استخباراتي ادارې: امریکا له «ماتېدونکي نړېوال نظم» او ځواکمنو سیالانو سره مخ ده

د امریکا استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی چې دغه هیواد په بې ساري ډول د «ماتېدونکي نړېوال نظم» سره مخ دی. دغو بنسټونو د امریکا سنا ته په یوه راپور کې ویلي، چې چین، روسیې، ایران او نورو سیمه ییزو لوبغاړو نړیوال نظام او د امریکا لومړیتوبونه ننګولي دي.