د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: پاکستانی سوداګریز پلاوی مو د ستونزو د حل په موخه کابل ته رابللی

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا او په دې برخه کې د شته خنډونو د له لرې کولو په موخه یې د پاکستان سوداګریز پلاوي ته بلنه ورکړې چې کابل ته ورشي. طالبان وايي، په دې برخه کې یې له پاکستاني لوري سره انلاین خبرې شوې.