• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ازبکستان په نږدې راتلونکي کې زموږ سفیر مني

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوززار د اقتصادي مرستیال دفتر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله وايي، دغه هېواد په نږدې راتلونکي کې د دوی سفیر مني. بختیار سعیدوف نن د یوه دولتي او خصوصي پلاوي په مشرۍ کابل کې له ملا برادر اخوند سره پر مختلفو مسلو خبرې درلودې.

په اعلامیه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په حواله ویل شوي چې هېواد یې چمتو دی «له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ومني.»

ازبکستان تېره میاشت افغان سفارت د طالبانو ډیپلوماټ او د دې ډلې د کانونو د وزیر شهاب الدین دلاور زوی ته وسپاره.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، نړۍ کې د افغانستان ۳۸ ډیپلوماټیکې استازۍ چې سفارتونه او کونسلګرۍ پکې شاملې دي، له دوی سره دي.

د ملا برادر او سعیدوف نورې خبرې

د ملا برادر دفتر وايي، دواړه لوري د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ترانزیټ، سوداګرۍ، د پټلۍ شبکو غځولو، افغانستان ته د برېښنا لېږد پر پروژو او د ټرانسپورټي او ګمرکي ستونزو په له منځه وړلو وغږېدل

بختیار سعیدوف زیاته کړه، چې ازبکستان غواړي د قوش تېپې کال په تخنیکي برخه، د اوبولګونې د عصري سیسټمونو په عملي کولو، له ډبرو سکرو د برېښنا په تولید کې پر پانګونه سربېره، د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او د سیمه‌ییز اتصال په موخه د افغان - ټرانس او برېښنا په برخه کې مهمې پروژې عملي کړي.

افغانستان ته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر دا سفر د طالبانو، ازبکستان، قرغزستان او پاکستان ترمنځ د کاسا زر پروژې د چارو پیلولو تړون تر لاسلیک څو ورځې وروسته دی.

طالبان وايي، دا پروژه به راتلونکې میاشت پیل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي:‌د نړۍ مختلفو برخو کې ۳۸ استازولۍ را سره په تماس او اطاعت کې دي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وايي، په مختلفو هېوادونو کې د افغانستان ۳۸ ډیپلوماټیکې استازۍ له دې وزارت سره په تماس او «اطاعت» کې دي. امیرخان متقي نن د دیني مسلو د زدکړې غونډه کې وویل، له دې نمایندګیو چې سفارتونه او کونسلګرۍ دي، «د فساد او یا د مراجعانو د کار د ځنډېدو شکایت نشته.»

هغه دا هم وویل، چې له دې نمایندګیو عواید په شفاف ډول د دوی لاس ته ورځي.

له دوه نیم کلونو ډېر وخت کېږي چې طالبانو واک ترلاسه کړی، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژندل کېږي.

که څه هم په ډېری هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او استازۍ د پخواني حکومت د ډیپلوماټانو په لاس کې دي، خو ځینې هېوادونو دا سفارتونه طالبانو ته سپارلي دی.

پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ترکیه، متحده عربي امارات او څو نورو هېوادونو افغان سفارتونه طالبانو ته سپارلي او ځینې هېوادونو هم د دوی استازي منلي او اړوند سفارتونه او استازۍ له دوی سره تماس لري.

پر عصري زدکړو ټینګار

امیر خان متقي نننیو خبرو کې دا هم وویل، چې د دوی نظام اسلامي دی او سیکولر نه دی، «مطلب دا چې دغه نظام کې عصري او دیني علومو ته اړتیا ده او سیاست له دین جلا نه دی.»

نوموړي دا هم زیاته کړه چې د اسلامي نظام دا مانه هم نه ده چې دوی به عصري زدکړې نه کوي.

امیرخان متقي دا خبرې نن د دغه وزارت د دیني زدکړو او احکامو په مناسبت غونډه کې وکړې او ویې ویل، د دې وزارت کارمنان د عصري زدکړو په څېر په دیني زدکړو کې هم کوشش کوي: «الحمد الله زموږ مسجد د لمانځه وخت کې ډک وي او د درس حلقې هم ډکې وي.»

که څه هم پر امیرخان متقي سربېره نور طالب چارواکي هم پر عصري زدکړو ټینګار کوي، خو دې ډلې واکمنېدو سره زرګونو مدرسې جوړې کړې، اما د سیګار په ګډون د مختلفو راپورونو له مخې د عصري زدکړو کیفیت ورځ تر بلې خرابېږي.

د سیسټو سرمنشي: له افغانستان سره د تاجکستان پولې د امنیت پیاوړتیا پلان تر جولای بشپړېږي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د ټولیز امنیت تړون سازمان یا سیسټو سرمنشي وايي، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د امنیت ټینګولو پلان به تر راتلونکي جولای بشپړ شي. امانګلي تسماګامبتوب وایي، دا پلان د ټولیز تړون پارلمان او شورا کې تصویب او د غړو هېوادونو اړوند ادارو ته سپارل شوی دی.

نوموړی نن له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې زیاتوي، چې د دې پلان په پلي کولو سره به د ټولیز تړون د سویلي برخې امنیت ډاډمن شي.

