اوچا: سویس د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۱.۷ مېلیونه ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د همغږۍ اداره «اوچا» وایي، چې سویس د ۲۰۲۴ کال له پاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۵ مېلیونه فرانک چې ۱.۷ مېلیونه ډالر کېږي مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ اداره «اوچا» وایي، چې سویس د ۲۰۲۴ کال له پاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۵ مېلیونه فرانک چې ۱.۷ مېلیونه ډالر کېږي مرسته وکړه.
اوچا له دغه هېواده مننه کړې او په اېکس پاڼه یې لیکلي دي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې دغه هېواد له افغانستان سره له ۱۹.۷ مېلیونه ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
له بل پلوه د مارچ په اتمې نېټې د ښځو د پیوستون په نړۍواله ورځ د ملګرو ملتونو په خپور شوي راپور کې راغلي و، چې څه باندې ۱۲ مېلیونه افغان ښځې سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام هم تر دې وړاندې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې تېر کال د مرستو د بې ساري کمښت له امله لس مېلیونه خلک د خوړو د نړۍوال پروګرام له خوراکي مرستو څخه بې برخې شول.
دغه پروګرام لیکلي و، چې په تېره یوه میاشت کې یې په افغانستان کې له ۷.۹ مېلیونه کسانو سره مرسته کړې ده.
له بل پلوه په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوړو د برخې مشر راجرز وینیاما د فبرورۍ په ۲۴مه ویلي و:« د افغانستان د خوړو څانګه اټکل کوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به شاوخوا څلور مېلیونه ښځې او ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ وي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، د بودجې د کمښت له امله اوس له ۱۶ مېلیونه وږو خلکو څخه یوازې اووه مېلیونه خلکو ته بېړني خواړه چمتو کوي.


د طالبانو د سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا او په دې برخه کې د شته خنډونو د له لرې کولو په موخه یې د پاکستان سوداګریز پلاوي ته بلنه ورکړې چې کابل ته ورشي. طالبان وايي، په دې برخه کې یې له پاکستاني لوري سره انلاین خبرې شوې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره ورځ دوشنبه ناوخته (د کب ۲۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا ته یې د یوې انلاین ناستې پر مهال بلنه ورکړې چې له یوه پلاوي سره کابل ته ورشي.
دغه وزارت وایي، چې په دغو خبرو داوړو لوریو د وروستیو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د ډېروالي، په دې برخه کې د خنډونو لرې کولو او د ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو د له منځه وړلو، د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پر زیاتوالي او د سیمه ییزې همکارۍ په زیاتوالي خبرې کړې.
طالبانو داسې مهال د پاکستان سوداګریز پلاوي ته د ستونزو د حل په موخه کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې چې د پاکستان له لوري افغان لارۍ چلوونکو ته پاکستان ته په ورتګ د وېزې حتمي کېدو وروستۍ نېټې ته اېله ۱۹ ورځې پاتې دي.
وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د را راونې اپریل میاشتې له لومړۍ نیټې به پاکستان ته د سوداګریزو لاریو چلوونکي، یوازې په پاکستانۍ وېزه دغه هيواد ته سفر کولای شي.
پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون د کب میاشتې په څلورمه راپور ورکړی و، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د یوې سروې له مخې په ۲۰۱۰ کال کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ مېلیارده ډالره وه؛ خو په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو کې دا کچه ۱.۶ مېلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.
افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې حبوبات، بوره، سبزۍ، میوې، مغز، د خټکي او لیمو پوستکي، مالګه، سلفر، ډبرې، نباتي غوړي، پلاستیک او د هغه توکي، درمل جوړوونکي توکي، لرګي او د لرګیو توکي، اوسپنه او فولاد شامل دي.
له افغانستانه پاکستان ته وارداتو کې انځر، انګور، بادام، پیاز، مڼې، لوبیا، پنبه او ګران بیه ډبرې شاملې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روان لمریز کال په لړم میاشت کې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو تر ترینګلتیا وروسته، ایران ته د خپل سفر پر مهال له ایراني لوري سره په لیدنه کې د چابهار بندر له لارې د افغانستان په سوداګرۍ او ټرانزيټ خبرې کړې وې.
هغه مهال ایراني چارواکو ورته ويلي وو چې طالبان کولای شي د چابهار بندر له لارې خپله سوداګري پيل کړي.
چابهار بندر د افغانستان د نیمروز ولایت په ګاونډ د ایران په سیستان بلوچستان کې پروت دی او پر تهران سربېره هند هم له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د وصل لپاره پر دې بندر پانګونه کوي.
