د طالبانو سټنډرډ اداره: ۶۷ ټانکره بې کېفیته تېل مو بېرته ایران ورستانه کړل

د طالبانو د سټنډرډ ادارې ویلي چې له ایرانه افغانستان ته یې د ۶۷ ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیولې ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.





