• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره: د تېر کال په پرتله صادرات او واردات زيات شوي دي

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وايي؛ د تېر کال په پرتله سږ په سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده. د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د څه باندي ۱۳۴ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات او څه باندي ۷۹۳ میليونه دالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې نن دوشنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ۱۴۰۲ کال په سلواغې مياشت کې د ټولو صادراتو ارزښت ۱۳۴.۱ ميلونه ډالرو ته رسيږي، چې د تېر کال د سلواغې مياشتي د صادراتو ارزښت په پرتله ۴۲.۶ مېليونه ډالره زياتوالی ښيي.

د همدې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان ۱۴۰۲ کال د سلواغې په مياشت کې د وارداتو په برخه کې ۹۸،۹ ميليونه ډالره زياتوالی راغلی.

په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ کال د سلواغې په مياشت کې د وارداتو ارزښت ۶۹۴.۴ مېليونه ډالرو و.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په سلواغه مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماتو ته شوي دي.

دوی وايي، چې تېر او سږ دواړه کلونه په همدې میاشت کې تر ټولو زیات واردات له پاکستان، ایران او چين هېوادونو څخه شوي دي.

د ځينو معلوماتو له مخې، چې پخواني جمهوري دولت د افغانستان د صادراتو کچه نېږدې ۶۰ سلنې ته رسولې وه، چې د هوايي او ځمکنيو دهليزونو له لارې یې منظم اسيا او اروپا ته لاس رسی درلود.

د یو شمېر افغان سوداګرو په خبره، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د صادراتو کچه کمه شوې او د وارداتو کچه څو سلنه لوړه ده.

د دوی په خبره؛ طالبان د سوداګرۍ لپاره منظمه پاليسي نه لري، د صادراتو او وارداتو ټولې پيسې د صرافيو له لارې تبادله کوي او بانکي سیسټم هم سقوط دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالب قاضي القضات سوداګرو ته: په تېرو شلو کلونو کې د وژل شويو طالبانو د کورنيو لاسنيوی وکړئ

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې مشر د روژې د مبارکۍ په پيغام کې له سوداګرو او شتمنو څخه غوښتي، چې په تېرو شلو کلونو کې د دوی په لیکو کې د وژل شويو وسله والو د کورنيو لاس نیوی وکړي. عبدالحکيم حقاني ويلي؛ د دوی د قربانۍ له امله «امن» رامنځته شوی.

د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکيم حقاني د دوشنبې په ورځ د روژې مياشتې د مبارکۍ په يوه پيغام کې له خلکو غوښتي، چې روژه د«تېرو اعمالو د توبې او نفس د اصلاح» لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.

حقاني ويلي، چې د "امريکایي ۲۰ کلن اشغال" پر وړاندې د دوی د ډلې غړو قربانۍ ورکړي او دا مهال يې هېواد په امن کې دی.

نوموړي له خپلې ادارې، سوداګرو او شتمنو کسانو څخه غوښتنه کړې، چې د هغو وژل شويو کسانو له کورنيو سره همکاري وکړي، چې په تېرو شلو کلونو کې قرباني شوي دي.

هغه زياتوي: « ټول شتمن هېوادوال که په هېواد کې وي او یا بهر د روژې په دې مبارکه مياشت کې دې بې وزله افغانان، د شهیدانو کورنۍ او اولادونه نه هېروي او کومک دې ورسره وکړي.»

راسته لوري ته د طالبانو قاضي القضات عبدالحکيم حقاني او چپه لوري ته د طالبانو د پوهنې وزير حبيب الله اغا
100%
راسته لوري ته د طالبانو قاضي القضات عبدالحکيم حقاني او چپه لوري ته د طالبانو د پوهنې وزير حبيب الله اغا

د طالبانو قاضي القضات د مبارکۍ په دې پيغام کې له مسلمانانو غوښتي، چې د فلسطين له خلکو سره مرسته او همکاري وکړي؛ څو د ده په خبره د «اسراييل له وحشته» خلاص شي.

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن هم نن دوشنبه د روژې میاشتې په مناسبت په پیغام کې ویلي، چې غزه اوس مهال د اسراییل له «سخت ظلم او وحشت سره مخ ده او هغه څه چې په غزه کې روان دي د تاریخ د بشریت پر مخ تور داغ» دی.

