• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په هلمند کې د وچکالۍ د ختمولو لپاره د اوبو بندونه جوړوي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۱ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ادارې خبر ورکړی، چې دوی په سنګين، کجکي او زمينداور ولسواليو کې د وچکالۍ د ختمولو لپاره د اوبو د بندونو جوړېدو لومړنۍ چارې پیل کړي. په تېرو څو کلنو کې سنګين او زمينداور سختې وچکالۍ ځپلي.

په هلمند کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د چهار شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې غواړي د سنګین ولسوالۍ په ميانکو، د کجکي د کنګيانواو د زمنینداور په شيرې ويالو کې د اوبو لويو بندونه جوړ کړي.

د دوی به خبره، چې د دې بندونو په جوړېدو به یې سېلابي او باراني اوبه مهار کړي او تر ډېره به د هلمند په شمالي ولسواليو کې د وچکالۍ مخه نيول شوې وي.

ولايتي طالب مسولين وايي، چې د بندونو د جوړېدو لپاره یې په سیمه کې سروې تر سره کړې ده.

په تېرو نېږدې لسو کلنو کې وچکالۍ سنګين او زمينداور ولسوالۍ دومره وځپلې، چې ان خلکو خپلې پلرنۍ مېنې پرېښودې او نورو سېمو ته کډه شول.

د دې درېيو ولسوالیو خلک تر ډېره په زراعت بوخت دي.

د سيمې خلک د طالب مسوولينو څخه د اوبو د بندونو اساسي جوړېدو غوښتنه کوي.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو له لوري د اوبو بندونو د جوړېدو هغه ويډيو او تصويرونه د سخت انتقاد سره مخ شول، چې سېلابونو او د باران اوبو تخريب او له منځه يو وړل.

د خلکو په وينا؛ دغه د اوبو بندونه په سم، اساسي او دايمي ډول نه وو جوړ شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

څو شېبې وړاندې په کابل او نېږدې سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن ماخوستن په اوه بجې او پنځه پنځوس دقیقې د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس شوي دي.

تر اوسه د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ځايي اوسېدونکو ویلي، چې د زلزلې ټکانونه غښتلي وو.

د امریکا د زلزله ارزونې ادارې بیا خبر ورکړی، چې د ریښتر په مقیاس ۵ درجې زلزله د فرخار ښار جنوب ختیځ ۴۴ کیلومترۍ کې پر ځايي وخت د ماښام په ۷:۵۴ دقیقو وشوه.

د دغه مرکز په وینا؛ د دغې زلزلې ژوروالی له ځمکې څخه ۱۳۰ کیلومتره و.

په ننګرهار، مزارشریف، تخار، کونړ، بدخشان او پروان ولایتونو کې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو هم ویلي، چې په دغو ولایاتو کې یې زلزله حس کړې ده.

طالبان: د ۳ لکه پاسپورټونو په وېش سره مو تر يو نیم ميليارد زيات عواید را ټول کړي

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۰

د طالبانو کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نږدې دوو مياشتو په جريان کې يې د ۳ لکه ۲۶ زره پاسپورټونه وېشلو سره یو میليارد او ۸۴۴ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دوی د وزارت اړوند پاسپورټ ادارې د روان کال له سلواغې مياشتي څخه د کب تر ۲۱ نېټې پوري د پاسپورټونو د وېش له لارې شاوخوا ۲ ميليارده افغانۍ را ټولې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او د اقتصادي حالت خرابېدو سره د مهاجرت نوې لړۍ پیل شوې او له هغه را هیسې تر اوسه لا هم هر ورځ سلګونه افغانان په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره انتظار وي.

له دې سره د افغانستان د پاسپورټ ارزښت هم خورا ټیټ دی.

د ټایم مجلې په یوه نوي راپور کې سږ کال بيا د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی.

په ۲۰۲۴ کال کې د څلورو اروپایي هېوادونو د پاسپورټ اعتبار لا پسې لوړ شوې او د لېست په سر کې سینګارپور او جاپان سره یو ځای شوي، چې لومړی مقام یې خپل کړی.

افغانستان چې د دغه لېست کې وروستۍ مقام خپل کړی، وګړي یې یوازې ۲۸ هېوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي.

تر افغانستان مخکې سوریه، اعراق او یمن هېوادونو ځای اخیستې او وګړي یې د ۲۹ او ۳۵ هېوادونو ترمنځ بې ویېزې سفر کولای شي.

طالبانو په پکتیکا کې یو کس د غلا په جرم په دورو وهلی

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ، چې په پکتیکا ولایت کې یې یو کس د "غلا" په تور په دورو وهلی دی. دغې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کس په دريو مياشتو تنفيذي بند او شلو دورو محکوم شوی و.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د (کپ ۲۳ مه) اعلان وکړ، چې دغه کس دوه اونۍ وړاندې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ابتدایه محکمې په حکم په دورو ووهل شو.

