• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رحمت الله نبیل: د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په پاریس کې د افغان سیاسي فعالانو په غونډه کې وویل، چې د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي.

رحمت الله نبیل په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند نړۍوالې ټولنې ته ننګ دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس په دې ناسته کې وویل: «د واکمنو ذهنیت دا دی چې په افغانستان کې د ملي اجماع له ترلاسه کولو مخکې یو ډول نړۍوالې اجماع ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې د دغه هېواد برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي.»

د افغان سیاستوالو غونډه د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د فرانسې په پارلمان کې جوړه شوه.

رحمت الله نبیل په خپلو خبرو کې د سیمې د هېوادونو او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د افغانستان لپاره د تلپاتې حل لارې په اړه یوې هوکړې ته رسېدل ستونزمن وبلل.

ښاغلي نبیل ټینګار وکړ، چې د هېواد ستونزې ته د حل لارې موندلو په بهیر کې د افغانانو د رول په پام کې نه نیول، د دوحې د پروسې د ناکامۍ لامل دی.

ښاغلي نبیل زیاته کړه چې د دوحې پروسه د افغانانو په زیان ختمه شوه.

رحمت الله نبیل وویل: «د دې هېواد د اوسېدونکو په توګه دا زموږ مسوولیت دی، چې د یوه نوي ټولنیز تړون د لاس ته راوړلو هڅه وکړو او د یوې شفافې او ډېموکراتیکې پروسې پر بنسټ له داخلي ننګونو سره مقابله وکړو او د دغه تاریخي مسوولیت بار د نورو په اوږو وانه چوو.»

په سیمه کې د سولې او جګړې په اړه د افغانستان د جیوپولټیک دریځ د اغیزو په اړه د افغان سیاستوالو غونډه د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بنسټ په همکارۍ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر سیاسي شخصیتونو، پخوانیو افغان چارواکو، مدني فعالانو او فرانسوي شخصیتونو برخه اخیستې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هلمند کې د ۱۰ موټرو قاچاقي موادو او ۱۲ کسانو د نيولو خبر ورکړ

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې؛ دغې ډلې په هلمند ولایت کې ۱۰ موټر خوراکي او غيرې خوراکي توکي د قاچاق پر مهال نيولي دي. د وزارت په خبره؛ له قاچاق سره د تړاو په تور يې ۱۲ کسان هم نيولي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په هلمند کې يې هغه ۱۰ د خوراکي او غيرې خوراکي توکو ډک موټرونه نيولي، چې له پاکستان څخه په غیرې قانوني ډول راوړل شوي.

وزرات په خپله خبرپاڼه کې ليکي، چې دغه موټرونه يې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې د موضوع په تړاو د ۱۲ کسانو د نیول خبر هم ورکول شوی دی.

طالبانو په نيول شويو موټرونو کې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو نومونه نه دي ياد کړي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت په یوه بل خبر کې د ننګرهار په ځنګلونو کې د ۴۵۰ چاتراش لرګيو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکړی.

خبرپاڼه زياتوي، چې د دې ترڅنګ يې په غريزه سيمو کې ۳۰۰ بانډې هم نيولي، چې چارتراش لرګي به پکې ساتل کېدل.

د افغانستان د ختيځو ولایتونو له ځنګلونو څخه زیات مهال دا ډول قيمتي لرګي په غیرې قانوني ډول پاکستان ته قاچاقيږي.

طالبان په هلمند کې د وچکالۍ د ختمولو لپاره د اوبو بندونه جوړوي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ادارې خبر ورکړی، چې دوی په سنګين، کجکي او زمينداور ولسواليو کې د وچکالۍ د ختمولو لپاره د اوبو د بندونو جوړېدو لومړنۍ چارې پیل کړي. په تېرو څو کلنو کې سنګين او زمينداور سختې وچکالۍ ځپلي.

په هلمند کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د چهار شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې غواړي د سنګین ولسوالۍ په ميانکو، د کجکي د کنګيانواو د زمنینداور په شيرې ويالو کې د اوبو لويو بندونه جوړ کړي.

د دوی به خبره، چې د دې بندونو په جوړېدو به یې سېلابي او باراني اوبه مهار کړي او تر ډېره به د هلمند په شمالي ولسواليو کې د وچکالۍ مخه نيول شوې وي.

ولايتي طالب مسولين وايي، چې د بندونو د جوړېدو لپاره یې په سیمه کې سروې تر سره کړې ده.

