• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې جګړه؛ اسراييل د غزې په تړانګه کې د حماس د پوځي مرستیال د وژل کېدو راپورونه ارزوي

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۰

اسراييل د دوشنبې په ورځ په يوه هوايي بريد کې د حماس د پوځي مرستیال د وژل کېدو راپورونه په داسې حال کې ارزوي، چې د روژې مياشتې په مناسبت د غزې په جګړه کې د اوربند د ټينګښت لپاره خبرې اترې له خنډ سره مخامخ شوې دي.

که د هغه مړینه تایید شي، مروان عیسا به د حماس تر ټولو لوړ پوړی چارواکی وي، چې د اسراییل له خوا په روانه پنځه میاشتنۍ جګړه کې وژل کیږي چې فلسطین یې له خاورو سره خاورې کړې او د زرګونه کسانو ژوند یې اخیستی.

د اسراییل د پوځ راډیو ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د شنبې په شپه د غزې په مرکزي سیمه کې د النصیرات کمپ په داسې حال کې بمبار کړی، چې هلته یې د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لېوا د مرستیال قوماندان عیسا د شتون په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو.

د راپورونو له مخې؛ په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي دي.

اسراييلي ورځپاڼې هارتز راپور ورکړى، چې اسراييل په دې لټه کې دی، چې دا ومومي چې په وژل شویو کې عیسا هم شامل دی او که نه.

نه د اسراییل پوځ او نه هم د حماس چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

د عیسا مړینه که تایید شي، د اوربند او د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدو هڅې به لا پسې پیچلې کړي.

که څه هم اسراییل وايي، چې د مصر او قطر د منځګړیتوب له لارې د اوربند خبرې روانې دي.

د اسراییل استخباراتو موساد د اونۍ په پای کې ویلي وو، چې دواړه خواوې د اوربند په اړه یوې موافقې ته د رسېدو په لټه کې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

چین، روسیه او ایران د عمان په خلیج کې ګډ سمندري تمرینات کوي

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۰

روسیې اعلان وکړ، چې د دوی یوه جنګي بېړۍ د ایران او چین سره په پنځه ورځني ګډ تمرین کې د ګډون لپاره د ایران اوبو ته ننوتې ده. ټاکل شوې دغه تمرين د نن دوشنبه د عمان په خليج او عربي سمندرګي کې ترسره شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې د جنګي بېړیو سربېره به پوځي الوتکې هم په دغه تمرین کې چې د (سمندري امنیتي کمربند) په نوم برخه اخلي.

وزارت ویلي، چې د دې تمرین د ترسره کولو هدف "د سمندري اقتصادي فعالیتونو امنیت ارزونه" ده او زیاته یې کړه، چې د دې عملي برخه به د عمان خلیج په اوبو کې ترسره شي.

د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اذربايجان، قزاقستان، پاکستان، جنوبي افريقا، عمان او هند د سمندري ځواکونو استازي به د څارونکو په توګه په دې تمرين کې ګډون وکړي.

دا تمرینات په داسې حال کې کیږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د یمن حوثي یاغیانو چې د ایران یوه نیابتي ډله ده، په سور سمندرګي کې په نړۍوالو کښتیو په بریدونو سره په سیمه کې د تګ راتګ امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

د باب المندب تنګی او د عدن خلیج د تهران او مسکو ترمنځ د پوځي همکارۍ په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته ډېره پراخه شوې او دا مسالې د لویدیځو هېوادونو د اندېښنې لامل شوې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري ویلي، چې ایران او مسکو غواړي د اوږدمهاله تړون په چوکاټ کې خپلې پوځي او تخنیکي همکارۍ پیاوړې کړي.

د برېتانيا د دفاع وزير گرانټ شاپس هم په لندن کې د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ اعلان کړی و، چې ایران روسيې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ويشتونکي بالستيک توغندي ورکړي دي.

شاپس روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د ورکولو په برخه کې د ایران د حکومت اقدام ته په اشارې سره وویل: "موږ شاهدان یو چې کله هم په نړۍ کې شخړه رامنځته کیږی، ایران اکثراً هغې ته لمن وهی."

د ایران حکومت چې د مسکو یو له مهمو متحدینو څخه دی هم تورن دی، چې د شاهد ۱۳۱ او شهید ۱۳۶ ډرون الوتکې یې روسیې ته استولي چې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو پر مهال ترې کار واخیستل شي.

د افغانستان لپاره د امریکا غیرمقیم سفارت افغانستان ته د مرستو رسولو پر بهیر بیا کتنه کړې

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۳۷ GMT+۰

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا غیرمقیم سفارت سرپرسته وايي، چې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرسته کوونکو سره یې یو ځای افغانستان ته د مرستو رسولو پر بهیر بیا کتنه کړې ده.

