• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د طالبانو عدلیې وزیر په خپل وزارت کې شخصي زندان جوړ کړی دی

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر شېخ عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان جوړ کړی دی. سرچینې زیاتوي طالبانو د ولسي جرګې پخوانی غړی حیدر جان نعیمزوی له تېرې ورځې راهسې په خپل دغه شخصي زندان کې زنداني کړی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د دې زندان په اړه وویل، چې د عدلیې وزارت په انګړ کې دننه له برجونو د زندان استفاده کوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ومنله، چې په ولسي جرکه کې د کوچیانو پخوانی استازی حیدرجان نعیمزوی یې د کابل په بګرامي کې د ځمکې د غصب په تور توقیف کړی دی.

د حیدر جان نعیم زوی کورنۍ هم مني، چې د طالبانو د عدلیې وزیر نوموړی په خپل شخصي زندان کې اچولی.

د حیدر جان نعیمزوی کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دغه ځمکه د حیدرجان پلار او پخواني قومي مشر نعیم کوچي د شرعي قبالې په اساس اخیستې ده او دوی ټول قانوني اسناد سره لري.

دوی زیاتوی د طالبانو د عدلیې وزیر قانوني اسنادو ته پام نه کوی او د قومي تعصب له مخې چلند کوي.

د حیدر جان نعیمزي د کورنۍ یو غړی وايي: «د طالبانو عدلیې وزیر سره مو د ځمکې پر سر د خوست لګڼو کې دعوا روانه ده، دی اوس د دې بې اساسه ادعا په اړه چې مونږ ځمکه غصب کړې له دې لارې غواړي پر مونږ فشار راوړي.»

د حیدر جان نعیمزي پلار او د کوچیانو پخوانی مشر نعیم کوچی د طالبانو اوله دومره کې د دې ډلې قومندان او ملاتړی و.

د طالبانو تر ماتې وروسته د نوموړي پر کور امریکا بمبار هم وکړ او نعیم کوچی یې څو کلونه په ګونتنامو کې هم بندي کړی و.

شخصي زندان کې پخواني وکیلان او چارواکي ساتل

د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د عدلیې وزیر نه یوازې دا چې په خپل شخصي زندان کې حیدرجان نعیمزوی زنداني کړی دی، بلکې له دې وړاندې د ځمکو د غصب په تور يې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، په ولسي جرګه کې پخوانی د کوچیانو استازی ملاترخیل، د پخوانئ ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسون رییس میرافغان ساپی او د افغانستان د صرافانو د اتحادیې ریس بهرام خان ځدراڼ هم په دغه شخصي زندان کې ساتلي وو.

سرچینې وايي د طالبانو د عدلیې وزیر شېخ عبدالحکیم شرعي دغه نیول شوي کسان د د طالبانو قضايي ادارو ته نه دي پېژندلي بلکې د خپلو شخصي پرېکړو او جوړجاړي له مخې یې خوشي کړي دي.

د سرچینو پر بنسټ د طالبانو دغه مقام یوازې هغه کسان هدف ګرځوي، چې په پخواني نظام کې د کار کولو سابقه ولري.

شرعي د ملا هبت الله نژدې کس او د هغه له مستقیم ملاتړ لري.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي چې د خوست اصلي اوسیدونکی دی، د طالبانو په اوله دوره کې هم د دې ډلې د عدلیې وزارت مرستیال و.

ویل کیږي چې د طالبانو د حکومت اداري سلسله کډوډه ده او د طالبانو ځواکمن چارواکي د اداري سلسلې له مخې چلند نه کوي او له ملا هبت الله پرته نورو طالب چارواکو ته ځانونه ځواب یوونکي نه بولي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو یو شمیر کسان شخصي زندانونه لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: ازبکستان په نږدې راتلونکي کې زموږ سفیر مني

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوززار د اقتصادي مرستیال دفتر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله وايي، دغه هېواد په نږدې راتلونکي کې د دوی سفیر مني. بختیار سعیدوف نن د یوه دولتي او خصوصي پلاوي په مشرۍ کابل کې له ملا برادر اخوند سره پر مختلفو مسلو خبرې درلودې.

په اعلامیه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په حواله ویل شوي چې هېواد یې چمتو دی «له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومني.»

ازبکستان تېره میاشت افغان سفارت د طالبانو ډیپلوماټ او د دې ډلې د کانونو د وزیر شهاب الدین دلاور زوی ته وسپاره.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، نړۍ کې د افغانستان ۳۸ ډیپلوماټیکې استازۍ چې سفارتونه او کونسلګرۍ پکې شاملې دي، له دوی سره دي.

د ملا برادر او سعیدوف نورې خبرې

د ملا برادر دفتر وايي، دواړه لوري د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ، د پټلۍ شبکو غځولو، افغانستان ته د برېښنا لېږد پر پروژو او د ټرانسپورټي او ګمرکي ستونزو په له منځه وړلو وغږېدل

بختیار سعیدوف زیاته کړه، چې ازبکستان غواړي د قوش تېپې کال په تخنیکي برخه، د اوبولګونې د عصري سیسټمونو په عملي کولو، له ډبرو سکرو د برېښنا په تولید کې پر پانګونه سربېره، د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او د سیمه‌ییز اتصال په موخه د افغان - ټرانس او برېښنا په برخه کې مهمې پروژې عملي کړي.

افغانستان ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر دا سفر د طالبانو، ازبکستان، قرغزستان او پاکستان ترمنځ د کاسا زر پروژې د چارو پیلولو تړون تر لاسلیک څو ورځې وروسته دی.

طالبان وايي، دا پروژه به راتلونکې میاشت پیل شي.

