د بښنې نړۍوال سازمان: طالبانو پرته له اسنادو او شواهدو افغان فعالان بندیان کړي دي

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د بشري حقونو ښځینه فعاله منیژه صدیقي او د پوهنې فعالان احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان په خپل سر نیول شوي دي.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د بشري حقونو ښځینه فعاله منیژه صدیقي او د پوهنې فعالان احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان په خپل سر نیول شوي دي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د دوی پر ضد د شواهدو او اسنادو په نه لرلو سره، سره د دوی له خوشې کولو ډډه کړې او دوی یې په زندان کې ساتلي دي.
دوی د دغو فعالینو د ژر تر ژره خوشې کولو لپاره له خلکو غوښتي، چې طالبانو ته لیک واستوي او د دغو فعالینو د خوشې کولو په دغه کمپاین کې ونډه واخلي.
دغه سازمان د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته د یوه لیک په استولو سره، د دغو فعالینو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان لیکلي، چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ښځینه معترضې له ورکېدو، خپل سرو نیونو، زنداني کېدو، ربړونې او له نور ناوړه چلند سره مخامخې شوې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د افغان ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۹مه نادرکه شوه او وروسته د طالبانو په بند کې وموندل شوه او له هغه وروسته د ډسمبر په ۵مه زندان ته واستول شوه.
دغه سازمان وایي، چې هغه په زندان کې مدافع وکیل او یا د کورنۍ سره د منظمو لیدنو اجازه نه لري او له ربړونې او ناوړه چلند سره مخ ده.
دغه سازمان یوځلې بیا د هغې د سمدستي او پرته له قید او شرطه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال دغه سازمان وایي ، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۱۷مه د زدهکړو برخې فعالین احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان چې د فکر بهتر د پوهنې له بنسټ سره کار کوي، د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست لهخوا په کابل ښار کې له خپل دفتره نیول شوي.
د دغه سازمان په وینا، دوی د طالبانو پر ضد کړنو تورن دي او اوسمهال د څرخي پله په زندان کې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خپل سرې نیونه د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی، دوی باید په سملاسي توګه خوشې شي.