• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۱۶ زرو ښځو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو اعلان وکړ

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې څه باندې ۱۶ زره ښځو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابره کړې ده. دغه سازمان زیاته کړه، چې د ښځو په مشرۍ کورنۍ د عاید د برابرولو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دغه خبر د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې اعلان کړ.

دې بنسټ په یوه بل خبر کې لیکلي، چې تېر کال یې په کابل ولایت کې د ښځو تر مشرۍ لاندې یو کرنیز نندارتون جوړ کړی و، چې ښځو پکې د څه باندې ۱۴۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۴ احتمالي راکړې ورکړې وکړې.

په دې وروستیو کې په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي دفتر ته به ۱۵ میلیونه یورو ورکړي، چې د ښځو په مشرۍ د سیمه ییزو سوداګریو او مالي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د جمعې په ورځ (د کب ۱۸مه) وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د افغان مېرمنو په مشرۍ له شاوخوا ۷۵ زره کوچنیو سوداګریو سره مرسته کړې ده.

په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د کارګرو ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار کولو سخت بندیزونه لګولي دي.

له څه باندې دوه نیمو کلونو وروسته هم په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار او ځینو نورو دندو په اړه د طالبانو په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د سوېډن بېرغ د شمالي اتلانتیک تړون د ۳۲م غړي په توګه د ناټو په مرکزي دفتر کې پورته شو

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰

په بروکسل کې د شمالي اتلانتیک تړون په مرکزي دفتر کې د سوېډن بېرغ په پورته کولو سره دا هېواد په رسمي توګه د ناټو د ۳۲م غړي په توګه وپېژندل شو. د سوېډن بېرغ د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) د سوېډن د لومړي وزیر اولف کریسټرسن او د ناټو د عمومي منشي ین سټولټنبرګ په حضور کې پورته شو.

له څو میاشتو خبرو اترو وروسته سوېډن د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په رسمي ډول له ناټو سره یوځای شو.

اولف کریسټرسن خبریالانو ته وویل: "موږ پوهېږو چې له سوېډن څخه تمه خورا لوړه ده؛ مګر موږ هم لوړې هیلي لرو.موږ به له خپلو متحدینو سره مسوولیتونه شریک کړو."

د ناټو عمومي منشي ین سټولټنبرګ وویل: "د سوېډن غړیتوب ناټو لا پیاوړې کوي او سوېډن خوندي کوي."

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې سوېډن او فنلنډ خپل دودیز پوځي بې پرېتوب پرېښود او د ناټو د غړیتوب غوښتنه یې وکړه.

ترکیې چې د ناټو غړی هېواد دی، د دغو دوو هېوادونو یوځای کېدل د سوېډن او فنلنډ له خوا د خپلو غوښتنو په پوره کېدو سره مشروط کړي وو.

په دې وروستیو کې د ناټو غړو ترکیې او هنګري له میاشتو سیاسي خبرو وروسته په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره موافقه وکړه.

ملګرو ملتونو په نورستان کې له ۲۲۱ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړه

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ، چې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدو له امله له ۲۲۱ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته شوې ده. د دغه بنسټ د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې خوراکي توکي، بېړنۍ سرپناه او غیر خوراکي توکي شامل دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د کپ ۲۱) په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مرستې د دغې موسسې د همکارانو په همکارۍ پر زیانمنو شویو کورنیو وېشل شوې دي.

د دوشنبې په سهار (د لیندۍ ۳۰ مه) د نورګرام ولسوالۍ په تتین دره کې د سختې واورې ورېدنې له امله د غره یوه برخه راپرېوته چې له امله یې ۲۴ تنه مړه او څلور نور ټپیان شول.

د نورستان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، چې په دې پېښه کې ٥٠ کورونه ويجاړ شوي دي.

طالبان: د پاکستان حکومت د تورخم په دروازه دغه هیواد ته د ناروغانو په ورتګ بندیز لګولی

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۰

د پاکستان حکومت پر ډیورنډ کرښه د تورخم په دروازه د هغو ناروغانو په ورتګ بندیز لګلولی چې تر دې وړاندې به پرته له پاسپورټ او وېزې د ناروغۍ په اسنادو له افغانستان څخه دغه هیواد ته د ناروغیو د درملنې لپاره ورتلل. دغه بندیز له پرون راهیسې د پاکستان لخوا لګول شوی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعات او فرهنګ مشر صدیق الله قریشي نن دوشنبه د (کب ۲۱مه) د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته په یوه ویډیویي کليپ کې ویلي چې د پاکستان حکومت تېر ماښام د کب شلمه ورته ويلي چې نور دې د افغانستان له لوري پاکستان ته د ناروغانو له راتګ څخه مخنیوی وکړي.