خو له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې یوه لویه ستونزه دا مهال پر دغه لاره د موټر چلوونکو د پاسپورټ او ویزو ده، د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو په ۲۰۲۳ کال کې دغو موټر چلوونکو ته د ویزو پرځای د ځانګړو کارټونو د ورکړې غوښتنه کړې وه خو پاکستاني حکومت پرې غوږ و نه ګراوه.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې له دوه زرو زیات کډوال له ایرانه او ۲۱۷ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت له ایرانه د را اوښتو کډوالو کره شمېر نه دی ښودلی او یوازې له څه د پاسه دوه زرو کډوالو خبره یې کړې.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (کب ۲۱مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۷ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۲۰مه نېټه له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم له دوه زرو زیات افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د روانې کب میاشتې په ۲۰مه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.
دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.
ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.
له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل دوام لري او هره ورځ په منځني کچ ۱۵۰۰ افغان کډوال له دواړو هیوادونو په زور ایستل کیږي او په افغانستان کې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د بشري حقونو ښځینه فعاله منیژه صدیقي او د پوهنې فعالان احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان په خپل سر نیول شوي دي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د دوی پر ضد د شواهدو او اسنادو په نه لرلو سره، سره د دوی له خوشې کولو ډډه کړې او دوی یې په زندان کې ساتلي دي.
دوی د دغو فعالینو د ژر تر ژره خوشې کولو لپاره له خلکو غوښتي، چې طالبانو ته لیک واستوي او د دغو فعالینو د خوشې کولو په دغه کمپاین کې ونډه واخلي.
دغه سازمان د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته د یوه لیک په استولو سره، د دغو فعالینو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان لیکلي، چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ښځینه معترضې له ورکېدو، خپل سرو نیونو، زنداني کېدو، ربړونې او له نور ناوړه چلند سره مخامخې شوې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د افغان ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۹مه نادرکه شوه او وروسته د طالبانو په بند کې وموندل شوه او له هغه وروسته د ډسمبر په ۵مه زندان ته واستول شوه.
دغه سازمان وایي، چې هغه په زندان کې مدافع وکیل او یا د کورنۍ سره د منظمو لیدنو اجازه نه لري او له ربړونې او ناوړه چلند سره مخ ده.
دغه سازمان یوځلې بیا د هغې د سمدستي او پرته له قید او شرطه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال دغه سازمان وایي ، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۱۷مه د زدهکړو برخې فعالین احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان چې د فکر بهتر د پوهنې له بنسټ سره کار کوي، د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست لهخوا په کابل ښار کې له خپل دفتره نیول شوي.
د دغه سازمان په وینا، دوی د طالبانو پر ضد کړنو تورن دي او اوسمهال د څرخي پله په زندان کې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خپل سرې نیونه د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی، دوی باید په سملاسي توګه خوشې شي.

د «ښځینه قاضیانو د نړۍوالې ورځې» په پار د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې وايي، چې د طالبانو د فرمانونو له مخې ټولې ښځینه قاضیانې په کور کېنول شوې چې له دې امله ګڼو افغان مېرمنو ته په قضایي برخو کې ستونزې راولاړې شوې دي.
رینا امیري د (کب په ۲۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، هغې ته پر دغې ورځې هغه مېرمنې وریادېږي چې په افغانستان کې یې د قاضیانو په توګه دندې لرلې.
هغې زیاته کړې: «د طالبانو پر له پسې فرمانونو ګڼې ښځینه قاضیانې په کور کېنولې او هغه افغانانې چې زیانمنوونکې وې او پر دغو قاضیانو ډادمنې وې، هغوی یې نهیلې کړې.»
د دغو ښځينه قاضیانو چې یوه برخه یې له هېواده وتلې او یو شمېر یې لا هم د ننه په افغانستان کې ژوند کوي وایي، چې د کار پر مهال یې د طالبانو د دوسیو د څېړلو له امله اوس له سختو ګواښونو سره مخامخې شوې دي.
طالبانو د خپلې دویمې واکمنۍ له پیله له ۵۰ ډېر فرمانونه د ښځو پر ضد صادر کړي او هغوی یې له ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو محرومې کړې، چې له دې امله هم په کور د ننه او هم د نړۍوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې د دوشنبې په ماښام خبر ورکړی چې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی او د دغې ډلې دوه نور وسله وال ټپیان شوي دي.
دغه جبهه وايي، چې په دې برید کې یې ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د مقاومت جبهې په اېکس خواله رسنۍ خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
طالبانو تر اوسه د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.