طالبانو د دغه کس د جنسیت په اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې په دې وروستیو کې په پروان ولایت کې څلور تنه د "غلا" په تور په دورو وهلي وو.

طالبانو له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په هرات، لغمان، بلخ، بامیان، پروان، سرپل او پکتیکا ولایتونو کې شاوخوا ۳۰ تنه ولسي وګړي په دورو وهلي دي.

وروسته له دې چې دغې ډلې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، جسمي مجازات لکه په دورو وهل، د لاسونو پرې کول او اعدامول یې بیا پیل کړل.

د بشري حقونو فعالان او د پخواني رژیم چارواکي طالبان د مجازاتو په برخه کې په دوه مخۍ تورنوي او وايي چې طالبان پر خپلو غړو شرعي حدود نه پلي کوي.

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو ډاکټر ووژل شو او پنځه تنه نور ټپیان شول

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۰

په خوست کې د ځايي اوسیدونکو په وینا تېره شپه د خوست ښار اړوند لکڼو سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې پر مهال ډاکټر شیزالله ووژل شو. د وژل شوي ډاکټر ورور فیض الله فیضي وايي په دغه پېښه کې یې یو بل کشري ورور رشیدالله او څلور د تره زامن ټپیان شوي دي.

فیض الله فیضي د پيښې د رامینځته کېدو او د څرګندوالي په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.

فیضي په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې لیکلي: «څو میاشتې مخکې د شیخ زاید له طب پوهنځي فارغ شو؛ هم مهاله مو د یوې ډاکترې سره د ژوند تړون مراسم ورته ونیول، ښه ژوند ته داخل شو، بیګا د کلي د چرسیانو او پوډریانو له لاسه شهید کړای شو، بل کوچنۍ ورورمې رشید الله چې له غالب پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغ شو، هغه یې راته زخمي کړ؛ زمونږ د کور څلور تره زامن یې هم راته زخمیان کړل.»

د وژل شوي ډاکتر شیزالله د واده د مراسمو انځور
100%
د وژل شوي ډاکتر شیزالله د واده د مراسمو انځور

د طالبانو د خوست امنیتي چارواکو ځايي رسنیو ته پېښه تاید کړې ده.

د طالبانو د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار د خوست یو ځايي ټلویزیون غرغښت ته ویلي، چې پيښه تېره شپه د مرکز اړوند لکڼو کې ددو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي ستونزو له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی هم وايي په دې پېښه کې ۶ کسان زخمیان شوي او یوبل سیمه ییز ډاکټر چې څو میاشتې وړاندې له طب پوهنځي فارغ او همدې تېرو میاشتوکې یې تازه واده کړی و وژل شوی دی.

احرار وايي چې د پښې په تړاو دوه تنه تورن کسان هم نیول شوي او په دې هکله د دوی څېړنې روانې دي.

حقاني له سعیدوف سره لیدنه کې د سیمې پر ثبات د اغېز لرونکو پروژو د ژر پیلېدو غوښتنه وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۲ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۴، ۱۰:۴۹ GMT+۰

د طالبانو کورنيو چارو وزير د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزير سره په لیدنه کې د هغو اقتصادي پروژو ژر پيلېدل اړين بللي، چې د سيمې پر ثبات اغېز لري. سراج الدين حقاني له بختيار سعيدوف اديلويچ سره په پرونۍ ليدنه کې نوموړي ته د امنیت ډاډ هم ور کړی دی.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت نن چهار شنبه په يوې خبرپانه کې ليکي، چې په ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړېکو پر پياوړتيا هم بحث وشو.

په خبرپانه کې ليکل شوی، چې د طالبانو کورنیو چارو وزير سراج الدین حقاني له ازبکستان څخه د ځينو اقتصادي پروژو پيلول مهم بللي او د امنيت په برخه کې يې هم ډاډ وړاندي کړی.

ښاغلی حقاني زیاتوي: « په هېواد کې د امنیت په اړه پوره ډاډ درکوو او هغه اقتصادي پروژې، چې د سيمې پر ثبات يې اغېز زيات وي، ژر پيل کېدل يې اړين دي.»

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزیر اديلوویچ بيا د سيمې د ثبات لپاره د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه مهمه بللې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هېڅکله افغانستان یوازې نه پرېږدي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراختیا غواړي.

بختیار سعیدوف د سې شنبې په ورځ په جلا جلا کتنو کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن، د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره هم کتلي.

د ملا برادر دفتر د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې ډېر ژر به په تاشکند کې د دوی سفیر ومني.

ازبکستان میاشت مخکې د طالبانو استازي ته دغه سفارت وسپاره.
د ویلو ده، چې ازبکستاني چارواکو بیا تر اوسه ددغو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.