عبدالله عبدالله: افغانان په روژه کې لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري

د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یوناما له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ووېل، چې افغانان په روژه کې لا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي عبدالله په خپل اېکس کې لیکلي، چې له مارکس پوتزل سره یې په کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت پبرې درلودې.