د افغانستان لپاره د امریکا غیرمقیم سفارت افغانستان ته د مرستو رسولو پر بهیر بیا کتنه کړې

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۰

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا غیرمقیم سفارت سرپرسته وايي، چې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرسته کوونکو سره یې یو ځای افغانستان ته د مرستو رسولو پر بهیر بیا کتنه کړې ده.

کرن ډېکر نن دوشنبه (د کب ۲۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې د یوه تصویر په خپرولو سره ویلي، چې د بیا کتنې سربېره د دوی اصلي تمرکز د مرستو پر روڼتیا او نظارت دی.

نوموړې یو ځل بیا افغانو مېرمنو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانې ښځې د توپیر رامنځته کونکې، مدافعینې او د بدلون راوستلو لارویانې دي.

کرن ډېکر په خپل یادښت کې له اتلسو هېوادونو او بنسټونو څخه د هغوی له ګډ چلند څخه مننه کړې ده.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د نړۍ اکثرو هېوادونو خپل سفارتونه د قطر پلازمېنې دوحې ته انتقال کړل او په دې سره د افغانستان د مرسته کوونکو هېوادونو د مرستو چارې هم په لویه پیمانه قطر ته انتقال شوي دي.

مدني فعالان: د امریکا د سفارت په مجلس کې موږ له طالبانو سره د تعامل غوښتنه نه ده کړې

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۰

په استانبول کې د ځینو افغان مدني فعالانو د "طالبانو سره د تعامل" په اړه د متحده ایالاتو د سفارت د شارژدافیر د یادښت تر خپرېدو وروسته وویل، چې دوی له کرن ډیکر څخه د داسې څه غوښتنه نه ده کړې. د دې غونډې یو کډونوال وویل، چې دوی ټینګار کړی چې "طالبان پر خبرو باور نه لري".

د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو پخواني مرستیال فریدون الهام چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ هغو مدني فعالانو چې په استانبول کې یې له مېرمن ډېکر سره وکتل، په ښکاره یې وویل، چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې وښودله چې دوی په خبرو اترو باور نه لري.

ښاغلي الهام زیاته کړه، چې په دوحه کې وروستۍ ناستې وښوده، چې طالبان حتا د افغانستان د څلورو مدني فعالانو له مخامخ کېدو وېره لري.

هغه په ​​افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د زرګونو دیني مدرسو د جوړولو بهیر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه مرکزونه نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د سرطان تخم شي. ځکه چې د ده په وینا د طالبانو له خوا ترویج شوې مذهبي بنسټپالنه به د سیمې، اروپا او امریکا د هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړي.

په دې کتنه کې فریدون الهام وویل؛ نړۍ باید په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره لاسونه سره یو کړي او د دغه هېواد د سیاسي نظام بڼه باید بدله شي.

یوې بلې مدني فعالې فرزانه ابراهیمي چې په استانبول کې یې له کرن ډېکر سره په کتنه کې حضور درلود، په دې غونډه کې د خپلې وینا بشپړ متن افغانستان انټرنشنل ته استولی دی.

د مېرمن ابراهیمي د خبرو په متن کې داسې څه نه شته چې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وکړي.

مېرمن ابراهیمي جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان لپاره "علاج" نه بولي او وايي؛ له کړکېچ څخه د وتلو لپاره باید سیاسي حل لاره ولټول شي.

دغې مدني فعالې د یوه داسې چوکاټ پر جوړولو ټینګار وکړ، چې له مخې به یې د ټولو قومي ډلو په ګډون د یوه ولسي حکومت د جوړېدو زمینه برابره شي.

د اغلې ابراهیمي وینا وه، چې خلک په ځانګړې توګه د ټولنې زیانمنونکي لکه؛ ښځې او پخواني دولتي کارکوونکي اوس مهال له پراخ ذهني او فزیکي نه خوندیتوب سره لاس او ګریوان دي.

هغې وویل؛ د امنیت د برابرولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې له ادعاو سره - سره د افغانستان هزاره او شیعه ټولنې له خونړیو پېښو سره لاس او ګرېوان دي، چې په ښکاره ډول د "نسل وژنې" او "د بشریت ضد جنایت" بېلګې دي.

فرزانې ابراهیمي په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان له یوه ژور، څو اړخیز او پیچلي بحران سره مخ دی چې پړه یې طالبان دي.

