• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سیسټو سرمنشي: له افغانستان سره د تاجکستان پولې د امنیت پیاوړتیا پلان تر جولای بشپړېږي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د ټولیز امنیت تړون سازمان یا سیسټو سرمنشي وايي، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د امنیت ټینګولو پلان به تر راتلونکي جولای بشپړ شي. امانګلي تسماګامبتوب وایي، دا پلان د ټولیز تړون پارلمان او شورا کې تصویب او د غړو هېوادونو اړوند ادارو ته سپارل شوی دی.

نوموړی نن له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې زیاتوي، چې د دې پلان په پلي کولو سره به د ټولیز تړون د سویلي برخې امنیت ډاډمن شي.

د ټولیزتړون د غړو هېوادونو د وزیرانو او ادارو پلاوي د تېرې میاشتې وروستیو او مارچ لومړیو کې هم په دې هکله غونډه درلوده.

د طالبانو واکمنېدو سره د ټولیز تړون غړي او مشران له افغانستانه تاجکستان او د دې تړون نورو غړو هېوادونو ته د وسلوالو په تېره د داعش له ننوتو وېره لري او وخت ناوخت په دې هکله اندېښنه څرګندوي.

پخپله تاجکستان هم له افغانستان سره په خپله پوله کې امنیتي تدابیر ډېر کړي او تېر اکټوبر کې هم د دغه هېواد ولسمشر په اړوند پوله کې ۲۴ نوې جوړې شوې پوستې پرانیستې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کانونو وزارت: د پنجشېر ۲۵۴۷ قیراطه زمرود یې په نږدې ۹۵ زره ډالرو پلورلي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د طالبانو کانونو وزارت په پنځلسم پړاو کې د پنجشېر دوه زره او ۵۴۷ قیراطه زمرود په نږدې ۹۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي. د دغه وزارت په خبره، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي چې له درې‌نیم ميليونو زیات امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د سې شنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په پنځلسم پړاو کې یې دوه زره او ۵۴۷ قیراطه زمرود په نږدې ۹۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي.

دغه وزارت وايي، په پنځلسو پړاونو کې یې څه باندې ۵۰ زره قيراطه زمرود پلورلي چې درې‌ ميليونه، ۶ لکه، ۲۷ زره او ۸۰۰ امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

یاد وزارت وايي، د پنجشېر د زمردو استخراج لږ تر لږه لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو دغه وزارت ادعا کړې چې د پنجشیر په ټولو پلورل شویو زمردو کې د طالبانو د ادارې ونډه یوازې ۱۰٪ سلنه وه.

خو د زمرودو یو شمېر کاروباریان د طالبانو دا یوه تشه دعوه بولي.

د روان کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه او تر دې دمه یې په لسګونو زرو قیراطه زمرود له کانونه را ایستلي او پر افغان سوداګرو یې پلورلي دي.

د دغې ډلې د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د طالبانو کانونو وزارت په څوارلسم پړاو کې د پنجشېر شپږ زره او ۸۸۷ قیراطه زمرود په دوه لکه او ۱۷ زره او ۲۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

د ملي مقاومت جبهې په کابل کې د یو طالب د وژلو خبر ورکړی

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې د دوشنبې په ماښام خبر ورکړی چې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

دغه جبهه وايي، چې په دې برید کې یې ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د مقاومت جبهې په اېکس خواله رسنۍ خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي،‌ چې د طالبانو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

طالبانو تر اوسه د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي، ایراني سرحدي چارواکو سره د سرحدي ستونزو په له منځه وړلو موافقه کړې

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاندوايي، چې له ایراني سرحدي چارواکو سره تر یوې غوڼډې وروسته د سرحدي ستونزو د له منځه وړلو په اړه موافقه کړې ده.

غزت الله سعید د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي،‌ چې د ایراني سرحدي چارواکو سره یې د تهانه تپې سیاه ته نږدې د سړک جوړولو او په اسلام قلعه ګمرک کې د طالب جنګیالیو او د دوغارون ګمرک کې د ایراني ځواکونو ترمنځ پر لانجو یې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي،‌ چې دواړو لورو په دغه غوڼډه کې د سرحدي ستونزو د هواري په اړه موافقې ته رسیدلې؛ خو د موافقې د جزییاتو په اړه یې کوم معلومات نه دی ورکړی.

طالبان ګاونډیو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی له موافقې پرته په سرحدي سیمو ساختماني چارې ترسره کړي او دغه چاره تر ډېره د طالبانو او ګاوډیو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د نښتو لامل کیږي.