د ټولیزتړون د غړو هېوادونو د وزیرانو او ادارو پلاوي د تېرې میاشتې وروستیو او مارچ لومړیو کې هم په دې هکله غونډه درلوده.

د طالبانو واکمنېدو سره د ټولیز تړون غړي او مشران له افغانستانه تاجکستان او د دې تړون نورو غړو هېوادونو ته د وسلوالو په تېره د داعش له ننوتو وېره لري او وخت ناوخت په دې هکله اندېښنه څرګندوي.

پخپله تاجکستان هم له افغانستان سره په خپله پوله کې امنیتي تدابیر ډېر کړي او تېر اکټوبر کې هم د دغه هېواد ولسمشر په اړوند پوله کې ۲۴ نوې جوړې شوې پوستې پرانیستې.

د طالبانو کانونو وزارت: د پنجشېر ۲۵۴۷ قیراطه زمرود یې په نږدې ۹۵ زره ډالرو پلورلي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۰

د طالبانو کانونو وزارت په پنځلسم پړاو کې د پنجشېر دوه زره او ۵۴۷ قیراطه زمرود په نږدې ۹۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي. د دغه وزارت په خبره، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۵۰ زره قیراطه زمرود پلورلي چې له درې‌نیم ميليونو زیات امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د سې شنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې په پنځلسم پړاو کې یې دوه زره او ۵۴۷ قیراطه زمرود په نږدې ۹۵ زره امریکايي ډالرو پلورلي.

دغه وزارت وايي، په پنځلسو پړاونو کې یې څه باندې ۵۰ زره قيراطه زمرود پلورلي چې درې‌ ميليونه، ۶ لکه، ۲۷ زره او ۸۰۰ امریکايي ډالر یې پې ترلاسه کړي.

یاد وزارت وايي، د پنجشېر د زمردو استخراج لږ تر لږه لس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو دغه وزارت ادعا کړې چې د پنجشیر په ټولو پلورل شویو زمردو کې د طالبانو د ادارې ونډه یوازې ۱۰٪ سلنه وه.

خو د زمرودو یو شمېر کاروباریان د طالبانو دا یوه تشه دعوه بولي.

د روان کال د زمري میاشتې په نیمایي کې طالبانو د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمرودو کان کیندنه پیل کړه او تر دې دمه یې په لسګونو زرو قیراطه زمرود له کانونه را ایستلي او پر افغان سوداګرو یې پلورلي دي.

د دغې ډلې د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمرودو کانونه ثبت شوي چې ۵۵۰ کانونو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړل شوې.

نړېوال سازمانونه او شنونکي وايي، چې د طالبانو حکومت د افغانستان کانونه په نامسلکي او ناقانونه ډول پلټي او پلوري یې چې په دې سره ترلاسه شوې پیسې یې شخصي جیبونو ته ځي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې، دغې ډلې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج پانګونه وکړه.

د طالبانو کانونو وزارت په څوارلسم پړاو کې د پنجشېر شپږ زره او ۸۸۷ قیراطه زمرود په دوه لکه او ۱۷ زره او ۲۵۰ امریکايي ډالرو پلورلي.

د افغانستان د کانونو کېندنه او خرڅلاو د تېر افغان حکومت د چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو له لوري د کانونو کېندنه مشروع نه ده او معلومه نه ده چې عواید یې چیرته ځي.

د ملي مقاومت جبهې په کابل کې د یو طالب د وژلو خبر ورکړی

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې د دوشنبې په ماښام خبر ورکړی چې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور وسله وال ټپیان شوي دي.

دغه جبهه وايي، چې په دې برید کې یې ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د مقاومت جبهې په اېکس خواله رسنۍ خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي،‌ چې د طالبانو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

طالبانو تر اوسه د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي، ایراني سرحدي چارواکو سره د سرحدي ستونزو په له منځه وړلو موافقه کړې

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاندوايي، چې له ایراني سرحدي چارواکو سره تر یوې غوڼډې وروسته د سرحدي ستونزو د له منځه وړلو په اړه موافقه کړې ده.

غزت الله سعید د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي،‌ چې د ایراني سرحدي چارواکو سره یې د تهانه تپې سیاه ته نږدې د سړک جوړولو او په اسلام قلعه ګمرک کې د طالب جنګیالیو او د دوغارون ګمرک کې د ایراني ځواکونو ترمنځ پر لانجو یې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي،‌ چې دواړو لورو په دغه غوڼډه کې د سرحدي ستونزو د هواري په اړه موافقې ته رسیدلې؛ خو د موافقې د جزییاتو په اړه یې کوم معلومات نه دی ورکړی.

طالبان ګاونډیو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی له موافقې پرته په سرحدي سیمو ساختماني چارې ترسره کړي او دغه چاره تر ډېره د طالبانو او ګاوډیو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د نښتو لامل کیږي.

په دې وروستیو کې څو ځلې د طالبانو د جنګیالیو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ‌ ته شوي دي او ایراني چارواکو د طالبانو د نه مسلکي‌توب نه سر ټکولی دی.