په تېرو نېږدې لسو کلنو کې وچکالۍ سنګين او زمينداور ولسوالۍ دومره وځپلې، چې ان خلکو خپلې پلرنۍ مېنې پرېښودې او نورو سېمو ته کډه شول.

د دې درېيو ولسوالیو خلک تر ډېره په زراعت بوخت دي.

د سيمې خلک د طالب مسوولينو څخه د اوبو د بندونو اساسي جوړېدو غوښتنه کوي.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو له لوري د اوبو بندونو د جوړېدو هغه ويډيو او تصويرونه د سخت انتقاد سره مخ شول، چې سېلابونو او د باران اوبو تخريب او له منځه يو وړل.

د خلکو په وينا؛ دغه د اوبو بندونه په سم، اساسي او دايمي ډول نه وو جوړ شوي.

څو شېبې وړاندې په کابل او نېږدې سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن ماخوستن په اوه بجې او پنځه پنځوس دقیقې د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

تر اوسه د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ځايي اوسېدونکو ویلي، چې د زلزلې ټکانونه غښتلي وو.

د امریکا د زلزله ارزونې ادارې بیا خبر ورکړی، چې د ریښتر په مقیاس ۵ درجې زلزله د فرخار ښار جنوب ختیځ ۴۴ کیلومترۍ کې پر ځايي وخت د ماښام په ۷:۵۴ دقیقو وشوه.

د دغه مرکز په وینا؛ د دغې زلزلې ژوروالی له ځمکې څخه ۱۳۰ کیلومتره و.

په ننګرهار، مزارشریف، تخار، کونړ، بدخشان او پروان ولایتونو کې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو هم ویلي، چې په دغو ولایاتو کې یې زلزله حس کړې ده.

طالبان: د ۳ لکه پاسپورټونو په وېش سره مو تر يو نیم ميليارد زيات عواید را ټول کړي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د طالبانو کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نږدې دوو مياشتو په جريان کې يې د ۳ لکه ۲۶ زره پاسپورټونه وېشلو سره یو میليارد او ۸۴۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دوی د وزارت اړوند پاسپورټ ادارې د روان کال له سلواغې مياشتي څخه د کب تر ۲۱ نېټې پوري د پاسپورټونو د وېش له لارې شاوخوا ۲ ميليارده افغانۍ را ټولې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او د اقتصادي حالت خرابېدو سره د مهاجرت نوې لړۍ پیل شوې او له هغه را هیسې تر اوسه لا هم هر ورځ سلګونه افغانان په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره انتظار وي.

له دې سره د افغانستان د پاسپورټ ارزښت هم خورا ټیټ دی.

د ټایم مجلې په یوه نوي راپور کې سږ کال بيا د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی.

په ۲۰۲۴ کال کې د څلورو اروپایي هېوادونو د پاسپورټ اعتبار لا پسې لوړ شوې او د لېست په سر کې سینګارپور او جاپان سره یو ځای شوي، چې لومړی مقام یې خپل کړی.

افغانستان چې د دغه لېست کې وروستۍ مقام خپل کړی، وګړي یې یوازې ۲۸ هېوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي.

تر افغانستان مخکې سوریه، اعراق او یمن هېوادونو ځای اخیستې او وګړي یې د ۲۹ او ۳۵ هېوادونو ترمنځ بې ویېزې سفر کولای شي.

طالبانو په پکتیکا کې یو کس د غلا په جرم په دورو وهلی

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په پکتیکا ولایت کې یې یو کس د "غلا" په تور په دورو وهلی دی. دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کس په دريو مياشتو تنفيذي بند او شلو دورو محکوم شوی و.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د (کپ ۲۳ مه) اعلان وکړ، چې دغه کس دوه اونۍ وړاندې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ابتدایه محکمې په حکم په دورو ووهل شو.

طالبانو د دغه کس د جنسیت په اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې په دې وروستیو کې په پروان ولایت کې څلور تنه د "غلا" په تور په دورو وهلي وو.

طالبانو له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په هرات، لغمان، بلخ، بامیان، پروان، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې شاوخوا ۳۰ تنه ولسي وګړي په دورو وهلي دي.

وروسته له دې چې دغې ډلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، جسمي مجازات لکه په دورو وهل، د لاسونو پرې کول او اعدامول یې بیا پیل کړل.

د بشري حقونو فعالان او د پخواني رژیم چارواکي طالبان د مجازاتو په برخه کې په دوه مخۍ تورنوي او وايي چې طالبان پر خپلو غړو شرعي حدود نه پلي کوي.