• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوېډن بېرغ د شمالي اتلانتیک تړون د ۳۲م غړي په توګه د ناټو په مرکزي دفتر کې پورته شو

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۰

په بروکسل کې د شمالي اتلانتیک تړون په مرکزي دفتر کې د سوېډن بېرغ په پورته کولو سره دا هېواد په رسمي توګه د ناټو د ۳۲م غړي په توګه وپېژندل شو. د سوېډن بېرغ د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) د سوېډن د لومړي وزیر اولف کریسټرسن او د ناټو د عمومي منشي ین سټولټنبرګ په حضور کې پورته شو.

له څو میاشتو خبرو اترو وروسته سوېډن د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په رسمي ډول له ناټو سره یوځای شو.

اولف کریسټرسن خبریالانو ته وویل: "موږ پوهېږو چې له سوېډن څخه تمه خورا لوړه ده؛ مګر موږ هم لوړې هیلي لرو.موږ به له خپلو متحدینو سره مسوولیتونه شریک کړو."

د ناټو عمومي منشي ین سټولټنبرګ وویل: "د سوېډن غړیتوب ناټو لا پیاوړې کوي او سوېډن خوندي کوي."

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې سوېډن او فنلنډ خپل دودیز پوځي بې پرېتوب پرېښود او د ناټو د غړیتوب غوښتنه یې وکړه.

ترکیې چې د ناټو غړی هېواد دی، د دغو دوو هېوادونو یوځای کېدل د سوېډن او فنلنډ له خوا د خپلو غوښتنو په پوره کېدو سره مشروط کړي وو.

په دې وروستیو کې د ناټو غړو ترکیې او هنګري له میاشتو سیاسي خبرو وروسته په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره موافقه وکړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یوه امریکايي استخباراتي ډله: په عربي ټاپووزمه کې القاعدې د خپل مشر مړینه تایید کړه

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۰

یوې امریکايي استخباراتي ډلې اعلان کړی چې په عربي ټاپووزمه کې د القاعده شبکې د خپل مشر خالد بطرفي مړینه تایید کړې. د دغې ډلې د معلوماتو له مخې عاطف العولقي د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شوی. خالد بطرفي د القاعدې له لومړنیو مشرانو څخه و چې طالبانو ته یې د بري مبارکي ورکړه.

د (اېس ای ټي اې) استخباراتي ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د بطرفي د مرګ د لامل په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.

بطرفي د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې وروسته له هغه د القاعدې د مشر په توګه وګمارل شو چې د هغه پخوانی مشر قاسم الریمي د متحده ایالاتو لخوا ووژل شو.

بطرفي د القاعدې له هغو ۱۵۰ بندیانو څخه یو و چې په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې خوشې شو چې دغې ډلې د یمن بندري ښار مکلا ونیوله.

په یمن کې د القاعدې څانګه د امریکا متحده ایالات له لوري د القاعده شبکې یوه له خونړیو څانګو څخه ګڼل کیږي چې د اسامه بن لادن له خوا جوړه شوې وه.

بطرفي د القاعدې له لومړنیو مشرانو څخه و چې په افغانستان کې یې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هغوی ته د بري مبارکي ورکړه.

هغه په ​​یوه پیغام کې ویلي: «دا یوازې د طالبانو بری نه دی، بلکې د (مسلمه) امت بریا هم ده. موږ د خدای شکر ادا کوو چې طالبانو ته یې دا بری ورکړ او موږ دعا کوو چې خدای دې ستاسو په هڅو کې برکت واچوي.»

جوبایډن د غزې د روانې جګړې په اړه: نتنیاهو د غزې په جګړه کې اسراییلو ته زیان رسوي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې په غزه کې د حماس پر ضد په جګړه کې د اسراییل لومړی وزیر"اسراییلو ته د ګټې په پرتله ډېر زیان رسوي." نوموړي زیاته کړه، چې هغه به د اسراییل ملاتړ ته دوام ورکړي او "هیڅکله" به اسراییل یوازې پرېنږدي.

بایډن تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په غزه کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله اسراییل د نړۍوال ملاتړ له لاسه ورکولو له خطر سره مخامخ دی.

بایډن د غزې د مرګ ژوبلې په اړه وویل: "زه فکر کوم چې دا یوه لویه تېروتنه ده."

بایډن وویل، چې د غزې په رفح ښار باندې د اسراییل احتمالي برید چیرې چې له ۱.۳ میلیونو څخه ډېر فلسطینیانو پناه اخیستې ، د هغه لپاره "سره کرښه" ده.

بایډن دا روښانه کړه، چې هغه به د اسراییل د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د مداخلې وړ توغندیو په څیر د وسلو لیږل بند نه کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې د اسراییل دفاع لا هم حیاتي ده.

بایډن مخکې هیله درلوده، چې د روژې له پیله به لنډمهاله اوربند اعلان شي؛ خو هغه هیله من دی چې په غزه کې اوربند یوې موافقې ته ورسېږي، په داسې حال کې چې واشنګټن د امنیت شورا درې پرېکړه ‎لیکونه چې د اکټوبر له اوومې راهیسې د اوربند غوښتنه کوي ویټو کړي دي.

حماس هم د امریکا او د هغه د متحدینو له خوا د شوي تړون مخالفت کړی دی.

حماس له غزې تړانګې څخه د اوربند او د اسراییلي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

پر حماس سربېره اسراييل هم وايي، چې د حماس تر له منځه وړلو پورې به يې بريدونه دوام ولري.

د روسیې په کرسک ښار د اوکراین د توغندي په برید کې یوه ښځه وژل شوې ده

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د کرسک سیمې والي د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په کولباکي کلي کې د اوکراین د توغندي برید په پایله کې یوه ښځه وژل شوې او مېړه یې سخت ټپي شوی دی.

