
ځواب یې هم اسانه او هم سخت دی. اسانه په دې دی چې د سقوط عوامل په درېیو برخو وېشل شوي، چې داخلي، سیمه ییز او نړۍوال اړخونه دي. درېیواړو اړخونو کې ستونزې وې؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ، که ستونزې نه وی نو جمهوریت سقوط نه کاوه.
یو اړخ د بل اړخ سره تړلې دی او په کل کې داخلي اړخ یې د نړۍوالو او سیمه ییزو اړخونو څخه خورا مهم و او دی.
دا چې چا بد او یا ښه کړي دي، هغه د رسنیو په بحثونو نه شي حل کېدلی، د ښه او بدو تفکیک به د قانون په چوکاټ کې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند نطام له خوا څېړل کیږي.
پرېکړې به هم سلیقوي نه وي بلکې په ټولو باندې یو قسم تطبیق کیږي. قانون په چوکاټ کې به پاک او ناپاک سره جلا کیږي. که اوس دا ووایو چې فلاني داسې وویل او ما ورته داسې وویل نو دا سمه نه ده؛ ځکه د هر چا سره کافي کیسې شته او هغه به لیکي او تاریخ به یوه ورځ پخپله قضاوت کوي.
دا چې اوس په افغانستان کې حقوقي، قانونمنده او مشروع مرجع نه شته چې هر څه وڅېړي، پاک او ناپاک سره جلا کړي، د واقعیتونو او اتهاماتو توپیر نه شي کېدلې.
په دې توګه د بیځایه څرګندونو په اساس، بې باوري نوره هم د افغانانو تر منځ زیاتیږي. د بې باورۍ په فضا کې به ټول په ماضي کې اوسي. د راتلونکې او حال لپاره به هیڅوک، هیڅ لاره پېدا نه کړی شي.
نو پس رسنۍ باید هڅه ونه کړي، چې ټوله ورځ د اشخاصو او ډلو د بدنامۍ ټېکه واخلي او هره ورځ په خپلو خپرونو کې د نورو د سرکوب او نادرستو معلوماتو په خپراوي عامه اذهان خراب کړي.
د افغانستان مساله له شلو کلو څخه نه ده پیل شوې. زمونږ په یاد دا پنځمه لسیزه ده، چې افغانان د بحران سره مخامخ دي او دا سلسله لا روانه ده.
واړه وو، ځوانان شو او اوس د ځوانې څخه پیرۍ خواته روان یو. د علل او معلول د فرمولې په اساس، هېڅ افغان مجرم نه دی او نه هېڅ افغان ځانته برائت ورکولې شي ځکه حکومتونه د ولس فوتوکاپي دي.
څنګه چې ولس وي، هماغسې یې حکومتونه وي؛ خو د دولت په چوکاټ کې دامنل شوې فرموله په دنیا کې ده، چې د افرادو رول په نظام کې د هغه د مسوولیت او صلاحیت په چوکاټ کې مهم دی اما د پالیسیو جوړول، د ولس ذهنیت برابرول او د پالیسیو د تطبیق لپاره زمینه مساعدول همېشه د دولت د مشرتابه کار وي. لکه چې څنګه د هرې دورې کرېډیټ د دولت مشرتابه ته ورکول کیږي؛ نو همداسې مسوولیت یې هم د مشرتابه پر غاړه دی.
که ووایو چې فلانې وزیر، والي او زوراکی ښه نه و، دا سمه ده خو همدا زوراکی، والي او وزیر چا مقرر کړي و؟ که ووایو چې د دولت مشر ښه نه و؛ نو همدا مشر د ټاکنوپه اساس همدې ولس ټاکلې و، نو د علل او معلول په اساس هم ولس ملامته دی او هم د دولت مشر.
زما په اند، په زړو خبرو بحثونه کول یوازې د دې سبب کیږي، چې د اصلي موضوع څخه چې د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې اولویت لري، لرې شو. په اوس وخت کې دا مهمه ده،چې څنګه کولې شو چې د یو مشروع، ولسواکه او قانونمند حکومت رامنځته کیدو لپاره زمنیه مساعده شي؛ تر څو افغانستان له انزوا څخه را ووځي او د راتلونکو نیابتي جګړو مخه ونیول شي.
زما په اند؛ د ټولو افغانانو او رسنیو اخلاقي دنده ده، چې د ورځنیو پېښو د خپرېدلو تر څنګ، ولس ته د راتلونکې لپاره جهت ورکړي نه دا چې په تېرو تکراري بحثونو خپل وخت ضایع او لا نور هم د افغانانو په منځ کې د بې اعتمادې او نفاق تخم وشیندي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظر ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو وزير په ننګرهار کې يوې غونډې ته ويلي، چې دغه ډله د ځان بساينې لور ته روانه او ډېر ژر به افغانستان پاسپورټ، تېل، برق او وسله خپله توليد کړي. نورالله نوري زیاتوي، چې له وطنه تللي تخريب کوي او د هېواد ناسم انځور وړاندې کوي.
د طالبانو د قومونو او قبايلو وزير نورالله نوري په ننګرهار کې د ملي يوالي د ټينګښت په غونډه کې وويل، چې ټولې چارې يې په ښه ډول سمبال کړي دي.
نوري زياتوي، چې په نېږدې ورځو کې به د غنمو، مېوې، تېلو او برېښنا له اړخه په ځان بسيا شي او نېږدې راتلونکی کې به خپل پاسپورټ او وسلې هم توليد کړي.
هغه زياتوي: «زه باور لرم، چې څو ورځي وروسته به افغانستان له غنمو، تېلو، برق، مېوه جاتو او مارکېټینګ کې خودکفا شي، افغانستان به ډېر ژر خپلې پيسې، پاسپورټ او وسلې جوړي کړي.»
د طالبانو دغه وزير زیاتوي، چې له وطنه لري "غربي غلامان" يې په اړه ناسم تبلغات کوي.
نوموړی وايي: « د هر څه تصمیم زموږ په لاس کې دی، دا غربي غلامان دي، چې د پرېديو ډالرو ته رقصيږي او پوچ تبلdغات کوي.»
د نوموړي په خبره، چې د «الله او خپلو شهیدانو» سره يې پر ځمکه د «الله د دين» د پلي کولو او عملي کولو ژمنه کړې ده.