کرن ډېکر نن دوشنبه (د کب ۲۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې د یوه تصویر په خپرولو سره ویلي، چې د بیا کتنې سربېره د دوی اصلي تمرکز د مرستو پر روڼتیا او نظارت دی.

نوموړې یو ځل بیا افغانو مېرمنو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانې ښځې د توپیر رامنځته کونکې، مدافعینې او د بدلون راوستلو لارویانې دي.

کرن ډېکر په خپل یادښت کې له اتلسو هېوادونو او بنسټونو څخه د هغوی له ګډ چلند څخه مننه کړې ده.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د نړۍ اکثرو هېوادونو خپل سفارتونه د قطر پلازمېنې دوحې ته انتقال کړل او په دې سره د افغانستان د مرسته کوونکو هېوادونو د مرستو چارې هم په لویه پیمانه قطر ته انتقال شوي دي.

مدني فعالان: د امریکا د سفارت په مجلس کې موږ له طالبانو سره د تعامل غوښتنه نه ده کړې

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۲۵ GMT+۰

په استانبول کې د ځینو افغان مدني فعالانو د "طالبانو سره د تعامل" په اړه د متحده ایالاتو د سفارت د شارژدافیر د یادښت تر خپرېدو وروسته وویل، چې دوی له کرن ډیکر څخه د داسې څه غوښتنه نه ده کړې. د دې غونډې یو کډونوال وویل، چې دوی ټینګار کړی چې "طالبان پر خبرو باور نه لري".

د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو پخواني مرستیال فریدون الهام چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ هغو مدني فعالانو چې په استانبول کې یې له مېرمن ډېکر سره وکتل، په ښکاره یې وویل، چې طالبانو په تېرو دوه نیمو کلونو کې وښودله چې دوی په خبرو اترو باور نه لري.

ښاغلي الهام زیاته کړه، چې په دوحه کې وروستۍ ناستې وښوده، چې طالبان حتا د افغانستان د څلورو مدني فعالانو له مخامخ کېدو وېره لري.

هغه په ​​افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د زرګونو دیني مدرسو د جوړولو بهیر ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه مرکزونه نه یوازې د افغانستان د خلکو، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د سرطان تخم شي. ځکه چې د ده په وینا د طالبانو له خوا ترویج شوې مذهبي بنسټپالنه به د سیمې، اروپا او امریکا د هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړي.

په دې کتنه کې فریدون الهام وویل؛ نړۍ باید په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره لاسونه سره یو کړي او د دغه هېواد د سیاسي نظام بڼه باید بدله شي.

یوې بلې مدني فعالې فرزانه ابراهیمي چې په استانبول کې یې له کرن ډېکر سره په کتنه کې حضور درلود، په دې غونډه کې د خپلې وینا بشپړ متن افغانستان انټرنشنل ته استولی دی.

د مېرمن ابراهیمي د خبرو په متن کې داسې څه نه شته چې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وکړي.

مېرمن ابراهیمي جګړه او تاوتریخوالی د افغانستان لپاره "علاج" نه بولي او وايي؛ له کړکېچ څخه د وتلو لپاره باید سیاسي حل لاره ولټول شي.

دغې مدني فعالې د یوه داسې چوکاټ پر جوړولو ټینګار وکړ، چې له مخې به یې د ټولو قومي ډلو په ګډون د یوه ولسي حکومت د جوړېدو زمینه برابره شي.

د اغلې ابراهیمي وینا وه، چې خلک په ځانګړې توګه د ټولنې زیانمنونکي لکه؛ ښځې او پخواني دولتي کارکوونکي اوس مهال له پراخ ذهني او فزیکي نه خوندیتوب سره لاس او ګریوان دي.

هغې وویل؛ د امنیت د برابرولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې له ادعاو سره - سره د افغانستان هزاره او شیعه ټولنې له خونړیو پېښو سره لاس او ګرېوان دي، چې په ښکاره ډول د "نسل وژنې" او "د بشریت ضد جنایت" بېلګې دي.

فرزانې ابراهیمي په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان له یوه ژور، څو اړخیز او پیچلي بحران سره مخ دی چې پړه یې طالبان دي.

په استانبول کې مېشت افغان ډاکټر علي فولادوند هم افغانستان انټرنشنل ته د خپلې وینا یوه کاپي رالیږلې، چې په کې له طالبانو سره د خبرو د ملاتړ خبره نه ده شوې.

د ښاغلي فولادوند په وینا: "په افغانستان کې د واک لوړ مرکزي او ځانګړی جوړښت د دې هیواد اصلي ستونزه ده."

هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې واک "د استثمار، د ټول واک او فرصتونو انحصار د يوه قوم په لاس کې او په دغه هېواد کې د مېشتو نورو توکمونو د استثمار پر بنسټ ولاړ دي."

