د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو پخواني مرستیال فریدون الهام چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ هغو مدني فعالانو چې په استانبول کې یې له مېرمن ډېکر سره وکتل، په ښکاره یې وویل، چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې وښودله چې دوی په خبرو اترو باور نه لري.
ښاغلي الهام زیاته کړه، چې په دوحه کې وروستۍ ناستې وښوده، چې طالبان حتا د افغانستان د څلورو مدني فعالانو له مخامخ کېدو وېره لري.
هغه په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د زرګونو دیني مدرسو د جوړولو بهیر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه مرکزونه نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د سرطان تخم شي. ځکه چې د ده په وینا د طالبانو له خوا ترویج شوې مذهبي بنسټپالنه به د سیمې، اروپا او امریکا د هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړي.
په دې کتنه کې فریدون الهام وویل؛ نړۍ باید په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره لاسونه سره یو کړي او د دغه هېواد د سیاسي نظام بڼه باید بدله شي.
یوې بلې مدني فعالې فرزانه ابراهیمي چې په استانبول کې یې له کرن ډېکر سره په کتنه کې حضور درلود، په دې غونډه کې د خپلې وینا بشپړ متن افغانستان انټرنشنل ته استولی دی.
د مېرمن ابراهیمي د خبرو په متن کې داسې څه نه شته چې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وکړي.
مېرمن ابراهیمي جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان لپاره "علاج" نه بولي او وايي؛ له کړکېچ څخه د وتلو لپاره باید سیاسي حل لاره ولټول شي.
دغې مدني فعالې د یوه داسې چوکاټ پر جوړولو ټینګار وکړ، چې له مخې به یې د ټولو قومي ډلو په ګډون د یوه ولسي حکومت د جوړېدو زمینه برابره شي.
د اغلې ابراهیمي وینا وه، چې خلک په ځانګړې توګه د ټولنې زیانمنونکي لکه؛ ښځې او پخواني دولتي کارکوونکي اوس مهال له پراخ ذهني او فزیکي نه خوندیتوب سره لاس او ګریوان دي.
هغې وویل؛ د امنیت د برابرولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې له ادعاو سره - سره د افغانستان هزاره او شیعه ټولنې له خونړیو پېښو سره لاس او ګرېوان دي، چې په ښکاره ډول د "نسل وژنې" او "د بشریت ضد جنایت" بېلګې دي.
فرزانې ابراهیمي په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان له یوه ژور، څو اړخیز او پیچلي بحران سره مخ دی چې پړه یې طالبان دي.
په استانبول کې مېشت افغان ډاکټر علي فولادوند هم افغانستان انټرنشنل ته د خپلې وینا یوه کاپي رالیږلې، چې په کې له طالبانو سره د خبرو د ملاتړ خبره نه ده شوې.