والي رومن سټاروویټ پر ټیلیګرام ویلي: "یوه د استوګنې ودانۍ کې اور لګیدلی او یوې سیمه ییزې ښځینه اوسیدونکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او مېړه یې بیخي ډېر سوځیدلی دی"

په دغه کلي کې يو بل کور هم ويجاړ شوى دی.

تر اوسه اوکراین د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.

له اوکراین سره په پوله د روسیې په سیمو کې له دوو کلونو راهیسې چې روسیې د اوکراین پر ضد جګړه پیل کړې، پرله پسې چاودنې او بریدونه شوي دي.

روسي چارواکو د دې بریدونو پړه پر اوکرایني ځواکونه او یا هم اوکراین پلوه تخریب کوونکو ور اچولې ده.

فلسطینیان د غزې د جګړې په سیوري کې د روژې میاشتې لپاره تیاری نیسي

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۰

فلسطینیان په یو غمجن ماحول، د اسراییل پولیسو د سختو امنیتي تدابیرو او په غزه کې د جګړې او لوږې له ویرې سربېره؛ د روژې میاشتې لپاره په داسې حال کې تیاری نیسي چې د اوربند د پر ځای کولو لپاره خبرې اترې په ټپه درېدلې دي.

په زرګونو اسراییلي پولیس د بیت المقدس د زاړه ښار په تنګو کوڅو کې ځای پر ځای شوي دي، چېرې چې تمه کیږي هره ورځ په لسګونو زره عبادت کونکي د الاقصی جومات ته چې د مسلمانانو پخوانۍ قبله ده، د عبادت له پاره ورشي.

دا سیمه د یهودانو لپاره هم سپیڅلی ځای ګڼل کیږي او له همدې امله د اسراییل او حماس ترمنځ د ستونزو په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د دواړو ډلو ترمنځ د جګړې پیل له همدې ځای شوی و.

100%

د حماس او اسراییل ترمنځ اوسنۍ جګړه چې شپږمه میاشت یې روانه ده، دا د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شوه کله چې د حماس په زرګونو جنګیالیو پر اسراییل برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

پر غزه د اسراییلو دوامدارو خونړیو بریدونو په ټوله نړۍ کې غبرګونونه راپارولي؛ ځکه چې د قحطۍ مخ په زیاتېدونکي خطر د مړینې شمېره نوره هم لوړولی شي.

د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه له ۳۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

تېره میاشت الاقصی جومات ته د فلسطینیانو له راتلو وروسته د رامنځته شویو لانجو له امله، د اسراییل ښي اړخي د امنیت وزیر ایتامر بین ګویر وویل، چې هغه په ​​الاقصی جومات کې په عبادت کونکو د بندیز لګول غواړي.

په همدې حال کې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې الاقصی جومات ته به د تېر کال په څېر یو محدود شمېر خلکو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

100%

عزام الخطیب د بیت المقدس د وقف عمومي رییس دی، چې د الاقصی جومات نظارت کوي، وايي: "دا زموږ جومات دی او موږ باید ورته پاملرنه وکړو. موږ باید په دې جومات کې د مسلمانانو شتون خوندي کړو، هغوی باید وکولای شي چې په لوی شمېر کې په سوله ییزه او امن توګه دلته عبادت ته راشي."

ټاک شوې، چې د روژې میاشت د دې اونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي؛ خو د تېرو کلونو خلاف د زاړه ښار شاوخوا سیمې نه دي سینګار شوي، د لویدیځې غاړې په ښارونو کې هم ورته غمجن ماحول شتون لري، چیرې چې شاوخوا ۴۰۰ فلسطینیان د امنیتي ځواکونو یا یهودي مېشت ځایونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د مارچ په ۱۰ مه د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام پر خواله رسنۍ اېکس اعلان کړی، چې د اردن شاهي هوايي‌ ځواک سره یې په ګډه یې شمالي غزې ته بشري مرستې غورځولې دي.

دغه مرستې د سي – ۱۳۰ امریکايي پوځي الوتکې له خوا ۱۱ زره ۵۰۰ کسانو خواړه لکه؛ وریجې، وړه، مکروني او کنسروا نور خوراکي توکي شامل دي.‌

100%

د سعودي عربستان ستره محکمه: سبا دوشنبه "د کب ۲۱مه" د روژې لومړۍ ورځ ده

۲۰ کب ۱۴۰۲ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۰

سعودي عربستان څو شېبې وړاندې اعلان وکړ، چې د دغه هېواد ستور پېژندونکو سپوږمۍ لېدلې او پر بنسټ یې سبا دوشنبه (د کب ۲۱مه) به د روژې لومړۍ ورځ وي؛ خو طالبان وايي دوشنبه روژه نه ده.

د سعودي عربستان سترې محکمې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې د رارسېدلو او سبا دوشنبې ورځ څخه د پیل مبارکي هم ورکړې ده.

خو د طالبانو سترې محکمې بیا اعلان کړی، چې سبا دوشنبه روژه نه ده.

د سترې محکمې د خبر له مخې، چې د هلال کمېټه به سبا دوشنبه د روژې د لومړۍ ورځ د معلومولو لپاره ناسته وکړي.

د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو سترې محکمې په ولايتونو کې اړوند د هلال ولايتي کمېټو ته دنده سپارلې، چې د مياشتې د ليدو لپاره تیاری ونيسي.

افغانستان وړاندې د سعودي عربستان سره یو ځای روژه او اختر کاوه؛ دا ځکه، چې په سعودي عربستان کې مياشت تر افغانستان مخکې ښکاره کيږي.

طالبان واک ته په رسېدو تر ډېره د خپلو پرېکړو له مخې د روژې او اختر لومړۍ ورځ ټاکي.