د امریکا د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښونو د ارزونې په کلني راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو ویل شوي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې خپل واک پیاوړی کړی او د دې ډلې مخالف ځواکونه یې ځپلي دي.
وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰کال په زمري مياشت یا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان واک ته ورسېدل، لږ تر لږه دوو طالب ضد پوځي جبهو د افغانستان په شمالي سېمو کې د دې ډلې پر ضد فعاليتونه پيل کړل.
د ازادۍ او د ملي مقاومت د جبهو په ګډون د طالبانو ضد جبهې کله ناکله د طالبانو پر ځواکونو د چریکي بریدونو راپور ورکوي.
په ځینو مواردو کې، طالبانو د دغو ځواکونو غړي او قومندانان، چې دوی یې « یاغیان» بولي وژلي دي.
د امریکا د استخباراتي ادارو په کلني راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د خپلو مخالفو ځواکونو د ځپلو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د قوي کولو توان هم لري.
په راپور کې راغلي، چې له دې سره سره به طالبان د افغانستان روان بشري ناورین او اقتصادي کمزورتیا ته رسېدنه ونه کړي.
امریکايي استخباراتي ادارو دا هم لیکلي، چې طالبانو د محدودو تګلارو پلي کولو ته دوام ورکړی، چې پکې د نجونو پر زدکړو بندیز، په عام محضر کې تورنو ته سزا ورکول، د لاریونونو او اعتراضاتو ځپل شامل دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو تګلاره
د امریکا د استخباراتي ادارو په راپور کې راغلي، چې د سیمه ییزو قدرتونو تمرکز دا دی چې د افغانستان ستونزه په دغه هېواد کې محدوده وساتل شي او په ورته وخت کې له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو هڅه کوي.
خو په راپور کې ټینګار شوی، چې د سیمې هېوادونه به د طالبانو د رسمیت پېژندګلوۍ د غوښتنې په اړه له احتیاطه کار واخلي.
د امریکا د څارګرې ادارې د راپور په یوه برخه کې دا هم ویل شوي، چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د نورو هېوادونو د ګټو په نښه کولو سره غواړي، چې د «طالبانو د رژیم» مشروعیت کمزوری کړي.
په افغانستان کې پر بهرنیو اهدافو د داعش د برید ګواښ
امریکايي استخباراتي ادارو ویلي دي، چې د داعش خراسان څانګه هڅه کوي په افغانستان کې پر بهرنیو اهدافو بریدونه وکړي.
د دې سازمان په کلني راپور کې راغلي، چې داعش هڅه کوي په افغانستان کې پر بهرنیو اهدافو په بریدونو سره د طالبانو د حکومت مشروعیت کمزوری کړي.
د طالبانو د دوه نیم کلنې واکمنۍ په موده کې داعش په افغانستان کې د ګڼو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي؛ خو تل یې د دې ډلې پر پټنځیو د بریدونو خبر ورکړی دی.
داعش تېر کال په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید مسوولیت منلی و. په دغه برید کې د دغه سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول.
داعش هم په النبا مجله کې د روسیې پر سفارت د برید جزیات خپاره کړي، په کابل کې یې بهرني سفارتونه د «جاسوسۍ ځالې» بللې او په راتلونکي کې یې د بریدونو ګواښ کړی دی.
تېر کال په ليندۍ میاشت کې د داعش خراسان څانګې اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د پاکستان پر سفارت برید کړی دی.
د دغه برید هدف د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وو او په برید کې د هغه یو ساتونکی ټپي شوی و.
داعش همدا ډول د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر ضد د بریدونو مسوولیت منلی دی.
تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د طالبانو له خوا د داعش د ماتولو له ادعا سره سره دغې ډلې په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او لا هم د سیمې لپاره ګواښ دی.