دغه ناروغان به له دې وړاندې یوازې د روغتون په اسنادو او د ډاکترانو په نسخه د طالبانو له لوري د ډاکترانو د یوه کمیسیون له لوري ارزول کېدل او بیا به پرته له پاسپورټ او وېزې پاکستان ته تلل.

د پاکستان حکومت وړاندې ویلي و، چې د روانې مارچ میاشتې له وروستۍ نیټې هاخوا به پر دغه لاره ناروغانو او د لویو لاریو چلوونکو ته پرته له پاسپورټ او وېزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

خو د پاکستان حکومت لا په دې اړه خپل رسمي نظر له رسنیو سره نه دی شریک کړی.

د طالبانو د احصایې اداره وايي، چې د افغانستان نفوس نږدې ۳۵ میلیونه تنه دی

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د احصایې ادارې ویاند ویلي چې د دې ادارې د اټکل له مخې د افغانستان نفوس څه باندې ۳۴.۹ میلیونه تنه دی. محمد حلیم رافع وویل چې د دغو وګړو «۵۱ سلنه نفوس نارینه او ۴۹ سلنه ښځې دي.»

هغه ومنله چې دوی د کره سرشمیرنې لپاره اړینه بودجه نه لري.

حلیم رافع وايي، واک د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ادارې څه باندې ۶.۵ میلیون برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي خو دغه شمېر کومو خپلواکو ادارو نه دی تاييد کړی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د دوشنبې په ورځ د (کب۲۱مه) د محمد حلیم رافع له قوله ویلي چې د افغانستان د وګړو د کره سرشمیرنې لپاره په یوه نوي پروګرام کار روان دی.

د هغه په ​​وينا، د کره سرشمېرنې لپاره ډېرې بودجې​​ ته اړتيا ده، چې که ورکړل شي نو کره سرشمېرنه به ترسره کړي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند ویلي چې په افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لپاره ۷۶ فعال مرکزونه لري چې ډېری یې په کابل کې فعالیت کوي.

محمد حلیم رافع وویل چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې په ۱۴۰۲ کال کې په ټول افغانستان کې څلور مهمې سروې ترسره کړې.

واک ته دطالبانو تر رسیدو وروسته دغې ډلې اعلان وکړ چې د افغانستان د وګړو د سرشمیرنې په لټه کې دي.

یوه امریکايي استخباراتي ډله: په عربي ټاپووزمه کې القاعدې د خپل مشر مړینه تایید کړه

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۱۲ GMT+۰

یوې امریکايي استخباراتي ډلې اعلان کړی چې په عربي ټاپووزمه کې د القاعده شبکې د خپل مشر خالد بطرفي مړینه تایید کړې. د دغې ډلې د معلوماتو له مخې عاطف العولقي د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شوی. خالد بطرفي د القاعدې له لومړنیو مشرانو څخه و چې طالبانو ته یې د بري مبارکي ورکړه.

د (اېس ای ټي اې) استخباراتي ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د بطرفي د مرګ د لامل په اړه جزيات نه دي ورکړل شوي.

بطرفي د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې وروسته له هغه د القاعدې د مشر په توګه وګمارل شو چې د هغه پخوانی مشر قاسم الریمي د متحده ایالاتو لخوا ووژل شو.

بطرفي د القاعدې له هغو ۱۵۰ بندیانو څخه یو و چې په ۲۰۱۵ کال کې وروسته له هغې خوشې شو چې دغې ډلې د یمن بندري ښار مکلا ونیوله.

په یمن کې د القاعدې څانګه د امریکا متحده ایالات له لوري د القاعده شبکې یوه له خونړیو څانګو څخه ګڼل کیږي چې د اسامه بن لادن له خوا جوړه شوې وه.

بطرفي د القاعدې له لومړنیو مشرانو څخه و چې په افغانستان کې یې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هغوی ته د بري مبارکي ورکړه.

هغه په ​​یوه پیغام کې ویلي: «دا یوازې د طالبانو بری نه دی، بلکې د (مسلمه) امت بریا هم ده. موږ د خدای شکر ادا کوو چې طالبانو ته یې دا بری ورکړ او موږ دعا کوو چې خدای دې ستاسو په هڅو کې برکت واچوي.»