په دې وروستیو کې څو ځلې د طالبانو د جنګیالیو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ‌ ته شوي دي او ایراني چارواکو د طالبانو د نه مسلکي‌توب نه سر ټکولی دی.

طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره: د تېر کال په پرتله صادرات او واردات زيات شوي دي

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وايي؛ د تېر کال په پرتله سږ په سلواغې میاشت کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې ده. د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د څه باندي ۱۳۴ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات او څه باندي ۷۹۳ میليونه دالرو په ارزښت واردات شوي دي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ادارې نن دوشنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ۱۴۰۲ کال په سلواغې مياشت کې د ټولو صادراتو ارزښت ۱۳۴.۱ ميلونه ډالرو ته رسيږي، چې د تېر کال د سلواغې مياشتي د صادراتو ارزښت په پرتله ۴۲.۶ مېليونه ډالره زياتوالی ښيي.

د همدې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان ۱۴۰۲ کال د سلواغې په مياشت کې د وارداتو په برخه کې ۹۸،۹ ميليونه ډالره زياتوالی راغلی.

په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ کال د سلواغې په مياشت کې د وارداتو ارزښت ۶۹۴.۴ مېليونه ډالرو و.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ د روان کال په سلواغه مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماتو ته شوي دي.

دوی وايي، چې تېر او سږ دواړه کلونه په همدې میاشت کې تر ټولو زیات واردات له پاکستان، ایران او چين هېوادونو څخه شوي دي.

د ځينو معلوماتو له مخې، چې پخواني جمهوري دولت د افغانستان د صادراتو کچه نېږدې ۶۰ سلنې ته رسولې وه، چې د هوايي او ځمکنيو دهليزونو له لارې یې منظم اسيا او اروپا ته لاس رسی درلود.

د یو شمېر افغان سوداګرو په خبره، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د صادراتو کچه کمه شوې او د وارداتو کچه څو سلنه لوړه ده.

د دوی په خبره؛ طالبان د سوداګرۍ لپاره منظمه پاليسي نه لري، د صادراتو او وارداتو ټولې پيسې د صرافيو له لارې تبادله کوي او بانکي سیسټم هم سقوط دی.

طالب قاضي القضات سوداګرو ته: په تېرو شلو کلونو کې د وژل شويو طالبانو د کورنيو لاسنيوی وکړئ

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې مشر د روژې د مبارکۍ په پيغام کې له سوداګرو او شتمنو څخه غوښتي، چې په تېرو شلو کلونو کې د دوی په لیکو کې د وژل شويو وسله والو د کورنيو لاس نیوی وکړي. عبدالحکيم حقاني ويلي؛ د دوی د قربانۍ له امله «امن» رامنځته شوی.

د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکيم حقاني د دوشنبې په ورځ د روژې مياشتې د مبارکۍ په يوه پيغام کې له خلکو غوښتي، چې روژه د«تېرو اعمالو د توبې او نفس د اصلاح» لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.

حقاني ويلي، چې د "امريکایي ۲۰ کلن اشغال" پر وړاندې د دوی د ډلې غړو قربانۍ ورکړي او دا مهال يې هېواد په امن کې دی.

نوموړي له خپلې ادارې، سوداګرو او شتمنو کسانو څخه غوښتنه کړې، چې د هغو وژل شويو کسانو له کورنيو سره همکاري وکړي، چې په تېرو شلو کلونو کې قرباني شوي دي.

هغه زياتوي: « ټول شتمن هېوادوال که په هېواد کې وي او یا بهر د روژې په دې مبارکه مياشت کې دې بې وزله افغانان، د شهیدانو کورنۍ او اولادونه نه هېروي او کومک دې ورسره وکړي.»

راسته لوري ته د طالبانو قاضي القضات عبدالحکيم حقاني او چپه لوري ته د طالبانو د پوهنې وزير حبيب الله اغا
100%
راسته لوري ته د طالبانو قاضي القضات عبدالحکيم حقاني او چپه لوري ته د طالبانو د پوهنې وزير حبيب الله اغا

د طالبانو قاضي القضات د مبارکۍ په دې پيغام کې له مسلمانانو غوښتي، چې د فلسطين له خلکو سره مرسته او همکاري وکړي؛ څو د ده په خبره د «اسراييل له وحشته» خلاص شي.

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن هم نن دوشنبه د روژې میاشتې په مناسبت په پیغام کې ویلي، چې غزه اوس مهال د اسراییل له «سخت ظلم او وحشت سره مخ ده او هغه څه چې په غزه کې روان دي د تاریخ د بشریت پر مخ تور داغ» دی.