امیرخان متقي:‌د نړۍ مختلفو برخو کې ۳۸ استازولۍ را سره په تماس او اطاعت کې دي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، په مختلفو هېوادونو کې د افغانستان ۳۸ ډیپلوماټیکې استازۍ له دې وزارت سره په تماس او «اطاعت» کې دي. امیرخان متقي نن د دیني مسلو د زدکړې غونډه کې وویل، له دې نمایندګیو چې سفارتونه او کونسلګرۍ دي، «د فساد او یا د مراجعانو د کار د ځنډېدو شکایت نشته.»

هغه دا هم وویل، چې له دې نمایندګیو عواید په شفاف ډول د دوی لاس ته ورځي.

له دوه نیم کلونو ډېر وخت کېږي چې طالبانو واک ترلاسه کړی، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژندل کېږي.

که څه هم په ډېری هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او استازۍ د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو په لاس کې دي، خو ځینې هېوادونو دا سفارتونه طالبانو ته سپارلي دی.

پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ترکیه، متحده عربي امارات او څو نورو هېوادونو افغان سفارتونه طالبانو ته سپارلي او ځینې هېوادونو هم د دوی استازي منلي او اړوند سفارتونه او استازۍ له دوی سره تماس لري.

پر عصري زدکړو ټینګار

امیر خان متقي نننیو خبرو کې دا هم وویل، چې د دوی نظام اسلامي دی او سیکولر نه دی، «مطلب دا چې دغه نظام کې عصري او دیني علومو ته اړتیا ده او سیاست له دین جلا نه دی.»

نوموړي دا هم زیاته کړه چې د اسلامي نظام دا مانه هم نه ده چې دوی به عصري زدکړې نه کوي.

امیرخان متقي دا خبرې نن د دغه وزارت د دیني زدکړو او احکامو په مناسبت غونډه کې وکړې او ویې ویل، د دې وزارت کارمنان د عصري زدکړو په څېر په دیني زدکړو کې هم کوشش کوي: «الحمد الله زموږ مسجد د لمانځه وخت کې ډک وي او د درس حلقې هم ډکې وي.»

که څه هم پر امیرخان متقي سربېره نور طالب چارواکي هم پر عصري زدکړو ټینګار کوي، خو دې ډلې واکمنېدو سره زرګونو مدرسې جوړې کړې، اما د سیګار په ګډون د مختلفو راپورونو له مخې د عصري زدکړو کیفیت ورځ تر بلې خرابېږي.

د سیسټو سرمنشي: له افغانستان سره د تاجکستان پولې د امنیت پیاوړتیا پلان تر جولای بشپړېږي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د ټولیز امنیت تړون سازمان یا سیسټو سرمنشي وايي، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د امنیت ټینګولو پلان به تر راتلونکي جولای بشپړ شي. امانګلي تسماګامبتوب وایي، دا پلان د ټولیز تړون پارلمان او شورا کې تصویب او د غړو هېوادونو اړوند ادارو ته سپارل شوی دی.

نوموړی نن له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې زیاتوي، چې د دې پلان په پلي کولو سره به د ټولیز تړون د سویلي برخې امنیت ډاډمن شي.

د ټولیزتړون د غړو هېوادونو د وزیرانو او ادارو پلاوي د تېرې میاشتې وروستیو او مارچ لومړیو کې هم په دې هکله غونډه درلوده.

د طالبانو واکمنېدو سره د ټولیز تړون غړي او مشران له افغانستانه تاجکستان او د دې تړون نورو غړو هېوادونو ته د وسلوالو په تېره د داعش له ننوتو وېره لري او وخت ناوخت په دې هکله اندېښنه څرګندوي.

پخپله تاجکستان هم له افغانستان سره په خپله پوله کې امنیتي تدابیر ډېر کړي او تېر اکټوبر کې هم د دغه هېواد ولسمشر په اړوند پوله کې ۲۴ نوې جوړې شوې پوستې پرانیستې.

د طالبانو کانونو وزارت: د پنجشېر ۲۵۴۷ قیراطه زمرود یې په نږدې ۹۵ زره ډالرو پلورلي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د طالبانو کانونو وزارت په پنځلسم پړاو کې د پنجشېر دوه زره او ۵۴۷ قیراطه زمرود په نږدې ۹۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي. د دغه وزارت په خبره، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي چې له درې‌نیم ميليونو زیات امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د سې شنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په پنځلسم پړاو کې یې دوه زره او ۵۴۷ قیراطه زمرود په نږدې ۹۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي.

دغه وزارت وايي، په پنځلسو پړاونو کې یې څه باندې ۵۰ زره قيراطه زمرود پلورلي چې درې‌ ميليونه، ۶ لکه، ۲۷ زره او ۸۰۰ امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

یاد وزارت وايي، د پنجشېر د زمردو استخراج لږ تر لږه لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو دغه وزارت ادعا کړې چې د پنجشیر په ټولو پلورل شویو زمردو کې د طالبانو د ادارې ونډه یوازې ۱۰٪ سلنه وه.

خو د زمرودو یو شمېر کاروباریان د طالبانو دا یوه تشه دعوه بولي.

د روان کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه او تر دې دمه یې په لسګونو زرو قیراطه زمرود له کانونه را ایستلي او پر افغان سوداګرو یې پلورلي دي.

د دغې ډلې د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د طالبانو کانونو وزارت په څوارلسم پړاو کې د پنجشېر شپږ زره او ۸۸۷ قیراطه زمرود په دوه لکه او ۱۷ زره او ۲۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

د ملي مقاومت جبهې په کابل کې د یو طالب د وژلو خبر ورکړی

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې د دوشنبې په ماښام خبر ورکړی چې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

دغه جبهه وايي، چې په دې برید کې یې ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د مقاومت جبهې په اېکس خواله رسنۍ خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي،‌ چې د طالبانو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

طالبانو تر اوسه د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.