هغه وویل، چې د افغانستان تاریخ ښیي چې تر هغه وخته چې دا ستونزه نه وي حل شوې افغانستان به یو سوله ییز او پرمختللی هېواد نه وي.

د دغه مدني فعال په خبرو کې ویل شوي، چې د طالبانو واکمنۍ په هېواد کې له یوې ډلې پرته د ټولو لپاره وضعیت د زغم وړ نه دی. د علي فولادوند په وینا: "مذهبي او قومي اقلیتونه لکه هزاره، پنجشیریان، ازبک، سیکان او صوفیان تر سخت فشار لاندې دي."

هغه له سیاسي واک څخه د هزاره ګانو په بشپړ له منځه وړلو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې طالبان هڅه کوي له سیاسي ډګر څخه هزاره ګان په بشپړ ډول له منځه یوسي.

ښاغلي فولادوند د طالب قوماندانانو له خوا د هزاره خلکو د ځمکو او کورونو پر غصب هم نیوکه کړې ده.

په دې وينا کې ويل شوي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امريکا مرستې بايد بې شرطه نه وي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د کب په ۱۸مه په استانبول کې له یو شمېر افغان فعالانو سره د کتنې وروسته په خپل اېکس پاڼه کې ولیکل، چې "دلته ډېر استعداد او انرژۍ شتون لري چې د سیاسي پلان او طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ وکړي."

د هغې دا یادښت چې په ټولنیزو شبکو کې پراخې نیوکې راپارولې.

تر دې مخکې د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال د کرن ډېکر د خبرو په غبرګون کې ویلي وو: «له طالبانو سره د هر ډول تعامل د امکان وړاندیز د افغانانو پر مخ یو ګوزار دی.»

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۱۶ زرو ښځو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو اعلان وکړ

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان وکړ، چې په افغانستان کې یې څه باندې ۱۶ زره ښځو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابره کړې ده. دغه سازمان زیاته کړه، چې د ښځو په مشرۍ کورنۍ د عاید د برابرولو په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دغه خبر د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې اعلان کړ.

دې بنسټ په یوه بل خبر کې لیکلي، چې تېر کال یې په کابل ولایت کې د ښځو تر مشرۍ لاندې یو کرنیز نندارتون جوړ کړی و، چې ښځو پکې د څه باندې ۱۴۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۴ احتمالي راکړې ورکړې وکړې.

په دې وروستیو کې په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي دفتر ته به ۱۵ میلیونه یورو ورکړي، چې د ښځو په مشرۍ د سیمه ییزو سوداګریو او مالي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د جمعې په ورځ (د کب ۱۸مه) وویل، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د افغان مېرمنو په مشرۍ له شاوخوا ۷۵ زره کوچنیو سوداګریو سره مرسته کړې ده.

په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د کارګرو ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار کولو سخت بندیزونه لګولي دي.

له څه باندې دوه نیمو کلونو وروسته هم په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار او ځینو نورو دندو په اړه د طالبانو په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د سوېډن بېرغ د شمالي اتلانتیک تړون د ۳۲م غړي په توګه د ناټو په مرکزي دفتر کې پورته شو

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۰

په بروکسل کې د شمالي اتلانتیک تړون په مرکزي دفتر کې د سوېډن بېرغ په پورته کولو سره دا هېواد په رسمي توګه د ناټو د ۳۲م غړي په توګه وپېژندل شو. د سوېډن بېرغ د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) د سوېډن د لومړي وزیر اولف کریسټرسن او د ناټو د عمومي منشي ین سټولټنبرګ په حضور کې پورته شو.

له څو میاشتو خبرو اترو وروسته سوېډن د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په رسمي ډول له ناټو سره یوځای شو.

اولف کریسټرسن خبریالانو ته وویل: "موږ پوهېږو چې له سوېډن څخه تمه خورا لوړه ده؛ مګر موږ هم لوړې هیلي لرو.موږ به له خپلو متحدینو سره مسوولیتونه شریک کړو."

د ناټو عمومي منشي ین سټولټنبرګ وویل: "د سوېډن غړیتوب ناټو لا پیاوړې کوي او سوېډن خوندي کوي."

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې د برید په پایله کې سوېډن او فنلنډ خپل دودیز پوځي بې پرېتوب پرېښود او د ناټو د غړیتوب غوښتنه یې وکړه.

ترکیې چې د ناټو غړی هېواد دی، د دغو دوو هېوادونو یوځای کېدل د سوېډن او فنلنډ له خوا د خپلو غوښتنو په پوره کېدو سره مشروط کړي وو.

په دې وروستیو کې د ناټو غړو ترکیې او هنګري له میاشتو سیاسي خبرو وروسته په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره موافقه وکړه.