په استانبول کې مېشت افغان ډاکټر علي فولادوند هم افغانستان انټرنشنل ته د خپلې وینا یوه کاپي رالیږلې، چې په کې له طالبانو سره د خبرو د ملاتړ خبره نه ده شوې.

د ښاغلي فولادوند په وینا: "په افغانستان کې د واک لوړ مرکزي او ځانګړی جوړښت د دې هیواد اصلي ستونزه ده."

هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې واک "د استثمار، د ټول واک او فرصتونو انحصار د يوه قوم په لاس کې او په دغه هېواد کې د مېشتو نورو توکمونو د استثمار پر بنسټ ولاړ دي."

هغه وویل، چې د افغانستان تاریخ ښیي چې تر هغه وخته چې دا ستونزه نه وي حل شوې افغانستان به یو سوله ییز او پرمختللی هېواد نه وي.

د دغه مدني فعال په خبرو کې ویل شوي، چې د طالبانو واکمنۍ په هېواد کې له یوې ډلې پرته د ټولو لپاره وضعیت د زغم وړ نه دی. د علي فولادوند په وینا: "مذهبي او قومي اقلیتونه لکه هزاره، پنجشیریان، ازبک، سیکان او صوفیان تر سخت فشار لاندې دي."

هغه له سیاسي واک څخه د هزاره ګانو په بشپړ له منځه وړلو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې طالبان هڅه کوي له سیاسي ډګر څخه هزاره ګان په بشپړ ډول له منځه یوسي.

ښاغلي فولادوند د طالب قوماندانانو له خوا د هزاره خلکو د ځمکو او کورونو پر غصب هم نیوکه کړې ده.

په دې وينا کې ويل شوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امريکا مرستې بايد بې شرطه نه وي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د کب په ۱۸مه په استانبول کې له یو شمېر افغان فعالانو سره د کتنې وروسته په خپل اېکس پاڼه کې ولیکل، چې "دلته ډېر استعداد او انرژۍ شتون لري چې د سیاسي پلان او طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ وکړي."

د هغې دا یادښت چې په ټولنیزو شبکو کې پراخې نیوکې راپارولې.

تر دې مخکې د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال د کرن ډېکر د خبرو په غبرګون کې ویلي وو: «له طالبانو سره د هر ډول تعامل د امکان وړاندیز د افغانانو پر مخ یو ګوزار دی.»

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۱۶ زرو ښځو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو اعلان وکړ

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې څه باندې ۱۶ زره ښځو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابره کړې ده. دغه سازمان زیاته کړه، چې د ښځو په مشرۍ کورنۍ د عاید د برابرولو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دغه خبر د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې اعلان کړ.

دې بنسټ په یوه بل خبر کې لیکلي، چې تېر کال یې په کابل ولایت کې د ښځو تر مشرۍ لاندې یو کرنیز نندارتون جوړ کړی و، چې ښځو پکې د څه باندې ۱۴۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۴ احتمالي راکړې ورکړې وکړې.

په دې وروستیو کې په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي دفتر ته به ۱۵ میلیونه یورو ورکړي، چې د ښځو په مشرۍ د سیمه ییزو سوداګریو او مالي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د جمعې په ورځ (د کب ۱۸مه) وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د افغان مېرمنو په مشرۍ له شاوخوا ۷۵ زره کوچنیو سوداګریو سره مرسته کړې ده.

په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د کارګرو ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار کولو سخت بندیزونه لګولي دي.

له څه باندې دوه نیمو کلونو وروسته هم په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار او ځینو نورو دندو په اړه د طالبانو په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ملګرو ملتونو په نورستان کې له ۲۲۱ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړه

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله له ۲۲۱ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته شوې ده. د دغه بنسټ د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې خوراکي توکي، بېړنۍ سرپناه او غیر خوراکي توکي شامل دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د کپ ۲۱) په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مرستې د دغې موسسې د همکارانو په همکارۍ پر زیانمنو شویو کورنیو وېشل شوې دي.

د دوشنبې په سهار (د لیندۍ ۳۰ مه) د نورګرام ولسوالۍ په تتین دره کې د سختې واورې ورېدنې له امله د غره یوه برخه راپرېوته چې له امله یې ۲۴ تنه مړه او څلور نور ټپیان شول.

د نورستان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، چې په دې پېښه کې ٥٠ کورونه ويجاړ شوي دي.